• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لپاره د برېتانیا استازي د طالبانو د مشر د ۱۲م فرمان د لغوه کېدو غوښتنه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي وايي، چې د طالبانو ۱۲م فرمان باید لغوه شي. هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دریځ بیا خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونه باید مراعات شي.

لینډسي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اندېښنې د دې فرمان په اړه جدي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، چې د طالبانو د مشر ۱۲م فرمان د بشري حقونو، د قضا د خپلواکۍ او عادلانه محاکمې په برخو کې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۱۲م فرمان چې د «محاکمو د جزايي اصولو» تر سرلیک لاندې خپور شوی، د غبرګولي میاشتې په پیل کې لاسلیک او څو ورځې وروسته نافذ شو.

ریچارډ بنېټ مخکې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو، چې دا فرمان کولی شي په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې وضعیت د لا نور کمزوري کېدو لامل شي، نو ځکه باید بېرته واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان زیاتوي، چې دا متن د روښانه قانون جوړونې له بهیر او د افغانستان اساسي قانون ته له اشارې پرته او همداراز د تصویب د څرنګوالي په اړه په ابهام کې صادر شوی دی. د اندېښنو لویه برخه د طالبانو د جزايي اصولنامې له هغو مادو سره تړاو لري چې د ښځو په اړه دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د دې فرمان ۳۲مه ماده یوازې هغه مهال د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی د سزا وړ ګڼي، چې وهل ټکول د هډوکو ماتېدو، ژور ټپ یا ښکاره شینوالي لامل شي. په هماغه حالت کې هم ښځه اړ ده، چې خپله دعوه په محکمه کې ثابته کړي او د مېړه سزا تر ۱۵ ورځو بند پورې محدوده شوې ده.

همدارنګه ۳۴مه ماده مېړه ته اجازه ورکوي، که مېرمن یې د هغه له اجازې پرته یا له هغه څه پرته چې په متن کې «شرعي توجیه» بلل شوې، د خپل پلار یا خپلوانو کور ته لاړه شي، نو هغې ته سزا ورکړي. په دې ماده کې دا هم راغلي، چې که د ښځې خپلوان هغه د محکمې له حکم وروسته بېرته مېړه ته ونه‌سپاري، تر درې میاشتو پورې بندي کېدای شي.

د دې فرمان پر وړاندې غبرګونونه له لومړیو اوونیو راهیسې پراخ وو.

د بشري حقونو بنسټونه باور لري، چې دا فرمان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکوي او د طالبانو پر مشرتابه او تګلارو نیوکه کول جرم ګرځوي.

د دغو نیوکو په ځواب کې، د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دوی له قوانینو سره مخالفت د شریعت مخالفت دی او جرم ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د هلمند په بهرامچه کې د مسو تر ۴زرو ډېرې قاچاق کېدونکې خښتې نیولې دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۱
طالبانو د هلمند په بهرامچه کې د مسو تر ۴زرو ډېرې قاچاق کېدونکې خښتې نیولې دي
100%

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند کې د دوی ۲۱۵ عزم قول اردو د مسو د قاچاق مخه نیولې ده. خبرپاڼه کې راغلي، د مسو ۴۳۸۲ خښتې چې بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه قاچاق کېدلې د دوی ځواکونو نیولې دي.

د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ماښام (د وري ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مس د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د دوی لاس ته ورغلي‌ دي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هېڅوک په ناقانونه توګه د مسو صادرات او واردات نه‌شي کولای. طالبانو دا نه دي ویلي‌، چې دغه مس کوم هېواد ته لېږدول کېدل او په دې اړه یې هم وضاحت نه‌دی ورکړی، چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که څنګه.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند بهرامچه د ډیورند په کرښه پرته ولسوالۍ ده او پاکستان ته پرې د تګ راتګ لاره شته، خو دغه لاره له څو میاشتو راهیسې بنده ده.

افغانستان ته جبري ستانه شوي کډوال: په خېمو کې ژوند کوو او له لوږې سره مخ یو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۱
•
فضل عزیز
افغانستان ته جبري ستانه شوي کډوال: په خېمو کې ژوند کوو او له لوږې سره مخ یو
100%

له پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستانه شوي یو شمېر کډوال شکایت کوي، چې له څو میاشتو راهیسې په خېمو کې ژوند کوي او له سختو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ دي، خو د دوی په خبره، تر اوسه ورته کافي مرستې نه‌دي رسېدلي.

