• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا په مرمر کان کې بند پاتې کارګر له ۱۷ ورځو وروسته ژوندی را وېستل شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا مردان ولسوالۍ په رستم سیمه کې د مرمر په نړېدلي کان کې بند پاتې یو کارګر، له ۱۷ ورځو وروسته ژوندی ژغورل شوی.نوموړي ویلي، د باراني اوبو په څښلو ژوندی پاتې شوی، په داسې حال کې چې د پېښې پر مهال اته نور کارګر مړه شوي وو.

د مردان د رستم په پلو ډېرۍ سیمه کې د مارچ په ۳۱مه د مرمرو په یوه کان کې د غره د نړېدو له امله تر ډبرو لاندې بند پاتې کارګر، له ۱۷ ورځو وروسته د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې ژوندی را اېستل شوی دی.

ځايي خلکو او د ژغورنې چارواکو ویلي، چې د درنې مشینرۍ په وسیله ډبرې لرې کړل شوې او تر هغو لاندې ایسار کارګر راوېستل شو. د پېښې پر مهال اته کارګر مړه شوي، درې نور ټپیان ژغورل شوي وو او یو کارګر تر ډبرو لاندې پاتې وو.

ژغورل شوی کارګر عبدالوهاب، چې د مومندو د پنډیالې سیمې اوسېدونکی دی، تر رااېستلو وروسته روغتون ته ولېږدول شو او وروسته بیا خپل کور ته ستون شوی دی.

عبدالوهاب د خپلو ۱۷ ورځو د تجربې په اړه ویلي: «چې بند پاتې شوم، پوه شوم چې مړ به شم، خو مازغه او زړه مې په ځای و. په تنګ ځای کې ایسار وم، مخې ته مې لویه ډبره بنده شوې وه.»

هغه زیاته کړې: «د باران اوبه به مې څښلې او په هغې ژوندی پاتې شوم، ځای تنګ و، په ناسته به مې عبادت کاوه، خدای مې یاداوه، خو وږی کېدم.»

د پېښې له رامنځته کېدو سمدستي وروسته د ژغورنې عملیات پیل شوي وو او د اتو کارګرو مړي له ډبرو رااېستل شوي وو، چې د ځینو د مخونو پېژندنه هم ستونزمنه وه. د راپورونو له‌مخې، د عبدالوهاب یو خپلوان هغه د مړي په توګه پېژندلی وو او حتی جنازه یې خاورو ته سپارل شوې وه، خو وروسته هغه ژوندی وموندل شو.

د ژغورنې عملیات
100%
د ژغورنې عملیات

د مردان چارواکو ویلي، چې اوس به د ښخ کړل شوي جسد د پېژندنې لپاره د ډي‌اېن‌اې ازموینه ترسره کړي، څو د مړي اصلي هویت روښانه شي.

بل لور ته، ډاکټر امیر تاج خان د دې پېښې په اړه ویلي: «کله چې د انسان بدن ته اوبه رسېږي، نو په بدن کې موجود وازګه او پروټین کولی شي انسان ژوندی وساتي.»

هغه زیاته کړې، چې د خوراک د نشتوالي له امله د وخت په تېرېدو د انسان معافیت کمزوری کېږي، خو د ساینس له‌مخې یو انسان د اوبو په څښلو سره کولی شي له ۲۱ تر ۴۰ ورځو پورې ژوندی پاتې شي.

د ژغورنې ادارې د مردان ویاند یاسر خان ویلي، چې دوی د پېښې له لومړۍ ورځې راهیسې عملیات پیل کړي وو او د وروستي کارګر تر موندنې یې دوام درلود. هغه زیاته کړې: «یوازې هغه وخت مو دمه کړې چې سخت باران وو، نور عملیات مو پرله‌پسې روان ساتلي وو.»

ځايي خلک وايي، چې د ډبرو لرې کولو لپاره درنه مشینري د کان د مالکانو وه او خلکو هم په عملیاتو کې فعاله ونډه اخیستې ده.

دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې وه، چې کارګر د کوچني اختر له رخصتیو وروسته بېرته کار ته ورګرځېدلي وو او د کان د صفایۍ پر مهال پرې غر رانړېدلی وو.

