• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زده‌کړیالان: طالبانو په پوهنتونونو کې د شیعه محصلانو د مذهب د بدلولو هڅې پیل کړې دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۱

په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتېدو پر دوام د کندهار، بامیان او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتونونو ځني زده‌کړیالان وايي، چې طالبان په پوهنتونونو کې د شیعه محصلانو د مذهب د بدلولو لپاره منظمې هڅې پیل کړې دي.

د بامیان او کندهار پوهنتونونو یو شمېر زده‌کړیالان له «افغانستان انټرنشنل» سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان د ځانګړو سیمینارونو په جوړولو سره محصلین د مذهب بدلون ته هڅوي. د کندهار پوهنتون یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو چارواکو د چهارشنبې په ورځ، د وري په ۲۶مه په یوه رسمي غونډه کې په ښکاره ډول شیعه وګړي تکفیر کړي دي.

د دغه محصل په وینا، یاده غونډه چې باید د یووالي لپاره وای، برعکس له سپکو او تفرقه‌اچوونکو څرګندونو ډکه وه. هغه زیاته کړه چې شیعه او سني مذهبونو په افغانستان کې پیړۍ پیړۍ په سوله کې ژوند کړی، خو د طالبانو اوسني سیاستونه د مذهبي بې‌باورۍ او د خلکو ترمنځ د واټن د زیاتوالي لامل شوي دي.

څارونکي وايي، چې داسي کړنې په افغانستان کې د مذهبي تنوع د له منځه وړلو د یوې پراخې پروسې برخه ده.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله په کونړ کې د ماشومانو د زده‌کړو بهیر په ټپه درېدلی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله په کونړ کې د ماشومانو د زده‌کړو بهیر په ټپه درېدلی
100%

د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د کونړ ولایت په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پرله‌پسې نښتو او د توپچي بریدونو له امله د ماشومانو د زده‌کړې بهیر درېدلی او سلګونه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ کلي کې د توپچي بریدونو له امله د سیمې ښوونځی په بشپړ ډول ویجاړ شوی او اوسمهال هلته هېڅ ماشوم رسمي زده‌کړو ته لاسرسی نه لري. د سیمې اوسېدونکي پاکستاني ځواکونه تورنوي چې په بریدونو کې یې ښوونځي په نښه کړي او د دوی د ماشومانو راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د سرحدي سیمې د یوې لومړنۍ ښوونځی مدیر محمد امین شاکر ویلي،چې د مکتبونو بندېدو له امله سخت اندېښمن دی. هغه زیاتوي نږدې ۲۰۰ ماشومان چې پخوا یې په ښوونځي کې زده‌کړې کولې، اوس له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي، چې د دغو نښتو له امله تر اوسه ۹۴ زره افغانان بې‌ځایه شوي، چې لویه برخه یې د کونړ اوسېدونکي دي. دغه کورنۍ چې د کونړ سیند پر غاړه په موقتي خېمو کې ژوند کوي، د څښاک د پاکو اوبو او نورو لومړنیو اړتیاوو ترڅنګ، د خپلو ماشومانو د زده‌کړو له ځنډېدو سره هم لاس او ګرېوان دي.

د سرحدي سیمې یو اوسېدونکی عصمت الله ملنګزی چې اوس له خپلې کورنۍ سره په خیمه کې ژوند کوي ویلي: «زموږ ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه د خیمو په سیمه کې تشناب نشته.»

بل خوا، په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب‌الله حنیف وایي چې په مرکز اسداباد او مروره کلي کې شته ښوونځي د کډوالو ماشومانو د جذب ظرفیت نه لري. هغه زیاته کړه چې طالبان هڅه کوي بې‌ځایه شوې کورنۍ هغو کمپونو ته ولېږدوي چې پخوا د زلزله‌ځپلو لپاره جوړ شوي وو، ترڅو هلته ورته د اوسېدو او خدماتو زمینه برابره شي.
د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې نښتې نه یوازې د زرګونو کورنیو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د ماشومانو څخه یې زده‌کړې حق هم اخیستی دی.
د د کونړ ناړۍ ولسوالۍ هغه ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي ښګاري چې په بریکوټ کلي کې سخته جګړه تېره شوې ده او د کورنو ترڅنګ دوکانونه هم وېجاړ شوي دي.
له تېرو دوو میاشتو راهسې د کونړ ناړۍ ولسوالۍ څخه د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو ته غځېدلی سړک باندې د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزې کېدلې او چاته یې اجازه نه ورکوله چې په دې لاره سفر وکړي، خو څو ورځې وړاندې د سیمې د قومي مشرانو په هڅو له پاکستان سره تر تړون وروسته دا لاره بېرته پرانیستل شوه او اوربند شو.

