• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونیسف: پاکستان کې د ګوزڼ ضد کمپاین له لارې ۴۵ میلیونه ماشومان واکسینېږي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره ځانګړې نړیواله اداره یونیسف وایي، په پاکستان کې د ګوزڼ ضد روان ملي کمپاین په ترڅ کې به تر ۴۵ میلیونو زیات ماشومان واکسین شي. دغه اداره ټینګار کوي چې لا هم د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.

په پاکستان کې د یونیسف مشرې پرنلي ارنسایډ په اسلام‌اباد کې د ګوزڼ ضد کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې هغوی نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او کور په کور ګرځي، څو ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ وژغوري.

نوموړې وویل: «د ګوزڼ ضد کمپاین کې برخه اخیستونکي واکسیناتوران په دوامداره توګه هڅه کوي چې هر ماشوم ته ورسېږي او هغوی له دې ناروغۍ خوندي کړي.»

د هغې په وینا، په دې ملي کمپاین کې به له ۴۵ میلیونو زیات ماشومان تر پوښښ لاندې راشي، چې دا یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

ارنسایډ زیاته کړه چې سږ کال یوازې د ګوزڼ یوه پېښه ثبت شوې، چې دا د ګډو هڅو د اغېزمنتیا ښکارندويي کوي، خو په وینا یې لا هم د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هڅو ته اړتیا ده.

هغې پر والدینو غږ کړی چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه د ګوزڼ ضد واکسین د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب مهمه وسیله ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ ۳۱ پېښې ثبت شوې وې، چې تر ټولو زیاتې یې په خیبر پښتونخوا کې وې، او پاتې پېښې په سند، پنجاب او ګلګت بلتستان کې ثبت شوې وې.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په لورالايي کې د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیات چټک شوي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۱
د بلوچستان په لورالايي کې د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیات چټک شوي
100%

د بلوچستان پښتون مېشته ولسوالۍ لورالايي چارواکي وایي، په سیمه کې دافغانستان غیرقانوني کډوالو پر ضد عملیات چټک شوي او په دې لړ کې ګڼ شمېر کسان نیول شوي دي.

راپورونه وایي چې، د لورالايي مرستیال کمیشنر محمد حسیب شجاع په لارښوونه په دغه ولسوالۍ کې د غیرقانوني افغان کډوالو پر ضد د نیولو او تصفیې عملیاتو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، د دغو عملیاتو پر مهال هغه افغان کډوال نیول شوي چې په غیرقانوني توګه په لورالايي کې مېشت وو. د پولیسو په وینا، دا اقدام د غیرقانوني استوګنو کسانو پر ضد د رسمي عملیاتو برخه ده او په راتلونکو ورځو کې به نور هم پراخ او سخت شي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان به د قانون له مخې تر څېړنو لاندې ونیول شي او ورسره به قانوني چلند وشي.

یادې ادارې مخکې هم یو مکتوب خپور کړی و، چې پکې د سیمې له خلکو غوښتل شوي وو څو افغان کډوالو ته کورونه او دوکانونه په کرایه ورنه کړي او دا کار یې د قانون خلاف بللی و.

همداراز د ولسوالۍ ادارې له ځايي خلکو غوښتي چې د غیرقانوني استوګنو کسانو په پېژندنه کې له چارواکو سره همکاري وکړي، څو په سیمه کې د قانون حاکمیت ټینګ شي.

چمن کې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه کسان نور یې ټپیان کړي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۴ GMT+۱
چمن کې چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه کسان نور یې ټپیان کړي
100%

د بلوچستان ایالت چمن ولسوالۍ په زوړ چمن سیمه کې د یوه کور دننه د چاودنې له امله یو ۱۴ کلن ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د چمن دولتي روغتون د معلوماتو له مخې، پېښه د جمعې په ماښام په یوه کور کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ماشومانو د لوبتکې په بڼه یو مشکوک ماین وچاودېد.

د پولیسو په وینا، په چاودنه کې ژوبل شوي کسان لومړی د چمن دولتي روغتون ته لېږدول شوي او له لومړنۍ درملنې وروسته د لا ښه علاج لپاره کوټې ته انتقال شوي دي.

پولیس زیاتوي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي، څو د چاودنې دقیق علت او څرنګوالی روښانه شي.

وروستیو بدلونونو د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ زیات کړی

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
وروستیو بدلونونو د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ زیات کړی
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي د سیمې له وروستیو امنیتي او سیاسي بدلونونو وروسته د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي تګ راتګ په څرګند ډول زیات شوی، چې یوازې په تېرو شپږو اوونیو کې زرګونه افغانان له ایران څخه افغانستان ته او له افغانستانه ایران ته تګ راتګ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د ایران پر ضد د وروستیو کړکېچونو او جګړې له امله د سیمې د سرحدي تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، په تېرو شپږو اوونیو کې له ایران څخه تر ۱۳ زرو زیات کسان پاکستان ته داخل شوي دي، چې په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۲۹۶ کسانو ته رسېږي. دغه کسان تر ډېره د تفتان–میرجاوه او ګبد–ریمدان له سرحدي لارو تېر شوي دي، چې ډېری یې زده‌کوونکي او مسافر بلل شوي چې د نښتو له امله بېرته ستانه شوي دي.

