حکمتیار: د افغانستان اوسنی وضعیت د هېچا لپاره د منلو وړ نه دی

د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او ټول خلک د سمدستي او مثبت بدلون غوښتونکي دي.

د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او ټول خلک د سمدستي او مثبت بدلون غوښتونکي دي.
حکمتیار په یوې اعلامیې کې، چې د ګوند د بهر مېشتو غړو غونډې ته یې استولې، په غیر مستقیم ډول طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنې او رایې ته درناوی ونه شي، «راتلونکې به لا سختې ورځې ولرو.»
نوموړي د ټاکنیز حکومت، اساسي قانون او ژر تر ژره د ملي اجماع د رامنځته کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي،چې افغانانو تمه لرله چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به نه له کورنیو جګړو، نه له نیابتي جګړو او نه هم له بهرنیو یرغلونو سره مخ کېږي، بلکې خپل منتخب اسلامي نظام به ولري.
هغه زیاته کړې: «افغانان غواړي خپل برخلیک خپله وټاکي او خپل مشران د هېواد دننه د خلکو په خوښه وټاکي.»
حکمتیار خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام به افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی،چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې باید د هېواد سیاسي جوړښت کې بېړنی او مثبت بدلون راشي او د هېواد مشري دې یو امانتدار او وړ کس ته، د خلکو او د هغوی د استازو په مشوره، وسپارل شي.
د حزب اسلامي مشر وړاندیز کړی چې د ملت د استازو شورا، اساسي قانون او منتخب حکومت تشه باید ژر تر ژره ډکه شي او پر مهمو ملي مسایلو دې پراخ ملي توافق رامنځته شي.
نوموړي مخکې هم ویلي وو،چې هغه واکمن چې په زور پر خلکو وتپل شي، بالاخره به د ولسي مقاومت سره مخ شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورني او نړیوال مشروعیت له بحران او سیاسي انزوا سره مخ دی.