• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روزګان کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالی؛ خلک د یوې اړیکې لپاره ساعتونه مزل کوي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د روزګان ولایت د یوشمېر ولسوالیو او لرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي، چې لاهم په خپلو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره اړ دي اوږد مزل وکړي. د دوی په وینا؛ د اړیکو نشتوالي اقتصادي او ټولنیزې چارې هم له خنډ سره مخ کړې دي.

د افغانستان په سویل کې پروت روزګان ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري، د خاص روزګان، چنارتو، ګېزاب او چوره ولسوالۍ یې له مرکز ترینکوټ څخه څه باندې سل کیلومتره لرې دي. د دغه ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې لاهم مخابراتي شبکې نه‌دي فعالې شوې.

د چورې او چنارتو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د مخابراتي خدمتونو کمښت د دوی ورځني ژوند ته جدي ستونزې جوړې کړې دي. د دوی په وینا، د دغه خدمتونو نشتوالي نه یوازې شخصي اړیکې اغېزمنې کړې؛ بلکې اقتصادي او ټولنیزې چارې یې هم له خنډ سره مخ کړې دي.

د چنارتو ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید احمد د مخابراتي شبکو د کمزورتیا په اړه وایي: «د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي انتنونه ډېر کمزوري دي، په نږدې سیمو کې هم اړیکه په اسانۍ نه ټینګېږي، یوازې یوه خصوصي شبکه فعاله ده نورې هېڅ شبکې نه‌شته».

ورته مهال د خاص روزګان ولسوالۍ د سیرو سیمې اوسېدونکي هم د محدود پوښښ له امله شکایت کوي. د یادې سیمې یو اوسېدونکی محمدانور وایي: «موږ د خپلو بامونو پر سر د کوچنیو انتنونو په نوم وسایل لګولي دي، چې د ولسوالۍ له انتنونو سېګنال راکش کړي؛ خو هغه هم سم کار نه‌کوي او له جدي ستونزو سره مخ یو. دغه ستونزه له ډېره وخته ده او غږ مو څوک نه‌اوري».

د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته ستونزې یادوي او وایي، چې په ډېرو سیمو کې هېڅ مخابراتي شبکه کار نه‌کوي. د یادې ولسوالۍ د درې سیمې یو اوسېدونکی انعام‌الله وایي، په سیمه کې یې هیڅ شبکه کار نه‌کوي او دې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې غواړو چاته زنګ ووهو؛ نو د ولسوالۍ مرکز نېک‌اباد ته ځو یا هم یوه لوړ غره ته خېژو، چې شاوخوا یو ساعت مزل ورته کوو». د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې د مخابراتي شبکو نشتوالی د بېړنیو حالاتو پرمهال د خلکو لپاره لویه ستونزه جوړوي او دوی نه‌شي کولای پر وخت له روغتیايي او نورو خدمتونو ګټه واخلي.

د روزګان خلک د طالبانو له حکومت او مخابراتي شرکتونو غواړي، چې په ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې د شبکو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي؛ څو خلک له بنسټیزو مخابراتي اسانتیاوو برخمن شي.

په روزګان کې د طالبانو د مخابراتو ادارې په دې اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره له خبرو کولو ډډه کړې؛ خو د یادي ادارې طالب مسوولینو سیمه‌ییزو خبریالانو ته ویلي، چې د مخابراتي شرکتونو سره په همغږۍ په لرو پرتو سیمو کې د یادې ستونزې پر حل کار کوي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې ۱۰ کلنه نجلۍ په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
په ننګرهار کې ۱۰ کلنه نجلۍ په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې
100%

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې یوه ۱۰کلنه نجلۍ د دې ولایت په نازیان ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.

د یادې طالب قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې دا پېښه پرون د نازیان ولسوالۍ اړوند د «بری لنډۍ» په کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دې نجلۍ جسد شاوخوا نیم ساعت وروسته له اوبو څخه د ځایي اوسېدونکو په مرسته راویستل شوی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د اوبو له امله د خلکو د ډوبېدو او مړینې څو پېښې راپور شوې دي، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

تر دې مخکې هم څو ورځې وړاندې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې یو ماشوم په اوبو کې ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.

