• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیه: له ناټو څخه د امریکا احتمالي وتل به اروپا ته «ویجاړونکي» پایلې ولري

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات له ناټو څخه ووځي، نو دا به د اروپا لپاره «ویجاړونکي» اغېزې ولري.

فیدان دا څرګندونې د «د انتالیا ډیپلوماسي غونډې» پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې اوس مهال د امریکا د احتمالي وتلو د پایلو د مدیریت او کمولو په اړه بحثونه روان دي، خو جزییات یې نه دي شریک کړي.

په ورته وخت کې، د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ، د ناټو پر وړاندې د خپل نارضایت له دوام سره، په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د کمولو امکان هم ارزوي.

راپورونه ښيي چې ټرمپ تر هغې وروسته له ناټو څخه د وتلو ګواښ وکړ، چې اروپایي غړو د هُرمز تنګيد پرانیستلو لپاره د بېړیو له لېږلو ډډه وکړه.

دغه دریځ په ناټو کې دننه ترینګلتیا زیاته کړې، هغه ترینګلتیا چې تر دې وړاندې هم د ګرینلنډ د نیولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو له امله ډېره شوې وه.

فیدان، چې هېواد یې د ناټو غړی دی خو د اروپايي ټولنېغړیتوب نه لري، ویلي چې اروپایي غړي هېوادونه کله ناکله د یوه «جلا او خپلواکې کړۍ» په توګه عمل کوي.

نوموړي له متحدانو غوښتي چې د جولای په میاشت کې په انقره کې د ناټو راتلونکې غونډه د واشنګټن او ټرمپ سره د اړیکو د بیا تنظیم لپاره وکاروي او همدارنګه د امریکا د احتمالي حضور د کمېدو لپاره چمتووالی ونیسي.

بل خوا، د ناټو عمومي منشي، مارک روټه، ویلي چې د ټرمپ اندېښنې درک کوي، خو زیاتره اروپایي هېوادونو د ایران پر وړاندې د واشنګټن له هڅو سره همکاري کړې ده.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۴

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۵

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې: د طالبانو له لوري هرات کې د لاریونوالو ځپل د اندېښنې وړ دي

•
•
•

نور کیسې

په خیبر پښتونخوا کې بمي چاودنې درې پاکستاني سرتېري وژلي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۲۵ GMT+۱
په خیبر پښتونخوا کې بمي چاودنې درې پاکستاني سرتېري وژلي
100%

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ولسوالۍ کې د برمي خېل په سیمه کې د انډس پر لویه لار د سړک غاړې په یوه چاودنه کې د یوه افسر په ګډون درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې سیمه‌ييزو سرچینو د شنبې په ورځ ویلي، چې د پاکستاني پوځیان کاروان له پېښور څخه د بنو ولسوالۍ په لور روان و او په لاره کې پرې بمي چاودنه شوې ده.

سرچینو ویلي، چې په یاده چاوده کې د یوه افسر په ګډون درې سرتېري وژل شوي او د یوه ملکي کس په ګډون درې سرتېري ټپیان دي.

تر اوسه د یاد برید مسولیت کومي ډلې نه دی منلی.

ملګري ملتونه: درې وروستي کلونه د نړۍ تر ټولو تاوده کلونه شمیرل شوي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۲۷ GMT+۱
ملګري ملتونه: درې وروستي کلونه د نړۍ تر ټولو تاوده کلونه شمیرل شوي
100%

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ویلي چې درې وروستي کلونه ۲۰۲۳، ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ په ثبت شويو ریکارډونو کې تر ټولو تاوده کلونه و، چې دا د نړیوال اقلیمي بدلون د چټکتیا یو جدي نښه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام خبرداری ورکړی چې د تودوخې لوړېدل یوازې شمېرې نه دي، بلکې د ګرمۍ د سختو څپو، وچکالۍ او د خلکو د ژوند او عاید له لاسه تلو لامل ګرځي. دوی ټینګار کوي چې نړۍ باید ژر اقدام وکړي څو راتلونکو نسلونو ته د ژوند یو باثباته چاپېریال وساتل شي.

