دا راپور د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشت پورې اړه لري، چې د شنبې په ورځ خپور شوی دی.
د راپور له مخې، د کانګو تبې پېښې د شپږو مړینو سره د تېرې میاشتې په پرتله ۵۹.۵ سلنه زیاتې شوې دي.
همدارنګه، د شري ناروغۍ ۲۳۹۵ نوې پېښې او ۱۱ مړینې ثبت شوې دي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۸ سلنه کموالی ښيي. د نس ناستې (اسهالات) پېښې هم ۶۳۰۸ ته رسېدلې او له یوې مړینې سره ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
خو په همدې حال کې، د سیخ او بریښ پېښې ۳۳ سلنه راکمې شوې دي.
په راپور کې راغلي، د ملاتړ او خدمتونو په برخه کې، د روغتیا نړیوال سازمان په ټول افغانستان کې له ۲۰۰څخه ډېر اړین روغتیايي کڅوړې وېشلې دي، چې ۸۱۰زره ۷۵۰ کسانو ترې ګټه اخیستې ده.
په دغو کڅوړو کې د غیرساري ناروغیو کیټونه، د شري کیټونه، د رواني روغتیا وسایل او د بېړنیو جراحي عملیاتو لپاره مواد شامل دي.
رپور وړاندې زیاتوي، په مارچ میاشت کې، سیلابونو او سختو بارانونو ۴زره او ۶۸۰ کورنۍ بېځایه کړې او د هېواد په ختیځ، سویل او مرکز کې یې لس روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي دي. په دغو پېښو کې ۹۱ کسان مړه او ۲۹۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان ویلي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې زیانمنو سیمو ته استولي او له نورو ملګرو ملتونو ادارو او موسسو سره یې همغږي کړې ده.
راپور همدا راز زیاتوي، د بېرته راستنېدونکو په برخه کې، ۵۱زره او۵۱ کسان د پنځو سرحدي لارو نه افغانستان ته تللي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۶۷.۸ سلنه کموالی ښيي.