• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو په لنډي کوتل پنډغالي کې ۲ کسان له افغان کډوالو د بډې اخیستنې په تور نیولي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۶ GMT+۱

د افغان کډوالو له پراخو شکایتونو وروسته نن یو وار بیا د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې پولیسو د افغان کډوالو لپاره د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې ستنېدونکو کډوالو ته د نوبت «ټوکن» ورکولو په بدل کې د بډې اخیستنې په تور دوه کسان نیولي دي.

تېره ورځ هم ځایي پولیسو په دغه پنډغالي کې ستنېدونکو کډوالو ته د نوبت «ټوکن» ورکولو په بدل کې د بډې اخیستنې په تور درې کسان نیولي وو. پولسیو ویلي و، چې په دغه پنډغالي کې د نیول شویو کسانو له‌خوا افغان کډوالو ته د پیسو په بدل کې جعلي د بېرته ستنېدو ټوکونونه ورکول کېدل.
پوليسو له افغان کډوالو هم غوښتي، چې د بېرته ستنېدو پرمهال باید داسې کسانو ته د نوبت د ورکړې په بدل کې پیسې ورنه‌کړي او که څوک د پیسو غوښتنه ترې کوي؛ نو دوی دې له نږدې پولیسو حوزې سره دغه موضوع شریکه کړي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په لنډي کوتل کې داسې کسان نیول شوي وو چې له افغان کډوالو یې په ناقانونه توګه پیسې اخیستې. یوشمېر افغان کډوالو تر دې وړاندې نیوکه کړې وه، چې د بېرته ستنېدو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د یادو کډوالو په خبره؛ د دوی د ثبت لړۍ ټکنۍ ده او په دې برخه کې ګومارل شوي پاکستاني کارکوونکي په بېلابېلو پلمو ترې پیسې شکوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت کارکوونکو د «کب میاشتې تنخوا» لا نه‌ده ترلاسه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱
د طالبانو د ترانسپورټ وزارت کارکوونکو د «کب میاشتې تنخوا» لا نه‌ده ترلاسه کړې
100%

د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت یوشمېر کارکوونکي وايي، چې تراوسه یې د کب میاشتې تنخوا نه‌ده ترلاسه کړې. دوی ټینګار کوي، چې د نورو وزارتونو کارکوونکو خپلې د کب میاشتې تنخواوې ترلاسه کړې دي.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو د نوي وزیر په توګه د محمدفاضل مظلوم له ټاکل کېدو او د ځینو نویو کسانو له ګومارنې وروسته د دغه وزارت د کارکوونکو د تنخوا بهیر له ستونزو سره مخ شوی.

د طالبانو مشر د ۱۴۰۴کال د سلواغې په میاشت کې محمدفاضل مظلوم د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند د نوي وزیر په توګه وټاکه. افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ لږترلږه لسو کارکوونکو د خپلو تنخواوو د نه ورکړې په اړه شکایت کړی دی.

دغه کارکوونکي وايي، چې ټول د یوې ځانګړې ډلې پورې تړلي نه‌دي او ډېری یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځینې یې په کرایي کورونو کې ژوند کوي او د تنخوا ځنډ د دوی لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

تر دې وړاندې هم د دولتي ادارو یوشمېر کارکوونکو د خپلو تنخواوو د ځنډ په اړه شکایتونه کړي وو.

د پېښور محکمې یو د «اې‌سي‌سي» کارت لرونکی پاکستانی او دوه نور افغانان په ضمانت خوشې کړي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱
د پېښور محکمې یو د «اې‌سي‌سي» کارت لرونکی پاکستانی او دوه نور افغانان په ضمانت خوشې کړي
100%

د پېښور عالي محکمې د دوو افغانانو په ګډون هغه درې کسه په ضمانت خوشې کړي، چې د پولیسو له‌خوا د مېشتېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله نیول شوي وو. په دغه کسانو کې یو هغه پاکستانی وګړی هم شامل دی، چې پخوا یې د دندې لپاره د افغان تابعیت کارت (ACC) او د ثبت ثبوت کارت (PoR) اخیستي وو.

نوموړي ویلي، چې دغه اسناد یې د کار موندنې لپاره اخیستي وو. دویم کس بیا یو افغان دی، چې د خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو یوازینی سرپرست دی. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ محکمې هغه د «انساني ملاحظاتو» له امله په ضمانت خوشې کړی دی.