ملګرو ملتونو پخوا هم خبرداری ورکړی وو، چې نړۍواله تودوخه به د ۲ درجې سانتي‌ګرادو پولې ته ورسېږي او ښايي له هغې هم واوړي.

تر دې وړاندې د برېتانیا د ایست‌انګليا پوهنتون څېړونکو موندلې وه چې ښايي تر ۲۰۵۰م کال پورې او يا هم له هغه مخکې، په ځينو هېوادونو کې د تودوخې کچه تر ۲درجې سانتي‌ګراد لوړه شي. دا هغه اندازه ده، چې کېدای شي په ځينو سيمو کې استوګنه ستونزمنه او ان ناشونې کړي.

افغانستان، چين، هند، مصر، ترکيه، عراق، د امريکا متحده ايالات او يو شمېر نور هېوادونه په دې نوملړ کې شامل دي.

د ایست‌انګليا پوهنتون څېړونکو د نړۍ د ۱۰۴ښارونو د هوا حالاتو بدلونونه، د شنو خونو ګازونو خپرېدل او چاپېريالي لاملونه لکه د ژوو او بوټو بېلابېل ډولونه څېړلي وه.

وروستیو بدلونونو د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ زیات کړی

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
وروستیو بدلونونو د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ زیات کړی
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي د سیمې له وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو وروسته د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ په څرګند ډول زیات شوی، چې یوازې په تېرو شپږو اوونیو کې زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستانه ایران ته تګ راتګ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ایران پر ضد د وروستیو کړکېچونو او جګړې له امله د سیمې د سرحدي تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، په تېرو شپږو اوونیو کې له ایران څخه تر ۱۳ زرو زیات کسان پاکستان ته داخل شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۲۹۶ کسانو ته رسېږي. دغه کسان تر ډېره د تفتان–میرجاوه او ګبد–ریمدان له سرحدي لارو تېر شوي دي، چې ډېری یې زده‌کوونکي او مسافر بلل شوي چې د نښتو له امله بېرته ستانه شوي دي.

راپور همداراز ښيي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه تر ۷۳ زرو زیات کسان ایران ته تللي دي.

د معلوماتو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، له افغانستانه ایران ته د ایرانیانو تګ راتګ هم زیات شوی دی. یوازې د اپرېل له اوومې تر دیارلسمې نېټې پورې تر ۱۱۰۰ زیات ایراني وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری هغه کسان چې د سرحدونو له لارې تګ راتګ کوي، قانوني اسناد لکه پاسپورټ او ویزې لري او سفرونه یې تر ډېره د ترانزیټ، کورنیو لیدنو او احتیاطي دلایلو لپاره ترسره شوي دي.

خو بل لور ته، له ایران څخه د افغان وګړو ستنېدل تر ډېره د امنیتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او جبري ایستلو له امله ګڼل شوي، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په ایران کې مېشت وو.

ملګري ملتونه: د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې څه باندې ۳۸ زره ښځې وژل شوي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۱
ملګري ملتونه: د اسراییل د بریدونو له امله په غزه کې څه باندې ۳۸ زره ښځې وژل شوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د اسراییل د یرغل له پیل راهیسې تر اوسه پورې په غزه کې له ۳۸ زرو زیاتې ښځې او نجونې د اسراییلي بریدونو له امله وژل شوي او له ۱۱ زرو څخه زیاتې نورې ښځې د ټپونو له کبله د تل لپاره معیوبې شوې دي.

د دې شمېرنو له‌مخې، هره ورځ په منځنۍ کچه په غزه کې شاوخوا ۴۷ ښځې او نجونې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په راپور کې راغلي، که څه هم د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په میاشت کې اوربند اعلان شوی، خو په وروستیو میاشتو کې د ښځو او نجونو وژنه لا هم روانه ده او د هغوی د ژوند په تړاو ګواښونه له‌منځه نه‌دي تللي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د قربانیانو رښتینی شمېر ښایي تر دې هم لوړ وي، ځکه ډېر مړي لا هم د کنډوالو لاندې پاتې دي او د ثبت او راجسټر د سیسټمونو د ویجاړېدو له امله د مرګ ژوبلې د کره شمېرنې بهیر ستونزمن شوی دی. د دې ادارې د شمېرو له مخې، نږدې یو میلیون ښځې او نجونې هم په غزه کې بې‌ځایه شوې دي.

