• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د روان سیاسي بن‌‌بست د حل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغانستان د روان سیاسي بن‌‌بست د حل لپاره د یوې پراخې ملي اجماع پر بنسټ د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د دوی په باور، دا جرګه کولای شي په افغانستان کې د یوه مشروع، حساب‌ورکوونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حاکمیت رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت وایي، افغانستان تر هغو نشي کولای له روانې نړیوالې انزوا څخه ووځي، چې د هېواد حاکمیت د یوه راڼه، شفاف او ملي میکانیزم پر بنسټ په کور دننه د خلکو له‌خوا مشروعیت ترلاسه نه‌کړي.

دغه خوځښت د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو ټینګار کړی، چې نړیوال تعامل، سیاسي اعتبار او اقتصادي ثبات د ولس له ارادې پرته ناشونی دی.

د خوځښت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان له نږدې پنځو کلونو راهیسې داسې یوې نړیوالې انزوا ته ټېل وهل شوی، چې پایلې یې له اقتصادي سقوط او پراخې بې‌وزلۍ نیولې تر امنیتي کمزورتیا، د ملي بنسټونو فلج کېدو او د نړیوال حیثیت له لاسه تللو پورې رسېږي.

جمهوري غوښتونکي پر دې باور دي، چې نړیواله ټولنه نه د زور له لارې رامنځته شوی حاکمیت په رسمیت پېژني او نه هم له داسې جوړښت سره اوږدمهاله تعامل ته لېوالتیا لري، چې د خلکو له ارادې بې‌برخې وي. د خوځښت په وینا، هغه نظامونه چې د ولس ملاتړ او قانوني بنسټ ونه‌لري، تل د بهرني فشار، انزوا او داخلي بحران ښکار وي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د مشروعیت بنسټ یوازې شعار یا ادعا نه‌ده، بلکې یو عملي، روښانه او منل شوی سیاسي میکانیزم غواړي؛ داسې میکانیزم چې خلک په‌کې د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو حق ولري او واک د ولس له رضایت څخه سرچینه واخلي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت ټینګار کړی، چې د اسلام د سپېڅلي دین، افغاني کلتور او معاصرو بشري ارزښتونو په رڼا کې یو جمهوري نظام کولای شي دا مشروعیت تامین کړي. د خوځښت په باور، اساسي قانون، د خلکو له لوري انتخاب شوی حکومت، د بیان ازادي، د ښځو او نارینه‌وو د کار او تعلیم حقونه او د دولت حساب ورکوونه هغه بنسټونه دي، چې له هغو پرته نه ملي مشروعیت رامنځته کېږي او نه هم نړیوال باور.

د خوځښت په وینا، د اساسي قانون نشتوالی، د منتخب بنسټونو له منځه تګ او د مدني حقونو محدودېدل افغانستان داسې حالت ته رسولی، چې نه یوازې له نړیوالې ټولنې منزوي شوی، بلکې د خپلو ملي ګټو د دفاع توان یې هم له لاسه ورکړی دی.

جمهوري غوښتونکي وایي، نړیواله انزوا یوازې یو سیاسي مفهوم نه‌دی، بلکې عملي او دردونکې پایلې لري. د دغه خوځښت په وینا، د نړیوال تعامل نشتوالی افغانستان له اقتصادي فرصتونو بې‌برخې کړی، بشري مرستې یې له سیاسي قیدونو سره مخ کړي، دفاعي ظرفیتونه یې کمزوري کړي او هېواد یې د بهرنیو تیریو پر وړاندې زیان‌منونکی ګرځولی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې په همدې انزوا کې د افغانستان پر خاوره د پاکستان تکراري بمبارۍ، د نړیوال غبرګون نشتوالی او د افغان ولس غږ ته بې‌پامي، ښکاره ثبوت دی چې بې‌مشروعیته حاکمیت نه‌شي کولای د هېواد له جغرافیې، خلکو او ملي ګټو دفاع وکړي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د روان سیاسي بن‌‌بست د ماتولو لپاره د یوې پراخې ملي اجماع پر بنسټ د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د خوځښت په باور، دا جرګه کولای شي د هېواد لپاره د یوه مشروع، حساب‌ورکوونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حاکمیت رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي.