د پاکستان له کراچۍ ښار څخه کندهار ته ستون شوی کډوال، سیف‌الدین اڅکزی وايي، چې له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په خېمو کې ژوند کوي او تر اوسه ورسره د پام وړ مرستې نه‌دي شوي.

هغه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «یوازې یو ځل لس زره روپۍ مرسته راسره شوې، له هغې وروسته هېچا پوښتنه نه‌ده کړې.»

د نوموړي په وینا، دوی په کراچۍ کې له شاوخوا شلو تر پنځه ویشتو کلونو پورې مزدوري کړې وه او خپل کورونه یې جوړ کړي وو، خو کله چې د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه، «موږ یې په زوره له کمپونو واېستلو او کورونه یې راونړول.»

اڅکزی ادعا کوي، چې د کندهار د عینو مېنې په سیمه کې زرګونه ستنې شوې کورنۍ اوس هم په خېمو کې ژوند کوي. د هغه په وینا: «تر څلورو زرو پورې کورنۍ بېرته راغلي او ټول په خېمو کې پراته دي، نه د سرپناه وس لري او نه د ځمکې.»

هغه د خپلې کورنۍ د اوسنیو شرایطو په اړه وايي: «په پاکستان کې راسره ظلم شوی، خو دلته چې راغلي یو، له لوږې سره مخ یو. هیڅ څوک مو غږ نه‌اوري، یو الله مو غږ اوري، بل هېچا راسره مرسته نه‌ده کړې.»

نوموړي زیاته کړه، چې څو ځله یې له ځايي چارواکو سره هم خپلې ستونزې شریکې کړي، خو په خبره یې، ورته یوازې د «صبر» سپارښتنه شوې ده.

په کندهار کې د ستنو شویو کډوالو سرپناه
100%
په کندهار کې د ستنو شویو کډوالو سرپناه

اڅکزی وايي، چې تېر ژمی یې هم په خېمو کې تېر کړی او اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی او همداراز زیاتوي: «په کراچۍ کې به مې اولادونو هره ورځ پنځه یا شپږ سوه روپۍ ګټلې، دلته هېڅ نه‌شته. حکومت یو مناسب کمپ هم نه‌دی جوړ کړی، یوازې خبرې کېږي.»

هغه څرګنده کړه، چې اوس یې دوه زامن بېرته کراچۍ ته تللي او هلته میاشتنی عاید کور ته ورلېږي او زیاتوي: «هغوی لس، پنځلس زره روپۍ ګټي، هماغه رالېږي او زموږ ګوزاره پرې روانه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان څخه ستانه شوي کډوال وخت په وخت د خپلو ستونزو یادونه کوي او د مرستو غوښتنه کوي.

بل لور ته، د طالبانو چارواکي وايي، چې بېرته ستنېدونکو کډوالو ته د اوسېدو لپاره د ځمکو د وېش او اسانتیاوو برابرولو هڅې روانې دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ۲۰۲۶ کال د پیل پر مهال ویلي وو، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کډوالو لپاره ۱۲۴ زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به دا لړۍ دوام ومومي.

د هغه په وینا، په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې زرګونو کورنیو ته د اوسېدو نمرې وېشل شوې دي.

همداراز، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ویاند قېصر اپرېدي ویلي، چې د پاکستان د حکومت له اعلان وروسته تر اوسه شاوخوا ۲،۱ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې نیول شوي او په زوره اېستل شوي دي. د هغه په خبره، په دې کسانو کې د بېلابېلو اسنادو لرونکي او بې‌اسناده کډوال شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه او دا لړۍ لا هم روانه ده، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

په فرانسه کې یو افغان پر وزو او پسونو د جنسي تېري په تور نیول شوی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
په فرانسه کې یو افغان پر وزو او پسونو د جنسي تېري په تور نیول شوی
100%

یو ۱۹ کلن افغان ځوان د فرانسې د مارسی ښار ته نږدې د لپن میرابو په سیمه کې پر وزو او پسونو د جنسي تېري په تور نیول شوی او محکمې ته معرفي شوی دی. د راپورونو له‌مخې، که پرې جرم ثابت شي، نو له درې کلونو بند او ۴۵ زره یورو جریمې سره به مخ شي.

دغه افغان ځوان له دوو میاشتو څارنې وروسته، د فارم د مالک له‌خوا د څار کمرو په لګولو سره، د فرانسې د پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د وزو په اخور کې د جرم په ترسره کولو بوخت وو.

