په ننګرهار کې ۱۰ کلنه نجلۍ په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې یوه ۱۰کلنه نجلۍ د دې ولایت په نازیان ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې یوه ۱۰کلنه نجلۍ د دې ولایت په نازیان ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
د یادې طالب قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې دا پېښه پرون د نازیان ولسوالۍ اړوند د «بری لنډۍ» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دې نجلۍ جسد شاوخوا نیم ساعت وروسته له اوبو څخه د ځایي اوسېدونکو په مرسته راویستل شوی دی.
په دې وروستیو ورځو کې د اوبو له امله د خلکو د ډوبېدو او مړینې څو پېښې راپور شوې دي، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
تر دې مخکې هم څو ورځې وړاندې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې یو ماشوم په اوبو کې ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.

د منځني ختیځ او اوکراین د جګړو له امله د یو شمېر هېوادونو هوايي حریم له تړل کېدو وروسته، د طالبانو د هوایي چلند ادارې عواید د نړیوالو الوتنو د تېرېدو له درکه زیات شوي دي. راپورونو له مخې، طالبان هر کال له هوايي شرکتونو د تېرېدو په بدل کې تر ۷۰ میلیونه ډالرو زیات عاید ترلاسه کوي.
د سویس «بلونیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د مهمو هوايي لارو د تړل کېدو له امله، هوايي شرکتونه اوس په ډېره کچه د افغانستان له فضا څخه استفاده کوي. خو په افغانستان کې د الوتنو د کنټرول د سیسټم نشتوالی د دغو الوتنو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، دا مهال هره اوونۍ نږدې دوه زره الوتکې د افغانستان له هوايي حریم څخه تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
د طالبانو اداره د هرې الوتنې بدل کې ۷۰۰ ډالر اخلي، چې په ټولیز ډول هره اوونۍ شاوخوا ۱.۴ میلیونه ډالر او په کال کې له ۷۲ میلیونه ډالرو زیات عاید ترې ترلاسه کېږي.
له یوې خوا د اروپا او اسیا ترمنځ هوايي لارې محدودې شوې دي، او له بلې خوا د اوکراین جګړې په شمال او د منځني ختیځ نښتو په جنوب کې دې ته لاره هواره کړې چې ډېری هوايي شرکتونه خپل مسیرونه بدل کړي او زیاتره د افغانستان یا د سعودي عربستان له فضا څخه تېر شي.
بلو نیوز لیکي چې په اروپا کې هوايي شرکتونه د لارې او ښکته کېدو لګښتونه د واټن او د الوتکې د وزن پر بنسټ ورکوي، خو په افغانستان کې وضعیت بل ډول دی. د دې رسنۍ په وینا، طالبان د هرې الوتکې لپاره یو ثابت فیس اخلي او د الوتکې وزن یا د لارې اوږدوالی په کې هېڅ اغېز نه لري.
سعودي عربستان هم د الوتنو له زیاتوالي ګټه اخلي، خو لګښتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ ټاکي او په منځنۍ توګه د هرې الوتنې لپاره شاوخوا ۸۰۰ ډالر اخلي.
راپور زیاتوي چې د افغانستان وضعیت له بنسټیز اړخه د اندېښنې وړ دی. دا هېواد د الوتنو د کنټرول فعال سیسټم نه لري، او پېلوټان اړ دي چې پخپله د افغانستان په هوايي حریم کې له یو بل سره همغږي وکړي او خپل موقعیت او سرعت یو بل ته خبر ورکړي.
د الوتنو معلومات د برېښنالیک له لارې د طالبانو چارواکو ته لېږل کېږي، او هغوی هم د همدې لارې لګښتونه ترلاسه کوي.
په هرات ولایت کې زرګونو د اهل سنتو پیروانو د هغو شیعه قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل، چې د انجیل ولسوالۍ د دهمهري کلي په ترهګریز برید کې وژل شوي وو. دغه مراسم د پنجشنبې ورځې په ماښام د خلکو په بلنه د هرات ښار په ستر جامع جومات کې ترسره شول.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیراحمد حقاني هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ. حقاني وویل: «دښمنان غواړي د دې ډول پېښو په رامنځته کولو سره په ټولنه کې د وېرې او بېباورۍ فضا خپره کړي».
له دې پېښې څخه چې یوه اوونۍ تېرېږي او ۱۱ تنه پکې وژل شوي، تر اوسه هېڅ ډلې د هغې مسؤولیت نه دی منلی.
د جمعې په ورځ، څلورو وسلهوالو کسانو د دهمهري کلي یوه نسبتاً لرې پراته زیارت ته ننوتل، لومړی یې د کلي قومي مشرر او د هغه دوه زامن ووژل، او وروسته یې اته هغه کسان په ډزو ووژل چې د تفریح لپاره له هرات ښاره دې سیمې ته ورغلي وو.
د دې پېښې ټول قربانیان شیعه ګان وو، او داسې ښکاري چې برید کوونکو دا کار د مذهبي او فرقهییزو انګېزو له مخې ترسره کړی دی. دا پېښه د نړیوالو بنسټونو له خوا په پراخه کچه وغندل شوه. په هرات کې شیعه او سني وګړو په ګډه دا پېښه وغندله او د قربانیانو د ښخولو په مراسمو کې یې په پراخه توګه ګډون وکړ.