د عربي هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سیمه‌ییز مشر وایي: «پر ښځو او نجونو د جګړې اغېز ډېر ویجاړوونکی دی. د پراخو مرګ‌ژوبلو ترڅنګ، د کورنیو جوړښتونه هم بدل شوي او زرګونه کورنۍ اوس د ښځو له خوا اداره کېږي. ډېری یې له اقتصادي ستونزو او جدي ګواښونو سره مخ دي».

هغه زیاته کړې، چې د اوربند بشپړ پلي کېدل، د نړیوالو قوانینو درناوی، حساب‌ورکونه، د ښځو او نجونو ځانګړی ملاتړ او د بشري مرستو دوام ډېر اړین دي. د هغه په وینا، د بیارغونې او سولې په بهیر کې د ښځو فعاله ونډه باید تضمین شي.

په دې راپور کې ټینګار شوی، چې په غزه کې بشري وضعیت لا هم ډېر بحراني دی او نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو د ساتنې او ملاتړ لپاره بېړني ګامونه واخلي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له‌مخې، په غزه کې له ۵۰۰ زرو څخه زیاتې ښځې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو، لکه له امیندوارۍ مخکې او وروسته پاملرنې او د ساري جنسي ناروغیو د درملنې له لاسرسي بې‌برخې دي.

د دې حالت دوام په غزه کې د ښځو او ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي. د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې سیمې د ښځو او ماشومانو ناوړه وضعیت ته په بېړه پاملرنه وکړي.

یوه څېړنیز راپور چې د تېر کال د اګست په میاشت کې د اسراییل د پوځ د محرمو معلوماتو پر بنسټ خپور شوی وو، څرګنده کړې، چې د اسراییل پوځ له خوا له هرو شپږو وژل شویو فلسطینیانو څخه پنځه تنه ملکي وګړي دي.

د ۲۰۲۶ کال د انتالیا نړۍوال کنفرانس د نړۍ د مشرانو په شتون ترسره شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۱۰ GMT+۱
د ۲۰۲۶ کال د انتالیا نړۍوال کنفرانس د نړۍ د مشرانو په شتون ترسره شو
100%

د ترکیې په انتالیا ښار کې د ۲۰۲۶ کال د ډیپلوماسۍ نړۍوال کنفرانس د نړۍ د لسګونو هېوادونو د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په پراخ ګډون سره ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر هم ګډون کړی.

په دغه لویه ډیپلوماتیکه ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د سوریې ولسمشر احمد الشرحه، د اذربایجان ولسمشر الهام علییف، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود، په ګډون د پاکستان، قطر، مصر، جاپان، برېتانیا، جرمني، سربیا، ازبکستان د نړۍ د نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو برخه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، د اسلامي همکاریو سازمان او د عربي هېوادونو د لیګ لوړپوړو چارواکو هم په دې غونډه کې حضور درلود. د افغانستان له لوري په دغه کنفرانس کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت او د دغه وزارت بل چارواکی ذاکر جلالي ګډون کړی دی.

د انتالیا په سږنۍ غونډه کې اصلي تمرکز د سیمه ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا، د روانو کړکېچونو په اړه خبرې اترې، امنیت، اقتصادي همکارۍ او د تلپاتې سولې د تامینولو لارو چارو باندې ورټول و.

د غونډې په جریان کې د هیوادونو استازو د سیمه ییزو او نړیوالو کړکېچونو د ګډو حل لارو په اړه بحث وکړ او د فعالې ډیپلوماسۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

دا کنفرانس په داسې وخت کې ترسره شو چې نړۍ د جګړو، کډوالۍ بحرانونو، د اقلیم بدلون او اقتصادي ناامنۍ په څېر له ګڼو ننګونو سره مخ ده.