د نشهيي توکو پر نړیوالو ګواښونو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالرحمن منیر په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان د حکومت په رسمي بلنه د سمرقند ښار ته سفر کړی، څو په یوه نړیواله غونډه کې د نشهيي توکو د ګواښونو په اړه بحثونو کې ګډون وکړي.
