طالبان: تېر کال د پکتیکا پوهنې ریاست ۱،۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د پکتیکا د پوهنې ریاست په ۱۴۰۴ مالي کال کې له تعلیمي خدمتونو څخه تر ۱،۷ میلیونه افغانیو زیات عواید ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونې او روزنې د پراختیا نور اقدامات هم اعلان کړي دي.
