• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ نږدې ۶زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ چې ټول ۵۸۰۲ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۹۰۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۷۳کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۶۰ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، او ۳۵کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیود سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

عمر داودزی: د بهرنۍ لاسوهنې له لارې د افغانستان د نظام بدلول د هېواد په ګټه نه دي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۱
عمر داودزی: د بهرنۍ لاسوهنې له لارې د افغانستان د نظام بدلول د هېواد په ګټه نه دي
100%

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داودزی وايي، د «سیستم بیا بسته بندي» تر نوم لاندې د نظام د بدلون هڅې د افغانستان لپاره ګټورې نه دي او ټینګار کوي چې د بهرني لاسوهنې له لارې سیاسي بدلونونه باید رد شي.

محمد عمر داودزي په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې یو نوې سیاسي اصطلاح “د سیستم بیا بسته بندي” کارول کېږي، چې د ده په وینا هدف یې د موجوده نظام د بڼې بدلول دي.

هغه لیکلي چې د “رژیم بدلون” تجربه بریالۍ نه ده پاتې شوې او اوس ځینې لوري د نظام د “بیا جوړښت” یا له سره بسته بندۍ خبرې کوي، چې د ده په باور باید د وخت له اړتیاوو سره سم وي. داودزی ادعا کړې چې دا ډول بحثونه په ځینو هېوادونو کې لکه وینزویلا کې هم مطرح شوي او په ایران کې هم د پرمختګ ادعاوې پرې کېږي.

نوموړی زیاتوي چې دا اصطلاح د “رژیم بدلون” ځای ناستې شوې ده او ځینې سیاسي څېړونکي یې د پخوانیو طرحو بدله بڼه بولي. هغه وايي چې ځینې اوازې دا هم دي چې دا مفهوم په اسلام‌اباد کې د یوې هوکړې له لارې د نوي سیاسي چوکاټ په توګه مطرح کېږي.

داودزی په خپل پیغام کې دا هم ویلي چې پهپاکستانکې ځینې حلقې له دې اصطلاح څخه په ګټې اخیستنې سره دافغانستانپه اړه هم ورته بحثونه کوي او د موجوده سیاسي نظام د اغېزمنتیا پوښتنې راپورته کوي.

هغه د دې پوښتنې تر څنګ چې “د اغېزمنتیا معیار څه دی؟” زیاته کړې چې که هر ډول بدلون د بهرني لاسوهنې له لارې ترسره شي، نو دا د هېواد په ګټه نه دی.

داودزي په پای کې ټینګار کړی چې د بهرنیو مداخلې له لارې د سیاسي نظامونو بدلول د ده په اند “رد” دي او د سیمې د ثبات لپاره ګټور نه ګڼل کېږي.

وروستیو بدلونونو د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ زیات کړی

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
وروستیو بدلونونو د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ زیات کړی
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي د سیمې له وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو وروسته د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ په څرګند ډول زیات شوی، چې یوازې په تېرو شپږو اوونیو کې زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستانه ایران ته تګ راتګ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ایران پر ضد د وروستیو کړکېچونو او جګړې له امله د سیمې د سرحدي تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، په تېرو شپږو اوونیو کې له ایران څخه تر ۱۳ زرو زیات کسان پاکستان ته داخل شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۲۹۶ کسانو ته رسېږي. دغه کسان تر ډېره د تفتان–میرجاوه او ګبد–ریمدان له سرحدي لارو تېر شوي دي، چې ډېری یې زده‌کوونکي او مسافر بلل شوي چې د نښتو له امله بېرته ستانه شوي دي.

راپور همداراز ښيي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه تر ۷۳ زرو زیات کسان ایران ته تللي دي.

د معلوماتو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، له افغانستانه ایران ته د ایرانیانو تګ راتګ هم زیات شوی دی. یوازې د اپرېل له اوومې تر دیارلسمې نېټې پورې تر ۱۱۰۰ زیات ایراني وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری هغه کسان چې د سرحدونو له لارې تګ راتګ کوي، قانوني اسناد لکه پاسپورټ او ویزې لري او سفرونه یې تر ډېره د ترانزیټ، کورنیو لیدنو او احتیاطي دلایلو لپاره ترسره شوي دي.

خو بل لور ته، له ایران څخه د افغان وګړو ستنېدل تر ډېره د امنیتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او جبري ایستلو له امله ګڼل شوي، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په ایران کې مېشت وو.

اسلام‌اباد: د افغانستان له لوري د احتمالي برید په صورت کې به غبرګون سخت وي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
اسلام‌اباد: د افغانستان له لوري د احتمالي برید په صورت کې به غبرګون سخت وي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین په اورومچي کې د سولې له خبرو وروسته، رسمي اوربند پای ته رسېدلی خو له طالبانو سره نښتې نه دي شوي. اسلام‌اباد ټینګار کړی چې د هر ډول برید په صورت کې به پوځي عملیات له نوي شدت سره بیا پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د سولې لپاره د اړیکو دروازې لا هم خلاصې دي او د اورومچي د خبرو وروسته د تعقیبي اقداماتو بهیر روان دی.

