همداراز، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې ویاند قېصر اپرېدي ویلي، چې د پاکستان د حکومت له اعلان وروسته تر اوسه شاوخوا ۲،۱ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې نیول شوي او په زوره اېستل شوي دي. د هغه په خبره، په دې کسانو کې د بېلابېلو اسنادو لرونکي او بېاسناده کډوال شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه او دا لړۍ لا هم روانه ده، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
اپرېدي د پېښور، ملاکنډ، کوهاټ، شمالي پنجاب، خېبر قبایلي ولسوالیو د استازو او د تحریک انصاف ګونډ د پارلماني غړو په یوه غونډه کې وویل، چې د عمرانخان خراب روغتیايي وضعیت یوازې سیاسي موضوع نه؛ بلکې د هغه د ژوند او روغتیا اړوند جدې مسله ده او باید له پامه ونه غورځول شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د نوموړي د رسنیز دفتر په حواله ویلي، چې دوی له عمرانخان سره د هغه د کورنۍ او شخصي ډاکټر د نه اجازې په اړه اندېښمن دي. راپور زیاتوی، چې د عمران خان کورنۍ او شخصي ډاکټر له هغه سره د لیدو د نه اجازې اړوند شکایتونه هم کړي دي.
د خیبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، یوشمېر کړیو د ورته غونډو د جوړېدو لپاره منفي تبلیغات کړي او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به د ورته مشورتي جرګو له لارې یوه ګډه تګلاره هم جوړه شي.
عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې له بېلابېلو قضیو سره مخ او په زندان کې دی. د حکومت مخالف ګوندونه وایي، چې پر عمرانخان لګېدلي تورونه سیاسي بڼه لري؛ خو د پاکستان حکومت بیا ټینګار کوي، چې ټولې قضیې د قانون له مخې پر مخ وړل کېږي.