راپور همداراز ښيي چې شاوخوا ۱۷۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې له افغانستانه تر ۷۳ زرو زیات کسان ایران ته تللي دي.

د معلوماتو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته، له افغانستانه ایران ته د ایرانیانو تګ راتګ هم زیات شوی دی. یوازې د اپرېل له اوومې تر دیارلسمې نېټې پورې تر ۱۱۰۰ زیات ایراني وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری هغه کسان چې د سرحدونو له لارې تګ راتګ کوي، قانوني اسناد لکه پاسپورټ او ویزې لري او سفرونه یې تر ډېره د ترانزیټ، کورنیو لیدنو او احتیاطي دلایلو لپاره ترسره شوي دي.

خو بل لور ته، له ایران څخه د افغان وګړو ستنېدل تر ډېره د امنیتي اندېښنو، اقتصادي ستونزو او جبري ایستلو له امله ګڼل شوي، چې ډېری یې له کلونو راهیسې په ایران کې مېشت وو.

اسلام‌اباد: د افغانستان له لوري د احتمالي برید په صورت کې به غبرګون سخت وي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱
اسلام‌اباد: د افغانستان له لوري د احتمالي برید په صورت کې به غبرګون سخت وي
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین په اورومچي کې د سولې له خبرو وروسته، رسمي اوربند پای ته رسېدلی خو له طالبانو سره نښتې نه دي شوي. اسلام‌اباد ټینګار کړی چې د هر ډول برید په صورت کې به پوځي عملیات له نوي شدت سره بیا پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د سولې لپاره د اړیکو دروازې لا هم خلاصې دي او د اورومچي د خبرو وروسته د تعقیبي اقداماتو بهیر روان دی.

هغه د بهرنیو چارو وزارت په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي: «هو، د اورومچي څو ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلې دي. زموږ پلاوی بېرته راستون شوی او اوس د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه د دغو ناستو د تعقیب پر چارو کار کوي.»

د راپورونو له مخې، د اختر په درشل کې پاکستان، د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، په افغانستان کې د عملیاتو په ترڅ کې لنډمهاله اوربند اعلان کړی و. دغه اوربند د مارچ له ۱۸/۱۹څخه تر ۲۳/۲۴ مارچ پورې نافذ و.

اسلام‌اباد ویلي و چې دا اقدام یې د حسن نیت او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې کړی، خو ټینګار یې کړی و چې که د ډيورنډ هاخوا برید، ډرون حمله یا ترهګریز اقدام وشي، نو پوځي عملیات به سمدستي او په لا قوي ډول بیا پیل شي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې د رمضان په جریان کې د مهمو بریدونو لړۍ ثبت شوې وه، چې په کې د باجوړ په یوه امنیتي پوستې برید هم شامل و، چې ۱۱ سرتېري او یو ماشوم پکې وژل شوي وو.

د چارواکو په وینا، له هغه وروسته داسې کوم لوی برید نه دی ثبت شوی چې د افغان خاورې یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش خراسان (ISKP) سره دې مستقیم تړاو ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان د طالبانو په اړه اساسي دریځ دا دی چې کابل باید په دوحه کې کړې ژمنې او د نړیوالو قوانینو له مخې دا یقیني کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

پاکستان: سند ایالت کې درېیو میاشتو کې ۳۶ تنه د ناموس په نوم وژل شوي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱
پاکستان: سند ایالت کې درېیو میاشتو کې ۳۶ تنه د ناموس په نوم وژل شوي
100%

د پاکستان سند ایالت تازه شمېرو ښودلې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان د ناموس په نوم وژل شوي، چې ډېری قربانیان ښځې دي او زیاتره پېښې د کورنیو د غړو له‌خوا ترسره شوې دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په یادو درېیو میاشتو کې د ناموس په نوم د وژنو له ۳۶ قربانیانو څخه ۲۷ښځې او ۹ سړي دي، چې دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام ته اشاره کوي.

راپورونه ښيي چې په دغو پېښو کې د ښځو د وژلو تور اکثره د هغوی پر خپلو نږدې خپلوانو پورې تړل شوی دی. ۱۸ پېښې د مېړونو، پلرونو او وروڼو له‌خوا ترسره شوي، ۱۱ نورې د نورو خپلوانو له‌خوا او درې پېښې د ګاونډیانو له‌خوا شوې دي.

دغه پېښې د سند په بېلابېلو سیمو کې ثبت شوې دي، په کراچۍ او شاوخوا سیمو کې ۲، په سکهر کې ۸، په لاړکانه او نږدې سیمو کې ۱۴، په حیدراباد کې ۳، او په میرپور خاص او شهید بینظیر اباد کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په جریان کې په ټول سند ایالت کې د ناموس په نوم د ۴۱ پېښو پر مهال ۴۸ کسان وژل شوي وو، چې ۳۸یې ښځې وې.

همداراز، د تېرو څلورو کلونو شمېرې ښيي چې په سند ایالت کې ټول ۵۹۵ کسان د ناموس په نوم وژل شوي، چې له ډلې یې ۴۶۶ښځې او ۱۲۹ سړي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې دا شمېرې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي ستونزه څرګندوي او د دې ډول جرمونو د مخنیوي لپاره د لا سختو قانوني او ټولنیزو اقداماتو اړتیا ده.