مقاومت شورا د طالبانو بلنې ته په غبرګون کې د «ټول‌ګډونه سیاسي بهیر» پیلولو غوښتنه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱
مقاومت شورا د طالبانو بلنې ته په غبرګون کې د «ټول‌ګډونه سیاسي بهیر» پیلولو غوښتنه وکړه
100%

د طالبانو د اړیکو کمېسیون له‌خوا بهر مېشتو سیاسي شخصیتونو ته د بلې په غبرګون د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ویلي، چې د هېواد کړکېچ یوازې د محدودو کسانو په ورتګ نه، بلکې د یوه پراخ ملي سیاسي بهیر له لارې د حل وړ دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د وري پر ۲۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د سیاسي شخصیتونو د بلنې ګام باندې غور کوي. دغه شورا ټینګار کوي چې د هېواد اوسني ژور کړکېچ ته په کتو، باید له هر ډول سیاسي تحول سره مسوولانه او واقعبینانه چلند وشي.

اعلامیه زیاتوي چې یوازې د یو شمېر سیاسي مشرانو بلنه نه شي کولای د افغانستان څو اړخیزې ستونزې حل کړي. د شورا په باور، تلپاتې حل یوازې د ټولو سیاسي جریانونو، قومي مشرانو، نخبه‌ګانو، مخالفو ځواکونو، مدني ټولنې او د ولس د ټولو قشرونو په ګډون په یوه معنادار سیاسي بهیر کې نغښتی دی.
د ملي مقاومت عالي شورا ټینګار کړی، که طالبان رښتیا هم ثبات ته ژمن وي، باید د داسې یوه بهیر پیل اعلان کړي چې پکې د مشروع نظام جوړول، عادلانه ټاکنې، د ګوندونو ازاد فعالیت، د ښځو او نجونو حقونه او یو ځواب ورکوونکی جوړښت د خبرو اصلي محور وي.

دغې شورا چمتووالی ښودلی چې د سیمې، نړۍ او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په یوه معنالرونکي مذاکراتي بهیر کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور، د پارلمان له پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، ، محمد محقق او عبدالرشید دوستم وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي.

طالبان وايي په راتلونکو ۸ کلونو کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنوي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
طالبان وايي په راتلونکو ۸ کلونو کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال ویلي، پلان لري چې په راتلونکو ۸ کلونو کې په ټول افغانستان کې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر نیالګي کېنوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین‌العابدین عابد په بامیان کې کې د نیالګیو کېنولو د یوه کمپاین پرمهال ویلي، چې یاده ډله پلان لري په راتلونکو ۸ کلونو کې ‍په ټولو ولایتونو کې ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر نیالګي کېنوي.

نوموړي دغه ګام د هېواد د زرغونتیا او اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره حیاتي بللی دی.

یاد طالب چارواکي د نیاګیو په کېنولو او ساتنه کې د خلکو مسولیت او ونډه اړینه بللې ده.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې هر کال د پسرلي په موسم کې سلګونه زره نیالګي کېنول کېږي، خو د مسولینو او عامو خلکو نه د پاملرنې له امله ډېر کم نیالګي پاتې کېږي او ډېره برخه یې بېرته له منځه ځي.

په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن د اسټرالیا پخوانی سرتېری په ضمانت خوشې شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن د اسټرالیا پخوانی سرتېری په ضمانت خوشې شو
100%

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری بین رابرټس سمېټ چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی و، د جمعې په ورځ په ضمانت خوشې شو. هغه له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې د پنځو افغان ملکي‌ وګړو په وژنه تورن دی.

د اسټرالیا فدرالي پولیس وايي، یاد قربانیان د وژل کېدو پرمهال په جګړه کې ښکېل نه‌وو. یاد سرتېری له تېرو لسو ورځو راهیسې په بند کې و او اوس د سېډني محکمې د پرېکړې له مخې به د محاکمې تر پیله ازاد وي. قاضي ویلي، چې ښایي دغه قضیه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي او په دې موده کې په بند کې د تورن کس ساتل د منلو نه‌ده.

خو څارنوالۍ د تورونو د دروندوالي له امله غوښتنه کړې، چې د هغه پر ازادۍ باید سخت شرایط ولګول شي. ۴۷ کلن بین رابرټس سمېټ تېره اونۍ په سېډني کې ونیول شو او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د پنځو کسانو د وژنې په تور تورن شو.
د اسټرالیا فدرالي پولیسو وویل، چې قربانیان د وژنو پرمهال په جګړه کې ښکېل نه‌وو او ځینې شواهد ښیي، چې دغه وژنې د تورن له‌خوا په خپله یا د هغه په ​​مستقیم امر ترسره شوي دي.

دغه پخوانی سرتېری مخکې د جګړې د اتل او ان په اسټرالیا کې د «کال غوره پلار» په توګه پېژندل کېده؛ خو له ۲۰۱۸کال راهیسې کله چې د افغان ملکي وګړو د وژنې په اړه راپورونه خپاره شول د هغه شهرت تر پوښتنې لاندې راغی.