منځني ختیځ کې روانې جګړې؛ د طالبانو د هوايي چلند د عوایدو کچه یې لوړه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱
منځني ختیځ کې روانې جګړې؛ د طالبانو د هوايي چلند د عوایدو کچه یې لوړه کړې
100%

د منځني ختیځ او اوکراین د جګړو له امله د یو شمېر هېوادونو هوايي حریم له تړل کېدو وروسته، د طالبانو د هوایي چلند ادارې عواید د نړیوالو الوتنو د تېرېدو له درکه زیات شوي دي. راپورونو له مخې، طالبان هر کال له هوايي شرکتونو د تېرېدو په بدل کې تر ۷۰ میلیونه ډالرو زیات عاید ترلاسه کوي.

د سویس «بلونیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د مهمو هوايي لارو د تړل کېدو له امله، هوايي شرکتونه اوس په ډېره کچه د افغانستان له فضا څخه استفاده کوي. خو په افغانستان کې د الوتنو د کنټرول د سیسټم نشتوالی د دغو الوتنو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

د راپور له مخې، دا مهال هره اوونۍ نږدې دوه زره الوتکې د افغانستان له هوايي حریم څخه تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره زیاتوالی ښيي.

د طالبانو اداره د هرې الوتنې بدل کې ۷۰۰ ډالر اخلي، چې په ټولیز ډول هره اوونۍ شاوخوا ۱.۴ میلیونه ډالر او په کال کې له ۷۲ میلیونه ډالرو زیات عاید ترې ترلاسه کېږي.

له یوې خوا د اروپا او اسیا ترمنځ هوايي لارې محدودې شوې دي، او له بلې خوا د اوکراین جګړې په شمال او د منځني ختیځ نښتو په جنوب کې دې ته لاره هواره کړې چې ډېری هوايي شرکتونه خپل مسیرونه بدل کړي او زیاتره د افغانستان یا د سعودي عربستان له فضا څخه تېر شي.

بلو نیوز لیکي چې په اروپا کې هوايي شرکتونه د لارې او ښکته کېدو لګښتونه د واټن او د الوتکې د وزن پر بنسټ ورکوي، خو په افغانستان کې وضعیت بل ډول دی. د دې رسنۍ په وینا، طالبان د هرې الوتکې لپاره یو ثابت فیس اخلي او د الوتکې وزن یا د لارې اوږدوالی په کې هېڅ اغېز نه لري.

سعودي عربستان هم د الوتنو له زیاتوالي ګټه اخلي، خو لګښتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ ټاکي او په منځنۍ توګه د هرې الوتنې لپاره شاوخوا ۸۰۰ ډالر اخلي.

راپور زیاتوي چې د افغانستان وضعیت له بنسټیز اړخه د اندېښنې وړ دی. دا هېواد د الوتنو د کنټرول فعال سیسټم نه لري، او پېلوټان اړ دي چې پخپله د افغانستان په هوايي حریم کې له یو بل سره همغږي وکړي او خپل موقعیت او سرعت یو بل ته خبر ورکړي.

د الوتنو معلومات د برېښنالیک له لارې د طالبانو چارواکو ته لېږل کېږي، او هغوی هم د همدې لارې لګښتونه ترلاسه کوي.

سني وګړو په هرات کې د شیعه قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۱
سني وګړو په هرات کې د شیعه قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل
100%

په هرات ولایت کې زرګونو د اهل سنتو پیروانو د هغو شیعه قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل، چې د انجیل ولسوالۍ د ده‌مهري کلي په ترهګریز برید کې وژل شوي وو. دغه مراسم د پنجشنبې ورځې په ماښام د خلکو په بلنه د هرات ښار په ستر جامع جومات کې ترسره شول.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیراحمد حقاني هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ. حقاني وویل: «دښمنان غواړي د دې ډول پېښو په رامنځته کولو سره په ټولنه کې د وېرې او بې‌باورۍ فضا خپره کړي».

له دې پېښې څخه چې یوه اوونۍ تېرېږي او ۱۱ تنه پکې وژل شوي، تر اوسه هېڅ ډلې د هغې مسؤولیت نه دی منلی.

د جمعې په ورځ، څلورو وسله‌والو کسانو د ده‌مهري کلي یوه نسبتاً لرې پراته زیارت ته ننوتل، لومړی یې د کلي قومي مشرر او د هغه دوه زامن ووژل، او وروسته یې اته هغه کسان په ډزو ووژل چې د تفریح لپاره له هرات ښاره دې سیمې ته ورغلي وو.

