طالبانو له صنعت کارانو غوښتي چې هر یو د خپلو کار خونو شاوخوا ۵۰نیالګي کینوي

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت له ټولو صنعتکارانو غوښتي چې د سمسورتیا او د نیالګیو د کینولو د کمپاین په ترڅ کې د خپلو کارخونو او کاري ځایونو په شاوخوا کې نیالګي کینوي.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت له ټولو صنعتکارانو غوښتي چې د سمسورتیا او د نیالګیو د کینولو د کمپاین په ترڅ کې د خپلو کارخونو او کاري ځایونو په شاوخوا کې نیالګي کینوي.
یاد وزارت نن شنبه، د وري ۲۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هر صنعتکار دې لږ تر لږه ۵۰ نیالګي کینوي.
د دغه وزارت په وینا، اوس مهال په افغانستان کې له ۶۵۰۰څخه زیاتې کارخونې فعالیت لري. که هره کارخونه ۵۰ نیالګي کینوي، نو یوازې په روان کال کې به شاوخوا ۳۲۵ زره نیالګي کېنول شي، چې دا یې د چاپېریال د سمسورتیا لپاره مهم ګام بللی.

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د پکتیکا د پوهنې ریاست په ۱۴۰۴ مالي کال کې له تعلیمي خدمتونو څخه تر ۱،۷ میلیونه افغانیو زیات عواید ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې وزارت په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونې او روزنې د پراختیا نور اقدامات هم اعلان کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه عواید د شهادتنامو او کانکور فورمونو د وېش له لارې راټول شوي دي.
بلخوا، وزارت وایي چې په کابل ښار کې د تعلیمي خدماتو د پراختیا په لړ کې د ۳۰۰ راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې ده.
د یوه بل راپور له مخې، د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د پلچرخي عالي لېسې زدهکوونکو ته د ځایي خلکو له لوري ۳۰۰۰ټوکه درسي کتابونه ورکړل شوي دي.
همداراز، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په چهلتن منځني ښوونځي کې د پنځو درسي خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي او د سیمې خلک یې تمویلوي.
سربېره پر دې، وزارت ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د حصارک ولسوالۍ په منهخېلو سیمه کې د یوه ښوونځي د جوړېدو لپاره ۱۶ بسوه ځمکه د یوه ځایي مشر له لوري وقف شوې، څو د نوې تعلیمي ودانۍ د جوړولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
د د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالرحمن منیر په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان د حکومت په رسمي بلنه د سمرقند ښار ته سفر کړی، څو په یوه نړیواله غونډه کې د نشهيي توکو د ګواښونو په اړه بحثونو کې ګډون وکړي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوی دازبکستاند ولسمشر د سلاکار ډاکټر عبدالعزیز کاملوف په بلنه سمرقند ته تللی، چیرې چې به د نشهيي توکو د نړیوالو ګواښونو په اړه په یوې مهمې غونډه کې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه ناسته د روانې میاشتې په شلمه نېټه جوړېږي، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو استازي برخه اخلي او د نشهيي توکو د نړیوالو ګواښونو ترڅنګ به د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر لارو چارو هم بحث وشي.
د طالبانو د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معینیت ویلي چې په دې غونډه کې به خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړي.
همداراز تمه ده چې د غونډې په څنډه کې به د نشهيي توکو پر ضد د ګډې مبارزې د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه هم نظرونه تبادله شي.
د د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د میدان وردګ، نیمروز، کندز، تخار، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ۱۳ مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو له امله له خپلو حقونو بې برخې وې، د دوی په هڅو ژغورل شوي او خپلو شرعي حقونو ته رسېدلې دي.
ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مرکزونو او ولسوالیو په کچه یې په بېلابېلو پېښو کې مداخله کړې او هغه مېرمنې یې ژغورلې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه ټولنیزو دودونو له امله له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې وې.
د مسؤلینو په وینا، یادې ۱۳ مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې له سختو ستونزو سره مخ وې، خو د امر بالمعروف د ادارو د هڅو په پایله کې له وضعیت څخه راایستل شوې او خپل شرعي حقوق ورته بېرته ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو دغه وزارت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضعه کړي، له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز تر څنګ ښځې نشي کولی چې په سیاسي مشارکت کې ګډون وکړي، عامه تفریحي پارکونو ته لاړې شي او سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ویلي چې درې وروستي کلونه ۲۰۲۳، ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ په ثبت شويو ریکارډونو کې تر ټولو تاوده کلونه و، چې دا د نړیوال اقلیمي بدلون د چټکتیا یو جدي نښه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام خبرداری ورکړی چې د تودوخې لوړېدل یوازې شمېرې نه دي، بلکې د ګرمۍ د سختو څپو، وچکالۍ او د خلکو د ژوند او عاید له لاسه تلو لامل ګرځي. دوی ټینګار کوي چې نړۍ باید ژر اقدام وکړي څو راتلونکو نسلونو ته د ژوند یو باثباته چاپېریال وساتل شي.
ملګرو ملتونو پخوا هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتيګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.
تر دې وړاندې د برېتانیا د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو موندلې وه چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتيګراد لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.
افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.
د ایستانګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي وه.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي چې د افغانستان بهرني دښمنان د نیابتي ډلو له لارې په ټولنه کې دا ناسم فکر خپروي چې هنر او سیاست بد او نامناسب کارونه دي، حال دا چې دا دواړه د هېوادونو د پرمختګ مهم بنسټونه دي.
فضل محمود فضلي په فیسبوک کې لیکلي، چې د افغانستان بهرني دښمنان هڅه کوي د نیابتي ډلو او ځینو څېرو له لارې په ټولنه کې داسې ذهنیت خپور کړي چې هنر ناوړه او حرام دی او سیاست یو سپک او منفي کار ګڼل کېږي.
هغه ویلي چې دا ډول تبلیغات له واقعیت سره په ټکر کې دي، ځکه په وینا یې همدغه هېوادونه چې دا فکر خپروي، خپله د خپلو خلکو د هوساینې او پرمختګ لپاره له هنر او سیاست څخه ګټه اخلي.
فضلي ټینګار کړی چې افغانان باید د دې ډول «شرمناک تفکر» اغېز مات کړي او د علمي او مسلکي زدهکړو تر څنګ هنر او منظم سیاست ته هم جدي پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې چې پرته له دې بنسټونو څخه د هېواد په اړه د مالکیت احساس او مسوولیتپذیري نه شي تضمین کېدای.