طالبانو په هرات کې له زدهکړیالانو د جامو، وېښتو او لمانځه په اړه جبري ژمنې اخیستې

د افغانستان انټرنشنل له ترلاسه شوو اسنادو سره سم، طالبانو د یوې ژمنپاڼې له لارې د هرات د غالب خصوصي پوهنتون زدهکړیالان اړ کړي چې «افغاني او شرعي کالي» واغوندي.

د افغانستان انټرنشنل له ترلاسه شوو اسنادو سره سم، طالبانو د یوې ژمنپاڼې له لارې د هرات د غالب خصوصي پوهنتون زدهکړیالان اړ کړي چې «افغاني او شرعي کالي» واغوندي.
په دې ژمنپاڼه کې له محصلانو غوښتل شوي چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او له هغه ډول وېښتو جوړولو څخه ډډه وکړي چې «له شریعت سره په ټکر کې» بلل کېږي. د ژمنپاڼې په متن کې ټینګار شوی چې محصلان دې د پوهنتون په انګړ کې له «بې ځایه ګرځېدو» څخه ځان وساتي او د طالبانو قوانینو او لارښوونو ته ژمن پاتې شي.
همدارنګه، د نشهيي توکو کارول په کلکه منع شوي، د موسیقۍ له اورېدو څخه ډډه کول او د پوهنتون د «بیتالمال شتمنیو» ساتنه هم د دې ژمنپاڼې له مهمو ټکو څخه دي.
د دې ژمنپاڼې له مخې، محصلان دې له ژوندیو موجوداتو څخه د عکسونو او ویډیوګانو له اخیستلو او همدارنګه له قومي او سیمهییزو تعصبونو څخه ډډه وکړي.
په افغانستان کې د بېلابېلو پوهنتونونو پر محصلانو د جامو او چلند په اړه محدودیتونه د طالبانو له خوا نوې پدیده نه ده. تر دې وړاندې هم طالبانو د کابل پوهنتون له محصلانو ژمنه اخیستې وه چې ږیره پرېږدي، خولۍ پر سر کړي او لمونځ ادا کړي.
خو داسې ښکاري چې طالبان یوازې د محصلانو پر ظاهري بڼه بسنه نه کوي، بلکې د هغوی پر فکر او باورونو هم محدودیتونه لګوي؛ ځکه تر دې وړاندې د کندهار، بامیان او د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون یو شمېر محصلانو خبر ورکړی و چې طالبان په منظم ډول هڅه کوي د پوهنتونونو په چاپېریال کې د مذهب بدلون رامنځته کړي.