د یادونې وړ ده، چې د خېبرپښتونخوا په مردان، بونېر، مومندو او شاوخوا سیمو کې د مرمرو ګڼ کانونه شته، چې وخت ناوخت په‌کې د غره د نړېدو ورته پېښې رامنځته کېږي. د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا حکومت د دې پېښې له زیانمنو سره د مالي مرستو اعلان هم کړی دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د پېښور عالي محکمې له پاکستان نه د یوې افغانې مېرمنې د اخراج مخنیوی کړی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی
د پېښور عالي محکمې له پاکستان نه د یوې افغانې مېرمنې د اخراج مخنیوی کړی
100%

د پېښور عالي محکمې د یوې افغانې مېرمنې، چې څو کاله وړاندې یې له یوه پاکستاني وګړي عبدالعزیز سره واده کړی و، د اخراج مخنیوی کړی دی. محکمې حکم کړی چې د پاکستان د تابعیت ملي اداره (نادرا) باید په دریو میاشتو کې د نوموړې د پاکستاني تابعیت ټولې چارې بشپړې کړي.

دغې افغانې مېرمنې، چې نوم یې زر ګل یاد شوی، د خپل وکیل له لارې محکمې ته ویلي چې د پاکستان د تابعیت قانون له مخې، له پاکستانی وګړي سره د واده له امله باید دې او د دې ماشومانو ته د پاکستان تابعیت ورکړل شي.

د نوموړې د وکیلې ثناء ګلزار په وینا، د تابعیت غوښتنه یې له قانوني حقونو څخه ده.

محکمې د غوښتنلیک له اورېدو وروسته حکم کړی چې د پاکستان د تابعیت ملي اداره (نادرا) باید په شپږ میاشتو کې د نوموړې د تابعیت ټولې چارې بشپړې کړي او تر هغه وخته پورې به نه اخراجېږي او نه به یې ماشومان له پاکستان څخه ایستل کېږي.

ثناء ګلزار افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دا مهال د پاکستان په محکمو کې زرګونه افغان کډوال د پاکستاني تابعیت او پاتې کېدو لپاره حقوقي مبارزه کوي.

د هغې په وینا، ډېری دا کسان هغه افغانان دي چې له پاکستاني ښځو سره یا له پاکستاني نارینه‌وو سره یې ودونه کړي دي.

هغې دا هم روښانه کړه چې په پېښور عالي محکمه کې سلګونه داسې دوسیې روانې دي چې اصلاً پاکستانیان دي، خو په۱۹۸۰یمو کلونو کې یې د افغان مهاجرینو د مرستو ترلاسه کولو لپاره جعلي افغان راشن کارتونه اخیستي وو.

د پېښور یو بل وکیل نعمان محب الله کاکاخیل ویلي چې یوازې په تېرو دریو کلونو کې ده او د ده ټیم د پاکستان محکمو ته له ۲۵ زره د ډېرو افغان کډوالو د تابعیت قضیې وړاندې کړې دي.

په ورته وخت کې په پېښور کې د افغان کډوالو استازو ادعا کړې چې د هغوی د څېړنو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ زره افغان او پاکستاني وګړي د کورنۍ اړیکو له امله سره تړلي دي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

د خیبر پښتونخوا د تیرا بې ځایه شوي لا هم خپلو سیمو ته د ستنېدو په تمه دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۰ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی
 د خیبر پښتونخوا د تیرا بې ځایه شوي لا هم خپلو سیمو ته د ستنېدو په تمه دي
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیرا بې ځایه شوې کورنۍ وایي، حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د اپریل له پنځلسمې نېټې به خپلو مېنو ته د ټولو بې ځایه شویو ستنېدنه پیل شي، خو د هغوی په وینا، تر اوسه د ستنېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.

د خیبر پښتونخوا د خیبر د تیرا درې زرګونه خلک چې شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې له خپلو کورونو بې ځایه شوي وو، تر اوسه خپلو سیمو ته نه‌دي ستانه شوي. بیځایه شوي د حکومتي ژمنو باوجود لا هم د ستنېدو په تمه دي او سیمه ییزې ادارې تر دې دمه د هغوی د ستنېدو لپاره کوم رسمي اعلان نه دی کړی.

