همدارنګه ۳۴مه ماده مېړه ته اجازه ورکوي، که مېرمن یې د هغه له اجازې پرته یا له هغه څه پرته چې په متن کې «شرعي توجیه» بلل شوې، د خپل پلار یا خپلوانو کور ته لاړه شي، نو هغې ته سزا ورکړي. په دې ماده کې دا هم راغلي، چې که د ښځې خپلوان هغه د محکمې له حکم وروسته بېرته مېړه ته ونهسپاري، تر درې میاشتو پورې بندي کېدای شي.
د دې فرمان پر وړاندې غبرګونونه له لومړیو اوونیو راهیسې پراخ وو.
د بشري حقونو بنسټونه باور لري، چې دا فرمان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکوي او د طالبانو پر مشرتابه او تګلارو نیوکه کول جرم ګرځوي.
د دغو نیوکو په ځواب کې، د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دوی له قوانینو سره مخالفت د شریعت مخالفت دی او جرم ګڼل کېږي.
همداراز، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ویاند قېصر اپرېدي ویلي، چې د پاکستان د حکومت له اعلان وروسته تر اوسه شاوخوا ۲،۱ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې نیول شوي او په زوره اېستل شوي دي. د هغه په خبره، په دې کسانو کې د بېلابېلو اسنادو لرونکي او بېاسناده کډوال شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه او دا لړۍ لا هم روانه ده، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له بندېدو او په ځانګړې توګه د سوداګریزو چارو له پرې کېدو وروسته افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی او طالبان هڅې کوي، چې د افغانستان د اړتیا وړ درمل له ایران او منځنۍ اسیا وارد کړي.