پاکستاني رسنیو د ټيټيپي د یو غړي اعتراف خپور کړی چې په افغانستان کې روزل شوی

د پاکستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ټيټيپي یو نیول شوی غړی امیر سهیل اعتراف کړی، چې په افغانستان کې یې په پوځي مرکزونو روزنه ترلاسه کړې ده. رسنیو د نیول شوي کس له قوله ویلي، چې د ټيټيپي مرکزونه په افغانستان کې دي او د طالبانو او د هند د استخباراتو لهخوا یې ملاتړ کېږي.