په دې جرګه کې، د خوځښت په وینا، باید واکمن طالبان، سیاسي جریانونه، مدني ټولنه، خپلواک شخصیتونه، د ښځو استازې او د ټولنې نور قشرونه ګډون ولري، څو د افغانستان د راتلونکي نظام پر چوکاټ ملي پرېکړه وشي.

جمهوري غوښتونکي ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه افغانستان ته نه د احساساتو، نه د فشارونو او نه هم د تبلیغاتو پر بنسټ، بلکې د مشروعیت، قانونمندۍ او د خلکو د رضایت پر اساس ګوري. د خوځښت په وینا، تر هغو چې دا بنسټونه رامنځته نه‌شي، افغانستان به همدا ډول منزوي، زیان‌پذیر او د کړکېچونو ښکار پاتې وي.

خوځښت په پای کې ویلي، چې د دوی موخه نه واک دی او نه امتیاز، بلکې د داسې نظام رامنځته کېدل دي چې افغانستان بېرته له نړۍ سره ونښلوي، د خلکو کرامت خوندي کړي او هېواد د دوامدار ثبات پر لور رهنمایي کړي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

۳۶۰ رسنیزو فعالانو د افغان بندي خبریالانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۶ GMT+۱
۳۶۰ رسنیزو فعالانو د افغان بندي خبریالانو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه
100%

په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي، ځکه ۳۶۰خبریالانو، د رسنیو کارکوونکو او د بشري حقونو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې د طالبانو له لوري د بندي خبریالانو د سملاسي او پرته له شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د یاد لیک لیکوالان وایي، هغه خبریالان چې دا مهال په بند کې دي، یوازې د خپلې مسلکي دندې، خبر رسونې او د عامه پوهاوي د هڅو له امله نیول شوي دي. د دوی په وینا، د خبریالانو بندي کول پر بیان ازادۍ ښکاره ګوزار دی او له نړیوالو منل شویو اصولو، بشري حقونو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

په دغه لیک کې، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپايي ټولنې او د رسنیو ملاتړو نړیوالو بنسټونو ته استول شوی، د شکېب احمد نظري، بشیر هاتف او حمید فرهادي نومونه هم په څرګند ډول یاد شوي دي.

لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی، چې د یو شمېر بندي خبریالانو روغتیايي او رواني وضعیت د اندېښنې وړ دی او په ځانګړي ډول یې د بشیر هاتف او شکېب احمد نظري د خراب حالت یادونه کړې ده.

دوی ټینګار کوي، چې د دغو خبریالانو د روغتیا او خوندیتوب مسوولیت د طالبانو پر ادارې دی او د هغوی د برخلیک په اړه چوپتیا او بې‌پامي یو نه‌بښونکی عمل بلل کېږي.

د لیک په پای کې له ملګرو ملتونو، د خبریالانو د ساتنې کمېټې، د بې‌پولې خبریالانو سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي، چې د افغان خبریالانو د ساتنې او خوشې کېدو لپاره خپل ډېپلوماټیک فشارونه او عملي اقدامات زیات کړي.

همداراز، له کورنیو او نړیوالو رسنیو غوښتنه شوې، چې دې غوښتنې ته پراخ پوښښ ورکړي او د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره فعاله ونډه واخلي.

په پروان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې یو کس مړ او ۵ نور ټپیان دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
په پروان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې یو کس مړ او ۵ نور ټپیان دي
100%

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز اړوند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښه له امله یو کس مړ او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه نن مازدیګر (جمعه د وري ۲۸مه) د چاریکار ښار په ده مسکن سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې پېښه کې د یوې کرولا موټر چلوونکی مړ شوی او د دواړو موټرو ۵ سورلۍ ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، ټپيان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي او پیښه د ټرافیکو مدیریت له لوري تر څیړنو لاندې ده.

د روسیې مرکزي بانک د طالبانو د بانکي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۰۸ GMT+۱
د روسیې مرکزي بانک د طالبانو د بانکي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ
100%

د روسیې د مرکزي بانک لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین په مسکو کې د طالبانو له سفیر ګل حسن حسن سره په کتنه کې د افغانستان د بانکي سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. په دې کتنه کې د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د جمعې په ماښام (د وري ۲۸مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ګل حسن حسن د روسیې د مرکزي بانک له لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره په کتنه کې د بانکي سکټور د پرمختگ، تخنیکي همکاریو او مسلکي روزنې د پياوړتيا هيله څرگنده کړه او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد بهیر پر اسانتیا او چټکتيا او همداراز سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: «روسي لوري د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوند اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ».