درېیم کس یو ۱۶ کلن افغان کډوال دی، چې د استوګنې د اسنادو نه‌لرلو په تور نیول شوی و. محکمې د هغه عمر ته په کتو ویلي، چې د قانون له مخې ماشومان د ضمانت حق لري؛ ځکه د هغه خوشې کېدل د عدالت پر وړاندې جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

محکمې له اړوندو ادارو هم غوښتي، چې افغانستان ته د دغه دوو افغان وګړو د بېرته ستنولو چارې په قانوني ډول بشپړې کړي. تر دې وړاندې د سې‌شنبې په ورځ په پېښور محکمه کې مدافع وکیلې ثنا ګلزار د هغو پاکستاني وګړو لپاره قضیه ثبت کړه، چې د افغان کډوالو له مرستو برخمنېدو لپاره یې د «پي او ار» او «اې‌سي‌سي» کارتونه جوړ کړي وو او اوس له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه ځایي خلک چې د پاکستان کاغذي پېژندپاڼې لري، دغه هېواد ته د افغان کډوالو له راتګ سره سم د کډوالو مرستو ترلاسه کولو لپاره یې د «پي او ار» او «اې‌سي‌سي» کارتونه جوړ کړي وو.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر «د پراخو ملي ګټو» لپاره د عمران‌خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا سر وزیر «د پراخو ملي ګټو» لپاره د عمران‌خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې
100%

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران‌خان خوشې کول «د هېواد د پراخو ملي‌ګټو لپاره» مهمه اړتیا ده. نوموړي‌ زیاته کړې، چې د عمران‌خان د خوشې کولو لپاره به ټول ممکنه اساسي‌ او ولسي هڅې ترسره شي.

اپرېدي د پېښور، ملاکنډ، کوهاټ، شمالي پنجاب، خېبر قبایلي ولسوالیو د استازو او د تحریک انصاف ګونډ د پارلماني غړو په یوه غونډه کې وویل، چې د عمران‌خان خراب روغتیايي‌ وضعیت یوازې سیاسي‌ موضوع نه؛ بلکې د هغه د ژوند او روغتیا اړوند جدې مسله ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوموړي د رسنیز دفتر په حواله ویلي، چې دوی له عمران‌خان سره د هغه د کورنۍ او شخصي‌ ډاکټر د نه اجازې په اړه اندېښمن دي. راپور زیاتوی، چې د عمران خان کورنۍ او شخصي ډاکټر له هغه سره د لیدو د نه اجازې اړوند شکایتونه هم کړي دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، یوشمېر کړیو د ورته غونډو د جوړېدو لپاره منفي تبلیغات کړي او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به د ورته مشورتي جرګو له لارې یوه ګډه تګلاره هم جوړه شي.

عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې له بېلابېلو قضیو سره مخ او په زندان کې دی. د حکومت مخالف ګوندونه وایي، چې پر عمران‌خان لګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا ټینګار کوي، چې ټولې قضیې د قانون له مخې پر مخ وړل کېږي.

طالبانو له نړۍوالو بنسټونو سره د طبیعي پېښو او روغتیایي خدمتونو په اړه انلاین غونډه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱
طالبانو له نړۍوالو بنسټونو سره د طبیعي پېښو او روغتیایي خدمتونو په اړه انلاین غونډه کړې
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له یوشمېر نړۍوالو تمویل کوونکو بنسټونو سره د طبیعي پېښو لوجستیکي ستونزو او نورو روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه انلاین غونډه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، نړۍوال بانک، ګلوبل فنډ، ګویي واکسین ټلواله، اسیا پراختیایي بانک او د اروپایي ټولنې استازو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې پرمهال د ملي روغتیايي پالیسۍ د اغېزمن تطبیق، د راتلونکي لپاره د ستراتېژیکو لارو ټاکل، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، له ۲۰۲۶کال وروسته د تمویل د کمېدو احتمال، د مالي مسوولیتونو د تدریجي لېږد او د طبیعي پېښو او لوجستیکي ستونزو په اړه هم بحث شوی.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، نور جلال جلالي له تمویل کوونکو غوښتي چې د اضافي مالي سرچینو د جلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ روغتیایي کلینيک د پاکستان په وروستیو بریدونو کې سخت زیانمن شوی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ روغتیایي کلینيک د پاکستان په وروستیو بریدونو کې سخت زیانمن شوی
100%

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې یو روغتیایي کلینیک د پاکستان له لوري د وروستیو بریدونو پرمهال سخت زیانمن شوی او طبي تجهیزات یې له‌منځه تللي دی.

د طالبانو اړوندو رسنیو د راپور له مخې؛ د دغه روغتیایي کلینیک پر ودانۍ په یو وخت کې شاوخوا لس هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې د روغتون ډېرې برخې ویجاړې یا له‌منځه تللې دي.

په راپور کې لیدل کېږي، چې د زېږون خونه سخته زیانمنه شوې او د کارولو وړ نه‌ده. همدارنګه د روغتون لابراتوار او نورې برخې هم زیانمنې شوې دي، چې له امله یې کلینیک په بشپړ ډول تړل شوی او د سیمې خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د نړۍوالو قوانینو له مخې؛ په جګړو کې روغتونونه او عامه تاسیسات له برید استثنا دي، خو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال ملکي سیمې او عامه ځایونو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

تر دې وړاندې امید د روږدو د درملنې مرکز د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د پاکستاني جنګي الوتکو له‌خوا تر برید لاندې راغی. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ په دغه پېښه کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي؛ خو نړۍوالو بنسټونو بیا د تلفاتو شمېر تر دې کم ښودلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان منیر په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د «امید» روغتون د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره جوړه شوې وه، له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې پر دغه روغتیايي مرکز شوی برید په روڼ او شفاف ډول وڅېړي.