• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار حسین: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مخالفتونه باید د خبرو له لارې حل شي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۰ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله جګړه هېڅ ستونزه نه شي حل کولی. نوموړي پر دواړو لوریو غږ کړی، چې د یو بل په کورنیو چارو کې له مداخلې ډډه وکړي او د خبرو اترو له لارې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي.

د عوامي نشنل ګوند د خیبرپښتونخوا یالتي مشر میا افتخار حسین ویلي، سره له دې چې د دوحې هوکړې له مخې افغانستان طالبانو ته وسپارل شو، خو له هغه وروسته د اسلام‌اباد او کابل اړیکې د پخوا په پرتله نورې هم ترینګلې شوې دي. نوموړی ټینګار کوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ جګړه د ستونزو حل نه ده.
میا افتخار حسین د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ویلي، چې باید له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لپاره یو روښانه، اسانه او انساني میکانیزم جوړ شي، ترڅو د دواړو لورو اندېښنې حل او بشري حقونه خوندي پاتې شي.

دغه پښتون سیاستوال په دې باور دی چې د نړۍ په کچه د سولې د هڅو، لکه د هند او پاکستان یا امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو هرکلی باید وشي. د هغه په وینا، هر هغه ګام چې د ثبات لوري ته پورته کېږي، د سیمې په ګټه دی.
دا څرګندونې په حال کې کېږي، چې د طالبانو د بیا واکنېدو سره د دې ډلې او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي دي او اقتصادي اړیکې په ټپه ولاړې دي.
پاکستان ادعا کوي، چې ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره د دوی پرضد کاروي، خو طالبانو دا تورونه تل ردوي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۵

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په راتلونکو ۸ کلونو کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنوي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۱
طالبان وايي په راتلونکو ۸ کلونو کې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنوي
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال ویلي، پلان لري چې په راتلونکو ۸ کلونو کې په ټول افغانستان کې له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر نیالګي کېنوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین‌العابدین عابد په بامیان کې کې د نیالګیو کېنولو د یوه کمپاین پرمهال ویلي، چې یاده ډله پلان لري په راتلونکو ۸ کلونو کې ‍په ټولو ولایتونو کې ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر نیالګي کېنوي.

نوموړي دغه ګام د هېواد د زرغونتیا او اقلیمي بدلونونو د منفي اغېزو د کمولو لپاره حیاتي بللی دی.

یاد طالب چارواکي د نیاګیو په کېنولو او ساتنه کې د خلکو مسولیت او ونډه اړینه بللې ده.

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې هر کال د پسرلي په موسم کې سلګونه زره نیالګي کېنول کېږي، خو د مسولینو او عامو خلکو نه د پاملرنې له امله ډېر کم نیالګي پاتې کېږي او ډېره برخه یې بېرته له منځه ځي.

له اوربند وروسته لبنانیان خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱
له اوربند وروسته لبنانیان خپلو ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي
100%

په لبنان کې د لس ورځني اوربند له پیل سره سم، زرګونه بې‌ځایه شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي. که څه هم تر اوسه له اوربند څخه سرغړونه نه ده شوې، خو لا هم د خلکو ترمنځ د اوربند ماتېدو وېره شته.

د بېروت په سویلي سیمو کې چې د حزب الله تر ولکې لاندې دي، د ټولې استوګنیزې ودانۍ ویجاړي شوي دي. دا سیمې په تېرو شپږو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په پایله کې د اسراییل له خوا سختې بمبار شوې.

د اسراییل د بریدونو په پایله کې په سویلي لبنان کې د لیطاني سیند ټول پلونه ویجاړ شوي او اوس خلکو خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره موقتي لارې جوړې کړي.

ستانه شوي خلک وايي، ودانۍ ټولي ویجاړې دي او ژوند پکې ستونزمن دی، خو دوی غواړي دا ځل دې اوربند تلپاتې وي.

د لبنان چارواکو ویلي، چې د تېرو شپږو اوونیو جګړې په پایله کې تر ۲۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱،۲ میلیونه کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شي دي.

