د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د ګازو نل لیکې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي مړه شوي

د خیبر پښتونخوا د هري پور په حطار صنعتي سیمه کې د ګازو د نل لیکې تر چاودنې وروسته اورلګېدنې د یوې کورنۍ اته غړي مړه کړي. ځایي چارواکي وایي، په یاده پېښه کې ۸ کسان ټپيان شوي هم دي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
چارواکي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
