د افغانستان په سویل کې پروت روزګان ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري، د خاص روزګان، چنارتو، ګېزاب او چوره ولسوالۍ یې له مرکز ترینکوټ څخه څه باندې سل کیلومتره لرې دي. د دغه ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې لاهم مخابراتي شبکې نهدي فعالې شوې.
د چورې او چنارتو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د مخابراتي خدمتونو کمښت د دوی ورځني ژوند ته جدي ستونزې جوړې کړې دي. د دوی په وینا، د دغه خدمتونو نشتوالي نه یوازې شخصي اړیکې اغېزمنې کړې؛ بلکې اقتصادي او ټولنیزې چارې یې هم له خنډ سره مخ کړې دي.
د چنارتو ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید احمد د مخابراتي شبکو د کمزورتیا په اړه وایي: «د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي انتنونه ډېر کمزوري دي، په نږدې سیمو کې هم اړیکه په اسانۍ نه ټینګېږي، یوازې یوه خصوصي شبکه فعاله ده نورې هېڅ شبکې نهشته».
ورته مهال د خاص روزګان ولسوالۍ د سیرو سیمې اوسېدونکي هم د محدود پوښښ له امله شکایت کوي. د یادې سیمې یو اوسېدونکی محمدانور وایي: «موږ د خپلو بامونو پر سر د کوچنیو انتنونو په نوم وسایل لګولي دي، چې د ولسوالۍ له انتنونو سېګنال راکش کړي؛ خو هغه هم سم کار نهکوي او له جدي ستونزو سره مخ یو. دغه ستونزه له ډېره وخته ده او غږ مو څوک نهاوري».
د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته ستونزې یادوي او وایي، چې په ډېرو سیمو کې هېڅ مخابراتي شبکه کار نهکوي. د یادې ولسوالۍ د درې سیمې یو اوسېدونکی انعامالله وایي، په سیمه کې یې هیڅ شبکه کار نهکوي او دې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «کله چې غواړو چاته زنګ ووهو؛ نو د ولسوالۍ مرکز نېکاباد ته ځو یا هم یوه لوړ غره ته خېژو، چې شاوخوا یو ساعت مزل ورته کوو». د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې د مخابراتي شبکو نشتوالی د بېړنیو حالاتو پرمهال د خلکو لپاره لویه ستونزه جوړوي او دوی نهشي کولای پر وخت له روغتیايي او نورو خدمتونو ګټه واخلي.
د روزګان خلک د طالبانو له حکومت او مخابراتي شرکتونو غواړي، چې په ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې د شبکو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي؛ څو خلک له بنسټیزو مخابراتي اسانتیاوو برخمن شي.
په روزګان کې د طالبانو د مخابراتو ادارې په دې اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره له خبرو کولو ډډه کړې؛ خو د یادي ادارې طالب مسوولینو سیمهییزو خبریالانو ته ویلي، چې د مخابراتي شرکتونو سره په همغږۍ په لرو پرتو سیمو کې د یادې ستونزې پر حل کار کوي.