په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن د اسټرالیا پخوانی سرتېری په ضمانت خوشې شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن د اسټرالیا پخوانی سرتېری په ضمانت خوشې شو
100%

د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری بین رابرټس سمېټ چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی و، د جمعې په ورځ په ضمانت خوشې شو. هغه له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کلونو پورې د پنځو افغان ملکي‌ وګړو په وژنه تورن دی.

د اسټرالیا فدرالي پولیس وايي، یاد قربانیان د وژل کېدو پرمهال په جګړه کې ښکېل نه‌وو. یاد سرتېری له تېرو لسو ورځو راهیسې په بند کې و او اوس د سېډني محکمې د پرېکړې له مخې به د محاکمې تر پیله ازاد وي. قاضي ویلي، چې ښایي دغه قضیه د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي او په دې موده کې په بند کې د تورن کس ساتل د منلو نه‌ده.

خو څارنوالۍ د تورونو د دروندوالي له امله غوښتنه کړې، چې د هغه پر ازادۍ باید سخت شرایط ولګول شي. ۴۷ کلن بین رابرټس سمېټ تېره اونۍ په سېډني کې ونیول شو او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د پنځو کسانو د وژنې په تور تورن شو.
د اسټرالیا فدرالي پولیسو وویل، چې قربانیان د وژنو پرمهال په جګړه کې ښکېل نه‌وو او ځینې شواهد ښیي، چې دغه وژنې د تورن له‌خوا په خپله یا د هغه په ​​مستقیم امر ترسره شوي دي.

دغه پخوانی سرتېری مخکې د جګړې د اتل او ان په اسټرالیا کې د «کال غوره پلار» په توګه پېژندل کېده؛ خو له ۲۰۱۸کال راهیسې کله چې د افغان ملکي وګړو د وژنې په اړه راپورونه خپاره شول د هغه شهرت تر پوښتنې لاندې راغی.

د راپورونو له مخې؛ پر هغه تور دی چې یو افغان ملکي وګړی یې له یوې غونډۍ ګوزار کړی او بیا یې د هغه د وژلو امر کړی. ویل کېږي، نوموړي د هغه کس په وژلو کې هم لاس لاره چې مصنوعي پښه یې لرله او وروسته یې د هماغې مصنوعي پښې څخه د پیالې په توګه کار اخیستی.

رابرټس سمېټ دغه ټول تورونه رد کړي او مخکې یې پر رسنیو دعوه هم کړې وه؛ خو په ۲۰۲۳کال کې یوې محکمې په اسټرالیا کې د خبریالانو ډېری ادعاوې «تر ډېره حده سمې» وبللې. اوس هغه په جزایي محکمه کې له عمري بند سره مخ دی.

اسټرالیا د شاوخوا شلو کلونو په موده کې په افغانستان کې پوځي حضور لاره او شاوخوا ۳۹زره سرتېري یې دغه هېواد ته لېږلي وو. په دغه موده کې د طالبانو او نورو ډلو پرضد د عملیاتو پرمهال د اسټرالیایي ځواکونو د چلند په اړه ګڼې قضیې او نیوکې راپورته شوې دي.

د ټرمپ ځانګړی پلاوی: له افغانستان نه د ځواکونو د وتلو په اړه ۹مېلیونه اسناد ارزول شوي دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۷ GMT+۱
د ټرمپ ځانګړی پلاوی: له افغانستان نه د ځواکونو د وتلو په اړه ۹مېلیونه اسناد ارزول شوي دي
100%

پنټاګون اعلان کړی، هغه ځانګړی پلاوی چې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر بیاکتنه کوي، له لوړپوړو امریکایي پوځي او ملکي چارواکو سره یې د خپلو مرکو اصلي پړاو بشپړ کړی دی. په دغه پړاو کې د افغانستان د جګړې اړوند ۹مېلیونه اسناده ارزول شوي دي.

