• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور محکمې یو د «اې‌سي‌سي» کارت لرونکی پاکستانی او دوه نور افغانان په ضمانت خوشې کړي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۱

د پېښور عالي محکمې د دوو افغانانو په ګډون هغه درې کسه په ضمانت خوشې کړي، چې د پولیسو له‌خوا د مېشتېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله نیول شوي وو. په دغه کسانو کې یو هغه پاکستانی وګړی هم شامل دی، چې پخوا یې د دندې لپاره د افغان تابعیت کارت (ACC) او د ثبت ثبوت کارت (PoR) اخیستي وو.

نوموړي ویلي، چې دغه اسناد یې د کار موندنې لپاره اخیستي وو. دویم کس بیا یو افغان دی، چې د خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو یوازینی سرپرست دی. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ محکمې هغه د «انساني ملاحظاتو» له امله په ضمانت خوشې کړی دی.

درېیم کس یو ۱۶ کلن افغان کډوال دی، چې د استوګنې د اسنادو نه‌لرلو په تور نیول شوی و. محکمې د هغه عمر ته په کتو ویلي، چې د قانون له مخې ماشومان د ضمانت حق لري؛ ځکه د هغه خوشې کېدل د عدالت پر وړاندې جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

محکمې له اړوندو ادارو هم غوښتي، چې افغانستان ته د دغه دوو افغان وګړو د بېرته ستنولو چارې په قانوني ډول بشپړې کړي. تر دې وړاندې د سې‌شنبې په ورځ په پېښور محکمه کې مدافع وکیلې ثنا ګلزار د هغو پاکستاني وګړو لپاره قضیه ثبت کړه، چې د افغان کډوالو له مرستو برخمنېدو لپاره یې د «پي او ار» او «اې‌سي‌سي» کارتونه جوړ کړي وو او اوس له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دغه ځایي خلک چې د پاکستان کاغذي پېژندپاڼې لري، دغه هېواد ته د افغان کډوالو له راتګ سره سم د کډوالو مرستو ترلاسه کولو لپاره یې د «پي او ار» او «اې‌سي‌سي» کارتونه جوړ کړي وو.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا سر وزیر «د پراخو ملي ګټو» لپاره د عمران‌خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا سر وزیر «د پراخو ملي ګټو» لپاره د عمران‌خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې
100%

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران‌خان خوشې کول «د هېواد د پراخو ملي‌ګټو لپاره» مهمه اړتیا ده. نوموړي‌ زیاته کړې، چې د عمران‌خان د خوشې کولو لپاره به ټول ممکنه اساسي‌ او ولسي هڅې ترسره شي.

اپرېدي د پېښور، ملاکنډ، کوهاټ، شمالي پنجاب، خېبر قبایلي ولسوالیو د استازو او د تحریک انصاف ګونډ د پارلماني غړو په یوه غونډه کې وویل، چې د عمران‌خان خراب روغتیايي‌ وضعیت یوازې سیاسي‌ موضوع نه؛ بلکې د هغه د ژوند او روغتیا اړوند جدې مسله ده او باید له پامه ونه غورځول شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوموړي د رسنیز دفتر په حواله ویلي، چې دوی له عمران‌خان سره د هغه د کورنۍ او شخصي‌ ډاکټر د نه اجازې په اړه اندېښمن دي. راپور زیاتوی، چې د عمران خان کورنۍ او شخصي ډاکټر له هغه سره د لیدو د نه اجازې اړوند شکایتونه هم کړي دي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، یوشمېر کړیو د ورته غونډو د جوړېدو لپاره منفي تبلیغات کړي او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به د ورته مشورتي جرګو له لارې یوه ګډه تګلاره هم جوړه شي.

عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې له بېلابېلو قضیو سره مخ او په زندان کې دی. د حکومت مخالف ګوندونه وایي، چې پر عمران‌خان لګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا ټینګار کوي، چې ټولې قضیې د قانون له مخې پر مخ وړل کېږي.

طالبانو له نړۍوالو بنسټونو سره د طبیعي پېښو او روغتیایي خدمتونو په اړه انلاین غونډه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱
طالبانو له نړۍوالو بنسټونو سره د طبیعي پېښو او روغتیایي خدمتونو په اړه انلاین غونډه کړې
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له یوشمېر نړۍوالو تمویل کوونکو بنسټونو سره د طبیعي پېښو لوجستیکي ستونزو او نورو روغتیایي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه انلاین غونډه کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، نړۍوال بانک، ګلوبل فنډ، ګویي واکسین ټلواله، اسیا پراختیایي بانک او د اروپایي ټولنې استازو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې پرمهال د ملي روغتیايي پالیسۍ د اغېزمن تطبیق، د راتلونکي لپاره د ستراتېژیکو لارو ټاکل، د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، له ۲۰۲۶کال وروسته د تمویل د کمېدو احتمال، د مالي مسوولیتونو د تدریجي لېږد او د طبیعي پېښو او لوجستیکي ستونزو په اړه هم بحث شوی.

خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، نور جلال جلالي له تمویل کوونکو غوښتي چې د اضافي مالي سرچینو د جلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ روغتیایي کلینيک د پاکستان په وروستیو بریدونو کې سخت زیانمن شوی

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۱
د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ روغتیایي کلینيک د پاکستان په وروستیو بریدونو کې سخت زیانمن شوی
100%

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې یو روغتیایي کلینیک د پاکستان له لوري د وروستیو بریدونو پرمهال سخت زیانمن شوی او طبي تجهیزات یې له‌منځه تللي دی.

د طالبانو اړوندو رسنیو د راپور له مخې؛ د دغه روغتیایي کلینیک پر ودانۍ په یو وخت کې شاوخوا لس هاوان مرمۍ توغول شوې، چې له امله یې د روغتون ډېرې برخې ویجاړې یا له‌منځه تللې دي.