د دغو بې ځایه شویو خلکو استازو د «تحریک متاثرین تیراه» په نوم یو سازمان جوړ کړی، چې مشران یې له اویا ورځو راهیسې د باړې پریس کلب مخې ته احتجاج کوي.

د تحریک ویاند صحبت خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د سیمه ییزې ادارې له اعلان سره سم د جنوري له پنځمې د تیرا خلکو کډې پیل کړې وې او ژمنه شوې وه چې تر اپریل پنځلسمې به هغوی بېرته ستانه شي.

نوموړي زیاته کړه، «به ظاهر داسې ښکاري چې ښایي راتلونکی میاشت هم خپلو سیمو ته ستانه نه شي».

صحبت خان وویل، چې د کډوالۍ پر مهال له قبایلي مشرانو سره ۲۴ کسیز کمیټه جوړه شوې وه او حکومت ژمنه کړې وه چې هرې کورنۍ ته به میاشتنۍ معاوضه او د کور کرایه ورکول کېږي، خو لا هم ګڼو کورنیو دغه پیسې نه دي ترلاسه کړې.

هغه تور ولګاوه چې په تیرا کې د دوی مېوه لرونکې ونې پرې شوې او ځینې ځمکې په غیرقانوني ډول نیول شوې دي. ده زیاته کړه، « متاثره کورنۍ اوس هم د باړې او پېښور په کرایي کورونو کې ژوند کوي او د حکومت عملي اقدام ته انتظار باسي».

د خیبر سیمه ییزې ادارې ویلي، چې د تیراه میدان سیمه کې لومړی ځل بشپړ حکومتي واک ټینګ شوی او د بیا رغونې چارې او پرمختیایي کارونه چټک روان دي.

د خیبر مرستیال کمیشنر بلال شاهِد راو ویلي، «یوه لویه پروژه پای ته نژدې شوې او ۱۹ حکومتي ادارې هلته فعالې شوې دي».

د نوموړي په وینا، د ټولو ادارو لپاره به کارکوونکي ګومارل کېږي او سیمه ییزو خلکو ته به ترجیح ورکول کېږي، چې دا زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابروي. همداراز ده ویلي، د امنیت لپاره به دوه زره پولیس هلته وګومارل شي.

چارواکي زیاتوي چې په میدان سیمه کې لومړی ځل سړکونه جوړ شوي چې نه یوازې تګ راتګ اسانه کوي بلکې اقتصادي او ټولنیز حالت ته وده ورکوي.

د تیرا سیمه کې د وسله‌والو ډلو د شتون پر مهال عملیات اعلان شوي وو، چې له امله یې خلک په سخت ژمي کې بې ځایه شول، خو د عملیاتو هغسې څرک ونه لګېد.

د تیرا دره شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږده قبایلي سیمه ده، چې ډېری د خیبر ولسوالۍ برخه ده، په داسې حال کې چې ځینې برخې یې په اورکزۍ او کورمې ولسوالیو کې هم شاملې دي.

د ځایي مشرانو په وینا، دا یوه ستراتیژیکه مهمه سیمه ده ځکه کرښې یې له افغانستان سره لګیږي.

پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱
پاکستاني رسنۍ: د افغانستان له خاورې د هاوان په برید کې دوه ماشومان او یوه ښځه وژل شوې
100%

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ افغان طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د پاکستان خاورې ته توغولې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د «جیو نیوز» په راپور کې راغلي، چې دغه د هاوان مرمۍ د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ «کټ ‌کوټ» سیمې په ملک شاهین کلي په یوه کور لګېدلې، چې د وژل شویو په منځ کې دوه ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

سرچینې زیاتوي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ د دې پېښې په غبرګون کې د افغانستان خاورې ته تلافیي برید کړی او د هاوان د توغولو ځای یې له منځه وړی دی.