له افغانستان نه د وتلو د څېړنې پلاوي مشر شان پارنیل ویلي، چې دغه ارزونه د ډونالډ ټرمپ په امر پیل شوې او موخه یې د معاصر تاریخ تر ټولو «هراړخیزه پوځي ارزونه» ده. د امریکا د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه بهیر په ترڅ کې له لسګونه لوړپوړو قوماندانانو، د افغانستان د عملیاتو له پخوانیو مسوولینو او امریکایي جنرالانو سره مرکې شوې دي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه پلاوي د وتلو د عملیاتو له مهمو قوماندانانو سره لکه ډیوېډ برګر، کرېستوفر دوناهیو، الکسوس ګرینکوېچ، کیېت مکنزي جونیور، استین مېلر، مارک مېلی، جیمز مېنګوس او یوشمېر نورو لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره مرکې کړې دي.

شان پارنل ټینګار وکړ، چې دغه پلاوي د مرکو ترڅنګ له بېلابېلو ادارو او د امریکا د دفاع وزارت له ارشیفونو څخه تر ۹ مېلیونه ډېر اسناد ارزولي دي. هغه زیاته کړې، پخوانۍ ارزونه چې د پخواني دفاع وزیر لوید استین له‌خوا شوې وه، یوازې شاوخوا ۳زره اسناد په‌کې شامل وو او د لوړ محرميت له امله ډېر مهم معلومات عامو خلکو ته نه‌وو رسېدلي.

د پنتاګون د بیان له مخې؛ د یادې څېړنې موخه دا ده، چې د ۲۰۲۱کال د اګست پېښو او د افغانستان د پخواني حکومت د چټک سقوط لاملونه په «روښانه او بربنډه ډول» وړاندې کړي.

دغه پلاوی هڅه کوي، چې د پرېکړو په بهیر کې شته نیمګړتیاوې په ګوته کړي؛ څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي. د یاد پلاوي مشر دارنګه ویلي، چې د یادې ادارې کار لاهم روان دی او اوس‌مهال راټول شوي اسناد له پخوانیو ارزونو سره پرتله کېږي.

ټاکل شوې، چې وروستی راپور به په راتلونکو میاشتو کې خپور شي. له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو ارزونه د دغه عملیاتو د څرنګوالي او د پخواني حکومت د سقوط او د طالبانو د واکمنېدو له امله پراخې نیوکې راپارولې دي.

یاد ځانګړي پلاوي ژمنه کړې، چې خپلې موندنې او سپارښتنې به په شفاف ډول خپرې کړي. ډونالډ ټرمپ د امریکا پر مخکېنۍ ادارې چې مشري یې جو بایډن کوله؛ له افغانستان نه د «شرموونکې وتنې» له امله سختې نیوکې کوي.

ټرمپ په دې باور دی، چې امریکا باید په افغانستان کې د «بګرام هوايي اډه» ساتلې وه.

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت کارکوونکو د «کب میاشتې تنخوا» لا نه‌ده ترلاسه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱
د طالبانو د ترانسپورټ وزارت کارکوونکو د «کب میاشتې تنخوا» لا نه‌ده ترلاسه کړې
100%

د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت یوشمېر کارکوونکي وايي، چې تراوسه یې د کب میاشتې تنخوا نه‌ده ترلاسه کړې. دوی ټینګار کوي، چې د نورو وزارتونو کارکوونکو خپلې د کب میاشتې تنخواوې ترلاسه کړې دي.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو د نوي وزیر په توګه د محمدفاضل مظلوم له ټاکل کېدو او د ځینو نویو کسانو له ګومارنې وروسته د دغه وزارت د کارکوونکو د تنخوا بهیر له ستونزو سره مخ شوی.

د طالبانو مشر د ۱۴۰۴کال د سلواغې په میاشت کې محمدفاضل مظلوم د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند د نوي وزیر په توګه وټاکه. افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې؛ لږترلږه لسو کارکوونکو د خپلو تنخواوو د نه ورکړې په اړه شکایت کړی دی.

دغه کارکوونکي وايي، چې ټول د یوې ځانګړې ډلې پورې تړلي نه‌دي او ډېری یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ ځینې یې په کرایي کورونو کې ژوند کوي او د تنخوا ځنډ د دوی لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

تر دې وړاندې هم د دولتي ادارو یوشمېر کارکوونکو د خپلو تنخواوو د ځنډ په اړه شکایتونه کړي وو.