طالبان وایي د هرات په روزنک بندر کې یې د نفتو د زېرمه کولو نوي ټانکرونه نصب کړي دي

د هرات ولایت طالب چارواکي وایي، چې روزنک بندر کې د نفتو د زېرمه کولو لس ټانکرونه نصب او ځای پر ځای شوي دي.

د هرات ولایت طالب چارواکي وایي، چې روزنک بندر کې د نفتو د زېرمه کولو لس ټانکرونه نصب او ځای پر ځای شوي دي.
د هرات ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی ، دغه ټانکرونه د دولتي نفت او ګاز شرکت له لوري د ۸۴۰ټنه ټولیز ظرفیت سره او د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
همداراز ویل شوي، چې په راتلونکي کې به د دې زېرمو ظرفیت تر ۵۰۰۰ټنو پورې لوړ شي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي چې سږ کال به شاوخوا ۳۰ زره حاجیان د ۹۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته د حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږدول شي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د حاجیانو د لېږد لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن شنبه د وري ۲۹مه خپره شوې، راغلي چې د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون په رسمي ډول پیل شوې دی. د معلوماتو له مخې، په لومړۍ الوتنه کې ۶۹۲ تنه د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې مدینې منورې ته رسېدلي دي.
چارواکي وایي، د حاجیانو د لېږد بهیر به د هېواد له څلورو لویو زونونو څخه تنظیم او ترسره شي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د لېږد مسوولیت د دوو کورنیو هوايي شرکتونو، اریانا افغان او کامایر، پر غاړه دی. د پلان له مخې، ۱۵ زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵ زره نور به د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صیقل وایي، د ترکیې له خوا د هرات جامع جومات پارک د بیارغونې بشپړېدل نه یوازې د تاریخي میراث د ساتنې مهم ګام دی، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي همکارۍ هم پیاوړې کوي.
محمود صیقل په خپل ایکس پیغام کې د ترکیې له حکومت څخه مننه کړې چې د هرات د جامع جومات اړوند پارک د بیارغونې پروژه یې بشپړه کړې او د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراث د ساتنې لپاره یې خپلې ژمنې ته دوام ورکړی دی.
هغه ویلي: «ما څو ځله دغه پارک لیدلی و او تل مې احساس کاوه چې جدي ساتنې ته اړتیا لري. اوس دا د خوښۍ ځای دی چې دا کار بشپړ شوی دی.»
د هغه په وینا، د دې پارک بیارغونه نه یوازې یو پاک او مناسب عامه فضا برابروي، بلکې د تاریخي جومات شاوخوا چاپېریال هم ورسره ښه شوی او د فرهنګي میراث د ساتنې پراخې هڅې یې پیاوړې کړې دي.
صیقل زیاته کړې چې دا پروژه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اوږدمهالو فرهنګي اړیکو د لا ژورتیا سبب هم ګرځي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې د مشروع حکومت بېرته ټینګښت به د دواړو هېوادونو رسمي اړیکې بېرته عادي کړي او ټول خلک، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، وکولای شي له دې عامه ځای څخه په بشپړه توګه ګټه واخلي.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، د کابل–غزني لویې لارې د دویم لین د رغونې چارې روانې دي او د د پروژې د چټکتیا، کیفیت او پر وخت بشپړېدو لپاره یې قراردادي شرکتونو ته سپارښتنې کړې دي.
د ټولګټو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل–غزني لویې لارې د دویم لین د درېیو برخو له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې او د کار بهیر یې له نږدې ارزولی دی.
نوموړي د پروژې مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د کار کیفیت لوړ وساتي او چارې په ټاکلي وخت بشپړې کړي. هغه همداراز ویلي چې د هوا له ښه کېدو او د بارانونو له کمېدو سره دې د سړک د قیر اچونې چارې هم پیل شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل–غزني لویه لار د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لارو څخه ده، چې د ۱۱۱ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې په پنځو برخو وېشل شوې دي. دا مهال د لومړۍ، درېیمې او څلورمې برخې کارونه روان دي او د پاتې برخو چارې به هم ژر پیل شي.
د چارواکو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د پکتیکا د پوهنې ریاست په ۱۴۰۴ مالي کال کې له تعلیمي خدمتونو څخه تر ۱،۷ میلیونه افغانیو زیات عواید ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونې او روزنې د پراختیا نور اقدامات هم اعلان کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عواید د شهادتنامو او کانکور فورمونو د وېش له لارې راټول شوي دي.
بلخوا، وزارت وایي چې په کابل ښار کې د تعلیمي خدماتو د پراختیا په لړ کې د ۳۰۰ راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې ده.
د یوه بل راپور له مخې، د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د پلچرخي عالي لېسې زدهکوونکو ته د ځایي خلکو له لوري ۳۰۰۰ټوکه درسي کتابونه ورکړل شوي دي.
همداراز، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په چهلتن منځني ښوونځي کې د پنځو درسي خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي او د سیمې خلک یې تمویلوي.
سربېره پر دې، وزارت ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د حصارک ولسوالۍ په منهخېلو سیمه کې د یوه ښوونځي د جوړېدو لپاره ۱۶ بسوه ځمکه د یوه ځایي مشر له لوري وقف شوې، څو د نوې تعلیمي ودانۍ د جوړولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
د د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالرحمن منیر په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان د حکومت په رسمي بلنه د سمرقند ښار ته سفر کړی، څو په یوه نړیواله غونډه کې د نشهيي توکو د ګواښونو په اړه بحثونو کې ګډون وکړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوی دازبکستاند ولسمشر د سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف په بلنه سمرقند ته تللی، چیرې چې به د نشهيي توکو د نړیوالو ګواښونو په اړه په یوې مهمې غونډه کې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د روانې میاشتې په شلمه نېټه جوړېږي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي او د نشهيي توکو د نړیوالو ګواښونو ترڅنګ به د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر لارو چارو هم بحث وشي.
د طالبانو د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معینیت ویلي چې په دې غونډه کې به خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړي.
همداراز تمه ده چې د غونډې په څنډه کې به د نشهيي توکو پر ضد د ګډې مبارزې د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه هم نظرونه تبادله شي.