• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا ځینو اروپايي هېوادونو ته د «وسلو لېږد» ځنډولی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، امریکايي چارواکو یوشمېر اروپايي هېوادونو ته خبر ورکړی چې د ځینو پوځي وسلو لېږد د ایران پرضد د جګړې او د امریکا د پوځي لومړیتوبونو د بدلون له امله ځنډېدلی دی.

د راپور له مخې؛ ښايي د دغه وضعیت له امله د اروپا څو هېوادونه اغېزمن شي، چې د بالتیک او سکاندیناوي سیمې هېوادونه هم په‌کې شامل دي. سرچینو ویلي، چې د دغه وسلو یوه برخه د امریکا د بهرني پوځي پلور له لارې پېرل شوې؛ خو تراوسه دغه هېوادونو ته نه‌دي سپارل شوې.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

پولیټیکو: ټرمپ غواړي د «ایران جګړه» پای ته ورسوي، خو د وتلو لاره لاهم ناڅرګنده ده

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
پولیټیکو: ټرمپ غواړي د «ایران جګړه» پای ته ورسوي، خو د وتلو لاره لاهم ناڅرګنده ده
100%

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو اترو له لارې د ایران له حکومت سره د جګړې پای ته رسولو لپاره خپله لېوالتیا څرګندوي، د پولیټیکو راپور ښيي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ بنسټیز اختلافونه لاهم پرځای پاتې دي.

د اسراییل او لبنان ترمنځ د لنډمهاله اوربند اعلان او پر اسراییل د امریکا فشار چې پر حزب‌الله بریدونه ودروي، د هوکړې پر وړاندې د خنډونو کمولو هڅه ګڼل کېږي؛ خو د پاکستان د ناستې په ګډون په خبرو اترو کې بیا کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

امریکا وړاندیز کړی، چې د شلو کلونو لپاره دې د یورانیمو بډایه کول ودرول شي او نیمه بډایه زېرمي دې دوی ته وسپارل شي؛ خو تهران یوازې د پنځو کلونو لپاره د یورانیمو بډایه کولو درولو هوکړه کړې او د زېرمو د لېږد وړاندیز یې نه‌دی منلی. دارنګه د ایران حکومت له‌خوا په هرمز تنګي کې د تګ‌راتګ محدودېدو د انرژۍ پر بازار اغېز کړی او امریکا د سمندري کلابندۍ له لارې هڅه کوي د تهران دغه فشار کم کړي.

پولیټیکو لیکي، چې هر ډول احتمالي هوکړه ښايي د واشنګټن له لوري امتیاز ورکولو ته اړتیا ولري؛ په داسې حال کې چې د امریکا سره کرښه لاهم دا ده، چې د ایران حکومت باید اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي.

پاپ لیو وايي نړۍ د «يو څو مستبدانو» په لاس ورانېږي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۱
پاپ لیو وايي نړۍ د «يو څو مستبدانو» په لاس ورانېږي
100%

د پاپ او ډونالډ ټرمپ تر منځ د لفظي شخړې په دوام، د نړۍ د کاتولیکانو مشر په کم‌ساري او تندو څرګندونو کې پر هغو مشرانو سختې نيوکې وکړې چې د هغه په وينا، ميلياردونه ډالر پر جګړو لګوي. لیو څوارلسم وويل چې نړۍ د «يو څو مستبدانو» له خوا مخ په خرابېدو روانه ده.

هغه دا څرګندونې د کامرون د سفر پر مهال، د داسې سيمې د ليدنې پر وخت وکړې چې کلونه کلونه له پاڅون او تاوتريخوالي سره مخ ده.

پاپ لیو زياته کړه: «مشران خپلې سترګې پر دې حقيقت پټوي چې ميلياردونه ډالر د وژنې او ورانۍ لپاره لګېږي، خو د درملنې، زده‌کړې او بيا رغونې لپاره اړينې سرچينې نه شته». هغه ټينګار وکړ: «د جګړې واكمن ښايي نه پوهېږي چې ورانول يوازې يوه شېبه وخت نيسي، خو بيا رغونه ټول عمر غواړي».

دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وشوې چې پاپ د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لفظي شخړه لرله. ټرمپ د پاپ د نيوکو په غبرګون کې، چې د امريکا او اسراییل پر ايران پوځي بريد يې غندلی و، په ټروت سوشل کې توند پيغام خپور کړ او پاپ يې «د جرمونو پر وړاندې کمزوری» او «د بهرنۍ تګلارې لپاره زيانمن» وباله. امريکايي رسنيو راپور ورکړی چې د امريکا دفاع وزارت له پاپ څخه غوښتي چې د ټرمپ د حکومت پر ضد خپلې نيوکې بندې کړي.

د ټرمپ مرستيال جي ډي ونس هم د وري په ۲۶مه نېټه، پرته له دې چې د پاپ نوم واخلي، د هغه پر دريځونو نيوکه وکړه او ويې ويل چې ښه ده واتيکان يوازې «اخلاقي چارو ته پام وکړي». دا څرګندونې د ټرمپ د حکومت او د کاتولیکانو د معنوي مشر تر منځ د ژور اختلاف څرګندونه کوي.

پاپ لیو څوارلسم ټينګار کړی چې ځان ته سياسي رول نه ورکوي او موخه يې د اخلاقي ارزښتونو ساتنه ده. خو يو شمېر شنونکي باور لري چې د دې کړکېچ دوام به د پاپ معنوي ځایګی له ننګونو سره مخ کړي او هغه به د ټرمپ د نړيوال سيال په توګه راڅرګند کړي.

پاپ لیو تر دې مخکې د ټرمپ د هغه ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودلې وه چې ويلي يې وو: «که د ايران اسلامي جمهوريت د امريکا غوښتنې و نه مني، يو تمدن به له منځه ولاړ شي». هغه په يوه وينا کې د ايران، اسراییل او امريکا تر منځ جګړه «وحشيانه» او د مسيحيت له لارښوونو سره په ټکر کې وبلله او ويې ويل: «عیسی د سولې پاچا دی، چې جګړه ردوي، او هېڅوک نه شي کولای د هغه نوم د جګړې د توجيه لپاره وکاروي».

د کاتولیکانو مشر په کامرون کې د «بې پایانه بې ثباتۍ او مرګ کړۍ» په اړه هم خبرداری ورکړ او ويې ويل: «هغه کسان چې ستاسو د خاورې سرچينې لوټي، ګټه يې د وسلو په پېرلو او د بې ثباتۍ په دوام لګوي».

لیو څوارلسم، چې تېر کال د امريکا له خاورې د لومړي زېږېدلي پاپ په توګه ټاکل شوی، تر دې مخکې هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پر تګلارو نيوکې کړې وې.

په سمنګان کې یو کس د ناپېژندو وسله‌والو له خوا وژل شوی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱
په سمنګان کې یو کس د ناپېژندو وسله‌والو له خوا وژل شوی
100%

د سمنګان ولایت د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، یو ۳۵کلن سړی د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د یادې قومندانۍ ویاند، حشمت‌الله رحماني، ویلي چې دا پېښه تېره شپه (چهارشنبه، د وري۲۶مه) د ایبک ښار اړوند د «اکبر‌اباد» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، وژل شوی کس فتح‌الله نومېده او په خپل کور کې دننه وژل شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې د انګېزې او لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو امنیتي مسوولان وایي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناپېژندو وسله‌والو بریدونه، هدفي وژنې او جنايي پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي. د ناامنیو دغه ډول پېښې عموماً د روښانه څېړنو او عدالت د نشتوالي له امله لا ډېرې حساسیتونه هم رامنځته کوي.

