د سویس «بلونیوز» رسنۍ راپور ورکړی چې د مهمو هوايي لارو د تړل کېدو له امله، هوايي شرکتونه اوس په ډېره کچه د افغانستان له فضا څخه استفاده کوي. خو په افغانستان کې د الوتنو د کنټرول د سیسټم نشتوالی د دغو الوتنو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، دا مهال هره اوونۍ نږدې دوه زره الوتکې د افغانستان له هوايي حریم څخه تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره زیاتوالی ښيي.
د طالبانو اداره د هرې الوتنې بدل کې ۷۰۰ ډالر اخلي، چې په ټولیز ډول هره اوونۍ شاوخوا ۱.۴ میلیونه ډالر او په کال کې له ۷۲ میلیونه ډالرو زیات عاید ترې ترلاسه کېږي.
له یوې خوا د اروپا او اسیا ترمنځ هوايي لارې محدودې شوې دي، او له بلې خوا د اوکراین جګړې په شمال او د منځني ختیځ نښتو په جنوب کې دې ته لاره هواره کړې چې ډېری هوايي شرکتونه خپل مسیرونه بدل کړي او زیاتره د افغانستان یا د سعودي عربستان له فضا څخه تېر شي.
بلو نیوز لیکي چې په اروپا کې هوايي شرکتونه د لارې او ښکته کېدو لګښتونه د واټن او د الوتکې د وزن پر بنسټ ورکوي، خو په افغانستان کې وضعیت بل ډول دی. د دې رسنۍ په وینا، طالبان د هرې الوتکې لپاره یو ثابت فیس اخلي او د الوتکې وزن یا د لارې اوږدوالی په کې هېڅ اغېز نه لري.
سعودي عربستان هم د الوتنو له زیاتوالي ګټه اخلي، خو لګښتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ ټاکي او په منځنۍ توګه د هرې الوتنې لپاره شاوخوا ۸۰۰ ډالر اخلي.
راپور زیاتوي چې د افغانستان وضعیت له بنسټیز اړخه د اندېښنې وړ دی. دا هېواد د الوتنو د کنټرول فعال سیسټم نه لري، او پېلوټان اړ دي چې پخپله د افغانستان په هوايي حریم کې له یو بل سره همغږي وکړي او خپل موقعیت او سرعت یو بل ته خبر ورکړي.
د الوتنو معلومات د برېښنالیک له لارې د طالبانو چارواکو ته لېږل کېږي، او هغوی هم د همدې لارې لګښتونه ترلاسه کوي.