د راپورونو له مخې؛ پر هغه تور دی چې یو افغان ملکي وګړی یې له یوې غونډۍ ګوزار کړی او بیا یې د هغه د وژلو امر کړی. ویل کېږي، نوموړي د هغه کس په وژلو کې هم لاس لاره چې مصنوعي پښه یې لرله او وروسته یې د هماغې مصنوعي پښې څخه د پیالې په توګه کار اخیستی.

رابرټس سمېټ دغه ټول تورونه رد کړي او مخکې یې پر رسنیو دعوه هم کړې وه؛ خو په ۲۰۲۳کال کې یوې محکمې په اسټرالیا کې د خبریالانو ډېری ادعاوې «تر ډېره حده سمې» وبللې. اوس هغه په جزایي محکمه کې له عمري بند سره مخ دی.

اسټرالیا د شاوخوا شلو کلونو په موده کې په افغانستان کې پوځي حضور لاره او شاوخوا ۳۹زره سرتېري یې دغه هېواد ته لېږلي وو. په دغه موده کې د طالبانو او نورو ډلو پرضد د عملیاتو پرمهال د اسټرالیایي ځواکونو د چلند په اړه ګڼې قضیې او نیوکې راپورته شوې دي.

د ټرمپ ځانګړی پلاوی: له افغانستان نه د ځواکونو د وتلو په اړه ۹مېلیونه اسناد ارزول شوي دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۷ GMT+۱
د ټرمپ ځانګړی پلاوی: له افغانستان نه د ځواکونو د وتلو په اړه ۹مېلیونه اسناد ارزول شوي دي
100%

پنټاګون اعلان کړی، هغه ځانګړی پلاوی چې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر بیاکتنه کوي، له لوړپوړو امریکایي پوځي او ملکي چارواکو سره یې د خپلو مرکو اصلي پړاو بشپړ کړی دی. په دغه پړاو کې د افغانستان د جګړې اړوند ۹مېلیونه اسناده ارزول شوي دي.

له افغانستان نه د وتلو د څېړنې پلاوي مشر شان پارنیل ویلي، چې دغه ارزونه د ډونالډ ټرمپ په امر پیل شوې او موخه یې د معاصر تاریخ تر ټولو «هراړخیزه پوځي ارزونه» ده. د امریکا د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه بهیر په ترڅ کې له لسګونه لوړپوړو قوماندانانو، د افغانستان د عملیاتو له پخوانیو مسوولینو او امریکایي جنرالانو سره مرکې شوې دي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه پلاوي د وتلو د عملیاتو له مهمو قوماندانانو سره لکه ډیوېډ برګر، کرېستوفر دوناهیو، الکسوس ګرینکوېچ، کیېت مکنزي جونیور، استین مېلر، مارک مېلی، جیمز مېنګوس او یوشمېر نورو لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره مرکې کړې دي.

شان پارنل ټینګار وکړ، چې دغه پلاوي د مرکو ترڅنګ له بېلابېلو ادارو او د امریکا د دفاع وزارت له ارشیفونو څخه تر ۹ مېلیونه ډېر اسناد ارزولي دي. هغه زیاته کړې، پخوانۍ ارزونه چې د پخواني دفاع وزیر لوید استین له‌خوا شوې وه، یوازې شاوخوا ۳زره اسناد په‌کې شامل وو او د لوړ محرميت له امله ډېر مهم معلومات عامو خلکو ته نه‌وو رسېدلي.

د پنتاګون د بیان له مخې؛ د یادې څېړنې موخه دا ده، چې د ۲۰۲۱کال د اګست پېښو او د افغانستان د پخواني حکومت د چټک سقوط لاملونه په «روښانه او بربنډه ډول» وړاندې کړي.

دغه پلاوی هڅه کوي، چې د پرېکړو په بهیر کې شته نیمګړتیاوې په ګوته کړي؛ څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي. د یاد پلاوي مشر دارنګه ویلي، چې د یادې ادارې کار لاهم روان دی او اوس‌مهال راټول شوي اسناد له پخوانیو ارزونو سره پرتله کېږي.

ټاکل شوې، چې وروستی راپور به په راتلونکو میاشتو کې خپور شي. له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو ارزونه د دغه عملیاتو د څرنګوالي او د پخواني حکومت د سقوط او د طالبانو د واکمنېدو له امله پراخې نیوکې راپارولې دي.

یاد ځانګړي پلاوي ژمنه کړې، چې خپلې موندنې او سپارښتنې به په شفاف ډول خپرې کړي. ډونالډ ټرمپ د امریکا پر مخکېنۍ ادارې چې مشري یې جو بایډن کوله؛ له افغانستان نه د «شرموونکې وتنې» له امله سختې نیوکې کوي.

ټرمپ په دې باور دی، چې امریکا باید په افغانستان کې د «بګرام هوايي اډه» ساتلې وه.