د دې پېښې ټول قربانیان شیعه ګان وو، او داسې ښکاري چې برید کوونکو دا کار د مذهبي او فرقه‌ییزو انګېزو له مخې ترسره کړی دی. دا پېښه د نړیوالو بنسټونو له خوا په پراخه کچه وغندل شوه. په هرات کې شیعه او سني وګړو په ګډه دا پېښه وغندله او د قربانیانو د ښخولو په مراسمو کې یې په پراخه توګه ګډون وکړ.

د هرات زرګونو اوسېدونکو، سره له دې چې طالبانو مخالفت ښودلی و، د دې پېښې اړوند لاریون کې برخه واخیسته.

د لاریون ګډونوالو په خپره شوې اعلامیه کې وویل چې برید کوونکو د برید پر مهال د شیعه ګانو مذهبي مقدساتو او عقایدو ته سپکاوی کړی دی.

د دې پېښې انځورونو هم پراخه پاملرنه راجلب کړې ده. په یوه انځور کې لیدل کېږي چې شیعه او سني لمونځ کوونکي د یووالي د څرګندولو په موخه، په ګډه د قربانیانو پر جنازو د لاسونو په تړلو او پرانیستو لمونځ ادا کوي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د لاریون او د جنازې په لمانځه کې د شیعه او سني وګړو ګډ حضور د یووالي او همغږۍ نښه بللې او هرکلی یې کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې وروستیو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي
100%

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وایي، وروستیو سېلابونو په افغانستان کې کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اړولي دي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، په یوه راپور کې ویلي چې په خوست ولایت کې د دوی له‌خوا جوړ شوی نږدې ۲۳۰متره اوږد محافظتي دېوال توانېدلی چې یوه مهمه لاره د سېلابونو له ګواښ څخه وژغوري.

د راپور له مخې، دغه محافظتي دېوال شاوخوا ۲۳۰هکټاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ویجاړۍ خوندي کړې او د بزګرانو د معیشت په ساتنه کې یې مهم رول لوبولی دی.

ډبلیو ایف پي زیاتوي چې دا پروژه د اوبو د لګولو د کانالونو د جریان په ساتنه کې هم مرسته کړې او د بېلابېلو سیمو ترمنځ یې د تګ راتګ د اړیکو د پرې کېدو مخه نیولې ده.

په ورته وخت کې، د د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر مخکې ویلي وو چې په ټول افغانستان کې ویجاړوونکو سېلابونو له ۷۰زرو څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي، چې دا د طبیعي پېښو د زیاتېدونکي ګواښ څرګندونه کوي.

طالبانو په تېره یوه اونۍ کې په ۱۱ ولایتونو کې ۴۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
 طالبانو په تېره یوه اونۍ کې په ۱۱ ولایتونو کې ۴۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، په تېره اونۍ کې یې په ۱۱ ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۴۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه کسان د اخلاقي فساد، د نشه‌يي توکو د کاروبار او کارونې او همداراز غلاوو په تړاو له ۲۰ تر ۳۰ دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د تېرې اونۍ د لاسته راوړنو په تړاو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) اعلامیه کې لیدل کېږي، چې هره ورځ له یوه تر درېیو ولایتونو کې خلک د بېلابېلو تورونو له امله په دُرو وهل شوي دي.

د اعلامیې له‌مخې، په تېره یوه اونۍ کې تر ټولو ډېر کسان په کابل، خوست او میدان‌وردګ کې په دُرو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په تېره اونۍ کې په کابل کې ۱۶ کسان، خوست کې ۸ کسان، میدان‌وردګ کې ۴ کسان، زابل کې ۳ کسان، په کندوز او ننګرهار کې ۲- ۲ کسان، په پکتیا، غزني، بادغیس، هرات او بامیان کې بیا یو – یو کس په دُرو وهل شوي دي.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو په وار وار پر طالبانو په نیوکو سره دغه ډول سزاوې، په ځانګړي ډول علني تطبیق، د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بللي او د درېدو غوښتنه یې کړې، خو طالبان بیا دا چاره د شریعت پلي کول ګڼي.