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې روسیه یوازنی هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي او تل یې له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د ۲۰۲۶ کال د انتالیا نړۍوال کنفرانس د نړۍ د مشرانو په شتون ترسره شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
د ۲۰۲۶ کال د انتالیا نړۍوال کنفرانس د نړۍ د مشرانو په شتون ترسره شو
100%

د ترکیې په انتالیا ښار کې د ۲۰۲۶ کال د ډیپلوماسۍ نړۍوال کنفرانس د نړۍ د لسګونو هېوادونو د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په پراخ ګډون سره ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر هم ګډون کړی.

په دغه لویه ډیپلوماتیکه ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سوریې ولسمشر احمد الشرحه، د اذربایجان ولسمشر الهام علییف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود، په ګډون د پاکستان، قطر، مصر، جاپان، برېتانیا، جرمني، سربیا، ازبکستان د نړۍ د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو برخه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي همکاریو سازمان او د عربي هېوادونو د لیګ لوړپوړو چارواکو هم په دې غونډه کې حضور درلود. د افغانستان له لوري په دغه کنفرانس کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت او د دغه وزارت بل چارواکی ذاکر جلالي ګډون کړی دی.

د انتالیا په سږنۍ غونډه کې اصلي تمرکز د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا، د روانو کړکېچونو په اړه خبرې اترې، امنیت، اقتصادي همکارۍ او د تلپاتې سولې د تامینولو لارو چارو باندې ورټول و.

د غونډې په جریان کې د هیوادونو استازو د سیمه ییزو او نړیوالو کړکېچونو د ګډو حل لارو په اړه بحث وکړ او د فعالې ډیپلوماسۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

دا کنفرانس په داسې وخت کې ترسره شو چې نړۍ د جګړو، کډوالۍ بحرانونو، د اقلیم بدلون او اقتصادي ناامنۍ په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ ده.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او پېرلو توان کم شوی دی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۲ GMT+۱
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او پېرلو توان کم شوی دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې سږ کال په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي. د راپور له‌مخې، د وریجو بیه تر ۴۷ سلنې، غنم ۲۰سلنه، غوړي ۱۰ سلنه او بوره ۱۹ سلنه لوړه شوې ده.

یاد دفتر د جمعې په ورځ، د وري ۲۸مه، په خپل اوونیز راپور کې ویلي د سوداګریزو لارو بدلون او پر ایران او منځنۍ اسیا د ترانزیټي تکیې زیاتوالي، د لېږد لګښتونه لوړ کړي او په بازارونو کې یې د اړتیا وړ توکو بیې اغېزمنې کړې دي.

راپور زیاتوي، چې دا مهال د افغانستان شاوخوا ۶۰سلنه واردات د اسلام‌قلعې له لارې ترسره کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د اسلام‌قلعه له لارې د وارداتو زیاتوالی او د نورو لارو محدودېدل، پر مهمو دهلېزونو فشار زیات کړی دی.

په راپور کې د سبزیجاتو په برخه کې هم وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د تېر کال په پرتله د کچالو بیه ۹۷ سلنه او د رومیانو بیه ۶۵ سلنه لوړه شوې ده. ملګري ملتونه د دې لوړوالي اصلي لامل د ایران له لوري د عرضې کمښت او له پاکستان څخه د وارداتو درېدل بولي. سره له دې چې بازارونه لا هم فعال دي، خو د لارو محدودیت د وېش وخت اوږد کړی او بیې یې پورته وړې دي.

د اوچا راپور ښيي چې کاري فرصتونو ته د کارګرانو لاسرسی د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه کم شوی دی. که څه هم د موسمي کارګرانو مزدوري بدله شوې نه ده، خو د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو له امله د عامو خلکو د پېرلو توان په شدت سره محدود شوی، چې دا چاره بشري وضعیت لا پسې کړکېچنولی شي.