ټرمپ: لبنان او اسراییل د ۱۰ ورځني اوربند پر پیلولو هوکړه کړې

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
ټرمپ: لبنان او اسراییل د ۱۰ ورځني اوربند پر پیلولو هوکړه کړې
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د لبنان له ولسمشر جوزف عون او د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې رغنده او مثبتې خبرې کړې دي. د ټرمپ په وینا، دواړو هېوادونو د لس ورځني اوربند پر پیلولو توافق کړی دی.

ټرمپ په خپل ټروت سوشل کې لیکلي چې دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ د سولې د هڅو په چوکاټ کې هوکړه کړې چې د ختیزې امریکا پر وخت د ماښام په ۵ بجو به لس ورځنی اوربند په رسمي ډول پیل کړي.

هغه زیاته کړې چې دواړو هېوادونو له تېرو ۳۴ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په واشنګټن ډي سي کې لیدنه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم پکې حضور درلود.

ټرمپ همداراز ویلي چې ده جي ډي ونس، مارکو روبیو او د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستیز ډن کین ته لارښوونه کړې چې له لبنان او اسراییل سره د دوامدارې سولې لپاره نږدې همکاري وکړي.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې د ۹ جګړو پای ته رسول ورته ویاړ دی او هیله لري چې دا نوې هوکړه به د ده لسمه بریا وي.

چین او ترکمنستان د ګالکینیش د ګازو سترې زېرمې د څلورم پړاو تړون لاسلیک کړی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۱
چین او ترکمنستان د ګالکینیش د ګازو  سترې زېرمې د څلورم پړاو تړون لاسلیک کړی
100%

د ترکمنستان د دولتي ګازو شرکت او د چین د سي‌ان‌پي‌سي شرکت د پنجشنبې په ورځ یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ترکمنستان د ګالکینیش د ګازو د زیرمې څلورم پړاو پیل شي.

د تړون له مخې، د سي‌ان‌پي‌سي شرکت به د ترکمنستان په ختیځو صحرايي سیمو کې د دغې زیرمې لپاره داسې تاسیسات جوړ کړي چې په کال کې به د ۱۰ میلیارده مکعب متره اضافي تجارتي ګازو د پروسس وړتیا ولري. سربېره پر دې، د ګازو د تولید نوې څاګانې به هم وکیندل شي.

د ترکمنستان د حکومت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د دې پروژې ټول لګښت به خپله ترکمنستان تمویل کړي. د ترکمن ګاز مشر بابایف ویلي چې د دې پروژې لګښت ۵،۱ میلیارده ډالره اټکل شوی.

د تړون په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ترکمنستان چې یو صحرايي هېواد دی او له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، د نړۍ د طبیعي ګازو څلورم هېواد دی او د خپلو صادراتو لویه برخه چین ته لېږي.

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې، چې خبریالان هم حاضر وو، د چین مرستیال صدراعظم دینګ شوېشیانګ وویل: «چین چمتو دی چې له ترکمنستان سره د انرژۍ برخه کې د همکارۍ کیفیت لا لوړ کړي.»

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د دینګ له قوله ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ګازو په برخه کې ستراتیژیک او اوږدمهاله لید ولري، د طبیعي ګازو د همکارۍ کچه پراخه کړي او کیفیت او موثریت یې لوړ کړي.

دواړو هېوادونو ویلي چې د ترکمنستان او چین ترمنځ د ګازو د نل‌لیکې د څلورمې څانګې د جوړولو احتمال تر بحث لاندې دی، خو د «لاین ډي» پروژه له اوږدې مودې راهیسې ځنډېدلې ده.

ترکمن چارواکو ویلي چې دوی غواړي د خپلو صادراتو د متنوع کولو لپاره نورې نل‌لیکې هم جوړې کړي.

عشق اباد د افغانستان د هرات ښار پر لور د یوې نل‌لیکې پر جوړولو هم کار کوي چې هیله ده یوه ورځ پاکستان او هند ته وغځېږي.