هغه د بهرنیو چارو وزارت په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي: «هو، د اورومچي څو ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلې دي. زموږ پلاوی بېرته راستون شوی او اوس د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه د دغو ناستو د تعقیب پر چارو کار کوي.»

د راپورونو له مخې، د اختر په درشل کې پاکستان، د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، په افغانستان کې د عملیاتو په ترڅ کې لنډمهاله اوربند اعلان کړی و. دغه اوربند د مارچ له ۱۸/۱۹څخه تر ۲۳/۲۴ مارچ پورې نافذ و.

اسلام‌اباد ویلي و چې دا اقدام یې د حسن نیت او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې کړی، خو ټینګار یې کړی و چې که د ډيورنډ هاخوا برید، ډرون حمله یا ترهګریز اقدام وشي، نو پوځي عملیات به سمدستي او په لا قوي ډول بیا پیل شي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې د رمضان په جریان کې د مهمو بریدونو لړۍ ثبت شوې وه، چې په کې د باجوړ په یوه امنیتي پوستې برید هم شامل و، چې ۱۱ سرتېري او یو ماشوم پکې وژل شوي وو.

د چارواکو په وینا، له هغه وروسته داسې کوم لوی برید نه دی ثبت شوی چې د افغان خاورې یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش خراسان (ISKP) سره دې مستقیم تړاو ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان د طالبانو په اړه اساسي دریځ دا دی چې کابل باید په دوحه کې کړې ژمنې او د نړیوالو قوانینو له مخې دا یقیني کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

طالبان وایي په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د ښځو اړوند ۱۰۰زرو قضیو ته رسېدنه کړې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱
طالبان وایي په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د ښځو اړوند ۱۰۰زرو قضیو ته رسېدنه کړې
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې دوی د ښځو حقونو اړوند ۱۰۰زره قضیو ته رسېدنه کړې ده. د دې وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وایي، دغو قضیو کې مهر، میراث او د جبري نکاح ګانو اړوند مسایل شامل دي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته د مېرمنو حقونو په تړاو لکه مهر، میراث او اجباري نکاح برخه کې ارقام تر ۱۰۰زرو زیات دي». د هغه په خبره، د طالبانو یاد وزارت همدا راز په تېرو نږدې پنځو کلونو کې زرګونه لویې او وړې کلیوالې شخړې هم حل کړې دي.

د سیف الاسلام خیبر په وینا، د دوی د دویمې دورې له واکمنۍ راهیسې تر ۱۰۰زرو ډېر شکایتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له دوی سره ثبت شوي او اړوندو ادارو ته د رسیدنې لپاره استول شوي دي. د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په کور دننه او بهر د طالبانو پر تګلارو او په ځانګړې توګه د ښځو اړوندو حقونو په تړاو سختې نیوکې کېږي.

پر کابل واکمن تورن دي، چې بشري حقونه یې نقض کړي، پر ښځو یې د زده‌کړو تر څنګ د کار په برخه کې سخت بندیزونه لګولي او د ټولنې ټول قشرونه یې له فردي او د بیان له ازادیو څخه محروم کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په نړیواله کچه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو لپاره د ناوړه شرایطو لرونکی هېواد بللی دی.

طالبان: سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱
طالبان: سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) په رسمي ډول پیل شو. د معلوماتو له‌مخې، روان کال به له افغانستان څخه ټولټال ۳۰ زره حاجیان د حج مراسمو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

دا بهیر به د هېواد له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې ترسره شي.

طالبان وايي، چې د حاجیانو د لېږد مسوولیت د دوو کورنیو هوایي شرکتونو اریانا افغان او کام‌اېر پر غاړه دی. د یادې ډلې د پلان له‌مخې، ۱۵ زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵ زره نور حاجیان به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

د دغه بهیر د پرانیستې په مراسمو کې چې د جمعې په ورځ د کابل په «مجتمع الحجاج» کې جوړ شوي وو، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین حافظ محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو مسوولینو او د هوایي شرکتونو استازو ګډون درلود.

نوموړي ویلي، چې د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو او ټرانسپورټ په برخو کې بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. هغه زیاته کړې، چې د خدماتو د کیفیت د څارنې او د حاجیانو د ستونزو د حل په موخه مخکې له مخکې ځانګړي پلاوي سعودي عربستان ته استول شوي دي.

د یادونې ده چې د لومړۍ الوتنې حاجیان د کابل له نړۍوال هوایي ډګر څخه د حرمین شریفین په لور روان شول، چې په دې سره به د راتلونکو څو اونیو په بهیر کې دا لړۍ په دوامداره توګه روانه وي.