د فرانسوي رسنیو د راپور له‌مخې، تورن کس هغه مهال ونیول شو، چې له یوې وزې سره یې جنسي عمل ترسره کاوه. څېړنې ښيي، چې دا جنسي ځورونه تر دوو میاشتو ډېره موده روانه وه او شپږ وزې او څو پسونه یې د ځورونې هدف ګرځېدلي وو.

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې، په دې سیمه کې د وزو او پسونو څو مالکانو پام کړی وو، چې د دوی حیوانات د وینو لړلي تناسلي غړي لري یا یې پښې تړل شوې وي او له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

پولیسو د انځوریزو شواهدو له ثبتولو او د جنیټیکي بېلګو له راټولولو وروسته وتوانېدل، چې تورن وپېژني او جرم یې ثابت کړي. د فارم مالک ځايي رسنیو ته ویلي، چې هغه د اندېښنې او وېرې له امله اونۍ اونۍ شپې د خپلو حیواناتو تر څنګ ویښ پاتې شوی او له سخت رواني فشار سره مخ وو. هغه ټینګار کړی، چې حیواناتو او خپله ده ته رسېدلی رواني زیان نه جبرانېدونکی دی.

د قوي انځوریزو او جنیټیکي شواهدو له‌مخې، د فرانسې څارنوالۍ د درې کلونو اعظمي بند او ۴۵ زره یورو جریمې غوښتنه کړې ده. خو محکمې اعلان کړی، چې وروستۍ پرېکړه به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۲مې پورې وځنډول شي، څو د کارپوهانو له‌خوا د تورن بشپړه رواني ارزونه ترسره شي.

دغه افغان ځوان د پلټنو پر مهال ویلي دي: «زه نه وم، زه لېونی یم».

دا قضیه د څارویو د ملاتړ ټولنو او د سیمې د خلکو پام ځان ته اړولی او څو بنسټونه د شکایت کوونکو په توګه په قضیه کې شامل شوي دي.

طالبانو له ترکیې وغوښتل چې په افغانستان کې د درملو د تولید پر سکټور پانګونې وکړي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۱
طالبانو له ترکیې وغوښتل چې په افغانستان کې د درملو د تولید پر سکټور پانګونې وکړي
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په ترکیې کې د انتالیا ډيپلوماسۍ فورم په څنډه کې له خپل ترکي سیال سره په کتنه کې له ترکیې وغوښتل، چې په افغانستان کې د درملو پر سکټور پانګونې وکړي. د افغانستان او پاکستان د لارو او سوداګرۍ له بندېدو وروسته افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین عزیزي په ترکیې کې د انتالیا ډيپلوماسۍ د پنځم فورم په څنډه کې له خپل ترکي سیال عمر بولات سره په کتنه کې ترکیې ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې د درملو پر سکټور او په ځانګړې توګه پر تولید یې پانګونې وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، نورالدین عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې د تاریخي اړیکو پر دوام له ټينګار سربېره افغانستان ته د ترکش‌اېرلاین هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیل له امله مننه وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو چارو پر پراختیا او د صنعت، کانونو او کرنې په ګډون په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونو د جلب په تړاو هم خبر کړې دي.

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر وویل، تر دې وروسته په ترکیې کې په ټولو نندارتونونو کې افغانستان ګډون کولی شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له بندېدو او په ځانګړې توګه د سوداګریزو چارو له پرې کېدو وروسته افغانستان د درملو له کمښت سره مخ شوی او طالبان هڅې کوي، چې د افغانستان د اړتیا وړ درمل له ایران او منځنۍ اسیا وارد کړي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د روان سیاسي بن‌‌بست د حل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱
د جمهوري غوښتونکو خوځښت د روان سیاسي بن‌‌بست د حل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه
100%

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغانستان د روان سیاسي بن‌‌بست د حل لپاره د یوې پراخې ملي اجماع پر بنسټ د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د دوی په باور، دا جرګه کولای شي په افغانستان کې د یوه مشروع، حساب‌ورکوونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حاکمیت رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، افغانستان تر هغو نشي کولای له روانې نړیوالې انزوا څخه ووځي، چې د هېواد حاکمیت د یوه راڼه، شفاف او ملي میکانیزم پر بنسټ په کور دننه د خلکو له‌خوا مشروعیت ترلاسه نه‌کړي.

دغه خوځښت د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو ټینګار کړی، چې نړیوال تعامل، سیاسي اعتبار او اقتصادي ثبات د ولس له ارادې پرته ناشونی دی.

