د بلوچستان په لورالايي کې د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیات چټک شوي

د بلوچستان پښتون مېشته ولسوالۍ لورالايي چارواکي وایي، په سیمه کې دافغانستان غیرقانوني کډوالو پر ضد عملیات چټک شوي او په دې لړ کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.

د بلوچستان پښتون مېشته ولسوالۍ لورالايي چارواکي وایي، په سیمه کې دافغانستان غیرقانوني کډوالو پر ضد عملیات چټک شوي او په دې لړ کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.
راپورونه وایي چې، د لورالايي مرستیال کمیشنر محمد حسیب شجاع په لارښوونه په دغه ولسوالۍ کې د غیرقانوني افغان کډوالو پر ضد د نیولو او تصفیې عملیاتو لړۍ ګړندۍ شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، د دغو عملیاتو پر مهال هغه افغان کډوال نیول شوي چې په غیرقانوني توګه په لورالايي کې مېشت وو. د پولیسو په وینا، دا اقدام د غیرقانوني استوګنو کسانو پر ضد د رسمي عملیاتو برخه ده او په راتلونکو ورځو کې به نور هم پراخ او سخت شي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان به د قانون له مخې تر څېړنو لاندې ونیول شي او ورسره به قانوني چلند وشي.
یادې ادارې مخکې هم یو مکتوب خپور کړی و، چې پکې د سیمې له خلکو غوښتل شوي وو څو افغان کډوالو ته کورونه او دوکانونه په کرایه ورنه کړي او دا کار یې د قانون خلاف بللی و.
همداراز د ولسوالۍ ادارې له ځايي خلکو غوښتي چې د غیرقانوني استوګنو کسانو په پېژندنه کې له چارواکو سره همکاري وکړي، څو په سیمه کې د قانون حاکمیت ټینګ شي.