فضل محمود فضلي: د هنر او سیاست پر ضد منفي تفکر باید ختم شي

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي چې د افغانستان بهرني دښمنان د نیابتي ډلو له لارې په ټولنه کې دا ناسم فکر خپروي چې هنر او سیاست بد او نامناسب کارونه دي، حال دا چې دا دواړه د هېوادونو د پرمختګ مهم بنسټونه دي.