د هرات زرګونو اوسېدونکو، سره له دې چې طالبانو مخالفت ښودلی و، د دې پېښې اړوند لاریون کې برخه واخیسته.
د لاریون ګډونوالو په خپره شوې اعلامیه کې وویل چې برید کوونکو د برید پر مهال د شیعه ګانو مذهبي مقدساتو او عقایدو ته سپکاوی کړی دی.
د دې پېښې انځورونو هم پراخه پاملرنه راجلب کړې ده. په یوه انځور کې لیدل کېږي چې شیعه او سني لمونځ کوونکي د یووالي د څرګندولو په موخه، په ګډه د قربانیانو پر جنازو د لاسونو په تړلو او پرانیستو لمونځ ادا کوي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د لاریون او د جنازې په لمانځه کې د شیعه او سني وګړو ګډ حضور د یووالي او همغږۍ نښه بللې او هرکلی یې کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، وروستیو سېلابونو په افغانستان کې کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې په خوست ولایت کې د دوی لهخوا جوړ شوی نږدې ۲۳۰متره اوږد محافظتي دېوال توانېدلی چې یوه مهمه لاره د سېلابونو له ګواښ څخه وژغوري.
د راپور له مخې، دغه محافظتي دېوال شاوخوا ۲۳۰هکټاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ویجاړۍ خوندي کړې او د بزګرانو د معیشت په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی.
ډبلیو ایف پي زیاتوي چې دا پروژه د اوبو د لګولو د کانالونو د جریان په ساتنه کې هم مرسته کړې او د بېلابېلو سیمو ترمنځ یې د تګ راتګ د اړیکو د پرې کېدو مخه نیولې ده.
په ورته وخت کې، د د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر مخکې ویلي وو چې په ټول افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي، چې دا د طبیعي پېښو د زیاتېدونکي ګواښ څرګندونه کوي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، په تېره اونۍ کې یې په ۱۱ ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۴۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه کسان د اخلاقي فساد، د نشهيي توکو د کاروبار او کارونې او همداراز غلاوو په تړاو له ۲۰ تر ۳۰ دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې د تېرې اونۍ د لاسته راوړنو په تړاو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) اعلامیه کې لیدل کېږي، چې هره ورځ له یوه تر درېیو ولایتونو کې خلک د بېلابېلو تورونو له امله په دُرو وهل شوي دي.
د اعلامیې لهمخې، په تېره یوه اونۍ کې تر ټولو ډېر کسان په کابل، خوست او میدانوردګ کې په دُرو وهل شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، په تېره اونۍ کې په کابل کې ۱۶ کسان، خوست کې ۸ کسان، میدانوردګ کې ۴ کسان، زابل کې ۳ کسان، په کندوز او ننګرهار کې ۲- ۲ کسان، په پکتیا، غزني، بادغیس، هرات او بامیان کې بیا یو – یو کس په دُرو وهل شوي دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار وار پر طالبانو په نیوکو سره دغه ډول سزاوې، په ځانګړي ډول علني تطبیق، د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بللي او د درېدو غوښتنه یې کړې، خو طالبان بیا دا چاره د شریعت پلي کول ګڼي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن منیر په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د «امید» روغتون د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره جوړه شوې وه، له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې پر دغه روغتیايي مرکز شوی برید په روڼ او شفاف ډول وڅېړي.
دغه د روږدو کسانو د درملنې مرکز څه موده وړاندې د پاکستان په هوايي برید کې وسوځېد او له منځه ولاړ.
هغه وویل چې د دې پېښې قربانیان بېګناه کسان وو، چې د نشهيي توکو د پرېښودو او درملنې لپاره دې روغتون ته ورغلي وو. هغه زیاته کړه چې دغو کسانو نه په جګړه کې برخه لرله او نه هم په تاوتریخوالي کې ښکېل وو، بلکې دوی غوښتل نوی او ښه ژوند پیل کړي.
نوموړي دغه برید یو دردناک عمل وباله او ویې ویل چې دا کار د انساني اصولو او بشري حقونو سره په ښکاره ټکر کې دی.
امید د روږدو د درملنې مرکز د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا تر برید لاندې راغی. پاکستاني چارواکو بیا پر دې روغتون برید رد کړ او ویې ویل چې دا ځای د پوځي تاسیساتو ترڅنګ و، چې د دوی د الوتکو اصلي هدف هماغه پوځي مرکزونه وو.
د طالبانو چارواکو ټینګار وکړ چې دغه مرکز د روږدو کسانو لپاره د ۲۰۰۰ بسترو یو مرکز و او د پخواني پوځي کمپ فینیکس په ساحه کې یې فعالیت درلود.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي، خو نړیوالو بنسټونو بیا د تلفاتو شمېر تر دې کم ښودلی دی. د بېلګې په توګه، د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې په دې برید کې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان دا هوايي برید پر دغه مرکز «غیرقانوني» و او کېدای شي د «جګړې له جرمونو» څخه وګڼل شي.