د خوځښت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان له نږدې پنځو کلونو راهیسې داسې یوې نړیوالې انزوا ته ټېل وهل شوی، چې پایلې یې له اقتصادي سقوط او پراخې بې‌وزلۍ نیولې تر امنیتي کمزورتیا، د ملي بنسټونو فلج کېدو او د نړیوال حیثیت له لاسه تللو پورې رسېږي.

جمهوري غوښتونکي پر دې باور دي، چې نړیواله ټولنه نه د زور له لارې رامنځته شوی حاکمیت په رسمیت پېژني او نه هم له داسې جوړښت سره اوږدمهاله تعامل ته لېوالتیا لري، چې د خلکو له ارادې بې‌برخې وي. د خوځښت په وینا، هغه نظامونه چې د ولس ملاتړ او قانوني بنسټ ونه‌لري، تل د بهرني فشار، انزوا او داخلي بحران ښکار وي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د مشروعیت بنسټ یوازې شعار یا ادعا نه‌ده، بلکې یو عملي، روښانه او منل شوی سیاسي میکانیزم غواړي؛ داسې میکانیزم چې خلک په‌کې د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو حق ولري او واک د ولس له رضایت څخه سرچینه واخلي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت ټینګار کړی، چې د اسلام د سپېڅلي دین، افغاني کلتور او معاصرو بشري ارزښتونو په رڼا کې یو جمهوري نظام کولای شي دا مشروعیت تامین کړي. د خوځښت په باور، اساسي قانون، د خلکو له لوري انتخاب شوی حکومت، د بیان ازادي، د ښځو او نارینه‌وو د کار او تعلیم حقونه او د دولت حساب ورکوونه هغه بنسټونه دي، چې له هغو پرته نه ملي مشروعیت رامنځته کېږي او نه هم نړیوال باور.

د خوځښت په وینا، د اساسي قانون نشتوالی، د منتخب بنسټونو له منځه تګ او د مدني حقونو محدودېدل افغانستان داسې حالت ته رسولی، چې نه یوازې له نړیوالې ټولنې منزوي شوی، بلکې د خپلو ملي ګټو د دفاع توان یې هم له لاسه ورکړی دی.

جمهوري غوښتونکي وایي، نړیواله انزوا یوازې یو سیاسي مفهوم نه‌دی، بلکې عملي او دردونکې پایلې لري. د دغه خوځښت په وینا، د نړیوال تعامل نشتوالی افغانستان له اقتصادي فرصتونو بې‌برخې کړی، بشري مرستې یې له سیاسي قیدونو سره مخ کړي، دفاعي ظرفیتونه یې کمزوري کړي او هېواد یې د بهرنیو تیریو پر وړاندې زیان‌منونکی ګرځولی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې په همدې انزوا کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان تکراري بمبارۍ، د نړیوال غبرګون نشتوالی او د افغان ولس غږ ته بې‌پامي، ښکاره ثبوت دی چې بې‌مشروعیته حاکمیت نه‌شي کولای د هېواد له جغرافیې، خلکو او ملي ګټو دفاع وکړي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د روان سیاسي بن‌‌بست د ماتولو لپاره د یوې پراخې ملي اجماع پر بنسټ د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د خوځښت په باور، دا جرګه کولای شي د هېواد لپاره د یوه مشروع، حساب‌ورکوونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حاکمیت رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.

په دې جرګه کې، د خوځښت په وینا، باید واکمن طالبان، سیاسي جریانونه، مدني ټولنه، خپلواک شخصیتونه، د ښځو استازې او د ټولنې نور قشرونه ګډون ولري، څو د افغانستان د راتلونکي نظام پر چوکاټ ملي پرېکړه وشي.

جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه افغانستان ته نه د احساساتو، نه د فشارونو او نه هم د تبلیغاتو پر بنسټ، بلکې د مشروعیت، قانونمندۍ او د خلکو د رضایت پر اساس ګوري. د خوځښت په وینا، تر هغو چې دا بنسټونه رامنځته نه‌شي، افغانستان به همدا ډول منزوي، زیان‌پذیر او د کړکېچونو ښکار پاتې وي.

خوځښت په پای کې ویلي، چې د دوی موخه نه واک دی او نه امتیاز، بلکې د داسې نظام رامنځته کېدل دي چې افغانستان بېرته له نړۍ سره ونښلوي، د خلکو کرامت خوندي کړي او هېواد د دوامدار ثبات پر لور رهنمایي کړي.