په راپور کې لیدل کېږي، چې د زېږون خونه سخته زیانمنه شوې او د کارولو وړ نه‌ده. همدارنګه د روغتون لابراتوار او نورې برخې هم زیانمنې شوې دي، چې له امله یې کلینیک په بشپړ ډول تړل شوی او د سیمې خلک له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د نړۍوالو قوانینو له مخې؛ په جګړو کې روغتونونه او عامه تاسیسات له برید استثنا دي، خو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې پرمهال ملکي سیمې او عامه ځایونو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

تر دې وړاندې امید د روږدو د درملنې مرکز د تېر کال د کب میاشتې په ۲۶مه نېټه د پاکستاني جنګي الوتکو له‌خوا تر برید لاندې راغی. د طالبانو د معلوماتو له مخې؛ په دغه پېښه کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي؛ خو نړۍوالو بنسټونو بیا د تلفاتو شمېر تر دې کم ښودلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان منیر په هغه غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د کابل د «امید» روغتون د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره جوړه شوې وه، له نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې پر دغه روغتیايي مرکز شوی برید په روڼ او شفاف ډول وڅېړي.

روزګان کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالی؛ خلک د یوې اړیکې لپاره ساعتونه مزل کوي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۱
روزګان کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالی؛ خلک د یوې اړیکې لپاره ساعتونه مزل کوي
100%

د روزګان ولایت د یوشمېر ولسوالیو او لرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي، چې لاهم په خپلو سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د یوې ټیلیفوني اړیکې لپاره اړ دي اوږد مزل وکړي. د دوی په وینا؛ د اړیکو نشتوالي اقتصادي او ټولنیزې چارې هم له خنډ سره مخ کړې دي.

د افغانستان په سویل کې پروت روزګان ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري، د خاص روزګان، چنارتو، ګېزاب او چوره ولسوالۍ یې له مرکز ترینکوټ څخه څه باندې سل کیلومتره لرې دي. د دغه ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وایي، په سیمو کې یې لاهم مخابراتي شبکې نه‌دي فعالې شوې.

د چورې او چنارتو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د مخابراتي خدمتونو کمښت د دوی ورځني ژوند ته جدي ستونزې جوړې کړې دي. د دوی په وینا، د دغه خدمتونو نشتوالي نه یوازې شخصي اړیکې اغېزمنې کړې؛ بلکې اقتصادي او ټولنیزې چارې یې هم له خنډ سره مخ کړې دي.

د چنارتو ولسوالۍ یو اوسېدونکی سید احمد د مخابراتي شبکو د کمزورتیا په اړه وایي: «د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلي انتنونه ډېر کمزوري دي، په نږدې سیمو کې هم اړیکه په اسانۍ نه ټینګېږي، یوازې یوه خصوصي شبکه فعاله ده نورې هېڅ شبکې نه‌شته».

ورته مهال د خاص روزګان ولسوالۍ د سیرو سیمې اوسېدونکي هم د محدود پوښښ له امله شکایت کوي. د یادې سیمې یو اوسېدونکی محمدانور وایي: «موږ د خپلو بامونو پر سر د کوچنیو انتنونو په نوم وسایل لګولي دي، چې د ولسوالۍ له انتنونو سېګنال راکش کړي؛ خو هغه هم سم کار نه‌کوي او له جدي ستونزو سره مخ یو. دغه ستونزه له ډېره وخته ده او غږ مو څوک نه‌اوري».

د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته ستونزې یادوي او وایي، چې په ډېرو سیمو کې هېڅ مخابراتي شبکه کار نه‌کوي. د یادې ولسوالۍ د درې سیمې یو اوسېدونکی انعام‌الله وایي، په سیمه کې یې هیڅ شبکه کار نه‌کوي او دې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «کله چې غواړو چاته زنګ ووهو؛ نو د ولسوالۍ مرکز نېک‌اباد ته ځو یا هم یوه لوړ غره ته خېژو، چې شاوخوا یو ساعت مزل ورته کوو». د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې د مخابراتي شبکو نشتوالی د بېړنیو حالاتو پرمهال د خلکو لپاره لویه ستونزه جوړوي او دوی نه‌شي کولای پر وخت له روغتیايي او نورو خدمتونو ګټه واخلي.

د روزګان خلک د طالبانو له حکومت او مخابراتي شرکتونو غواړي، چې په ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې د شبکو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي؛ څو خلک له بنسټیزو مخابراتي اسانتیاوو برخمن شي.

په روزګان کې د طالبانو د مخابراتو ادارې په دې اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره له خبرو کولو ډډه کړې؛ خو د یادي ادارې طالب مسوولینو سیمه‌ییزو خبریالانو ته ویلي، چې د مخابراتي شرکتونو سره په همغږۍ په لرو پرتو سیمو کې د یادې ستونزې پر حل کار کوي.

په ننګرهار کې ۱۰ کلنه نجلۍ په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۶ GMT+۱
په ننګرهار کې ۱۰ کلنه نجلۍ په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې
100%

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، چې یوه ۱۰کلنه نجلۍ د دې ولایت په نازیان ولسوالۍ کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوې ده.

د یادې طالب قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې دا پېښه پرون د نازیان ولسوالۍ اړوند د «بری لنډۍ» په کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دې نجلۍ جسد شاوخوا نیم ساعت وروسته له اوبو څخه د ځایي اوسېدونکو په مرسته راویستل شوی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د اوبو له امله د خلکو د ډوبېدو او مړینې څو پېښې راپور شوې دي، چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

تر دې مخکې هم څو ورځې وړاندې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې یو ماشوم په اوبو کې ډوب شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.