یادو سرچینو همدارنګه ویلي چې په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) اړوند کسانو هڅه کړې چې پاکستان ته ننوځي، خو د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي، خو طالبانو بیا په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دوي به هیچاته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد فعالیت وکړي.

پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
پښتونخوا کې نوی قانون؛ دولتي کارکوونکي به له بهرنیو سره د واده لپاره له حکومته اجازه اخلي
100%

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د واده لپاره نوي مقررات ټاکلي دي، چې له مخې به یې دولتي کارکوونکي له دې وروسته له بهرنیو وګړو سره د واده کولو لپاره له حکومت څخه رسمي اجازه ترلاسه کوي.

د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» د راپور له مخې، که کوم دولتي کارکوونکی له اجازې پرته له بهرني وګړي سره واده وکړي، دا به د «ناسم چلند» په توګه وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي.

د خیبر پښتونخوا د بشري سرچینو د مدیریت څانګې د ۲۰۲۶کال د نویو مقرراتو له مخې، کارکوونکي مکلف دي چې د واده لپاره غوښتنلیک، اړین اسناد، د کرکټر تصدیق او سوګند‌نامه وړاندې کړي. په دې سوګند‌نامه کې باید روښانه شي چې بهرنی وګړی په کوم غیرقانوني فعالیت یا د ریاست ضد چارو کې ښکېل نه دی.

په نویو مقرراتو کې ویل شوي چې د حکومت له خوا به د پرېکړې پر مهال د بهرني وګړي تابعیت، د هغه هېواد له پاکستان سره اړیکې او امنیتي ارزونې په پام کې نیول کېږي.

همدارنګه په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه دولتي کارکوونکي چې مخکې یې له اجازې پرته له بهرنیو وګړو سره ودونه کړی، د هغوی قضیې به هم بیا ځلې وڅېړل شي.

مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
مولانا فضل الرحمن: جعلي حکومت د «جعلي نوټونو» په څېر نه شي چلېدای
100%

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن وايي چې په پاکستان کې امنيتي وضعيت خراب شوی او حکومت د خلکو د امن او هوساینې په تامين کې پاتې راغلی دی. هغه ویلي: «لکه څنګه چې جعلي بانک نوټونه نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

نوموړي د يکشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا په مردان کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل: «نن زما په خاوره کې وينه توېږي، امن له منځه تللی، حکومتي نظام ګډوډ دی او ادارې بې‌وسه شوې دي.»

هغه زياته کړه، وسله‌والې ډلې په ازاد ډول ګرځي، لارې، کلي او سيمې يې تر خپل نفوذ لاندې راوستي دي.

فضل الرحمن په غير مستقيم ډول د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل: «ته ماته امن او روزګار نه شې راکولی، او د دروغو او د غلا د رایوحکومت رامنځته شوی دی.» هغه ټينګار وکړ چې دا ډول حکومت نه مني او زياته يې کړه: «د جعلي رایو حکومت نه منم، هر څه چې کول غواړې، وکړه.»

نوموړي وويل، نه په هېواد او نه هم په ایالت کې د فساد مخه نيول شوې، نه امن تأمين شوی او نه هم خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د هغه په وينا، د خلکو د رایې او ازادۍ لپاره به خپله مبارزه جاري ساتي او «لکه څنګه چې جعلي اسعار نه چلېږي، همداسې جعلي حکومت هم نه شي چلېدای.»

د جمعيت علما اسلام مشر همدارنګه وويل، چې اوس د پاکستان په خاوره نړيوال ځواکونه راټولېږي او اسلامي هېوادونه د امن لپاره هڅې کوي، چې دا د هېواد لپاره يو «اعزاز» بولي.

د اسلام‌اباد په کوربتوب د امريکا او ايران ترمنځ د ترسره شوو خبرو په اړه فضل الرحمن وويل، دا خبرې ناکامې نه دي او يوازې يې لومړی پړاو بشپړ شوی دی، چې راتلونکو پړاوونو ته به انتظار کېږي.

هغه يو ځل بيا خپل سياسي دريځ تکرار کړ او ويې ويل، چې اسراییل د عربو پر خاوره يو «ناجايزه او ترهګر» هېواد دی.