• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې له ۷سوه اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په ګربزو ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې دغه مرستې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې تر څار لاندې شوې دي.

د مالوماتو له مخې، هرې اړمنې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طبیعي پېښو له کبله زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو سره د مرستو لپاره د دوی هلې ځلې روانې دي.

دا مرستې داې مهال کېږي. چې هېواد د طبیعي پېښو له کبله له سخت ناورین سره مخ دی او بشري مرستې هم د پام وړ را کمې شوې دي. همدا اوس په ټول هېواد کې زرګونونه د سېلابونو او ورښتونو له کبله نړېدلي چې تر اوسه ورسره هېڅ راز لازمې بشري مرستې نه دي شوي او پرته له سرپناوو تر شنه اسمان لاندې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو ادارو هم اندېښنه ښوولې چې افغانستان له سختې لوږې، فقر، بې وزلۍ او بشري ناورین سره مخ دی چې نړیواله ټولنه او هېوادونه باید په دغه سخت وخت کې د افغانانو لاسنېوی وکړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

د منځني ختیځ انستیتوت: لا هم لسګونه طالب چارواکي له القاعده شبکې سره تړاو لري

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱
د منځني ختیځ انستیتوت: لا هم لسګونه طالب چارواکي له القاعده شبکې سره تړاو لري
100%

د منځني ختیځ په نوم انستیتوت، چې په متحده ایالات کې مېشت یو خپلواک څېړنیز بنسټ دی، په خپل یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې د طالبانو شاوخوا ۵۵ غړي او چارواکي لا هم د القاعده شبکې سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.

د دې بنسټ په وینا، دا موندنې ښيي چې د طالبانو او بهرنیو وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې لا هم دوام لري. دغه معلومات د «طالبانو د رهبرۍ د پلټنه» په نوم د یوې پراخې پروژې برخه ده، چې د طالبانو د څه باندې ۱۲۰۰غړو او چارواکو معلومات پکې راټول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د څېړل شوو پروفایلونو له ۲۰سلنې څخه زیاتو کې د چاودېدونکو توکو کارول، ځانمرګي بریدونه یا له وسله‌والو ډلو سره اړیکې ثبت شوي دي.

په ورته وخت کې، دغه بنسټ وایي چې یوازې ۶۷کسان، چې شاوخوا ۵،۷سلنه جوړوي، د نړیوالو بندیزونو لاندې دي. دا بندیزونه د ملګري ملتونه، متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسه او اروپايي ټولنې له لوري لګول شوي دي.

سره له دې، د طالبانو د کابینې ډېری غړي په همدې بندیزونو کې شامل دي، چې د شنونکو په اند د طالبانو نړیواله سیاسي انزوا څرګندوي.

د قبایلي جوړښت له مخې، نورزي، اسحاق‌زي، بارکزي او انډر قبیلې په جنوب او شمال کې پراخ نفوذ لري، په داسې حال کې چې په ختیځ او مرکزي سیمو کې ځدران، احمدزي-کوچي، پشه‌يي، خوګیاني او سلیمان‌خېل قبیلې مهم رول لوبوي.

راپور همدارنګه ښيي چې نږدې ۸۰سلنه د طالبانو لوړپوړي او منځني چارواکي پوځي مخینه لري. سربېره پر دې، د واک په جوړښت کې د ۲۴تر ۳۸کلونو پورې ځوان نسل هم مهم حضور لري، چې د راپور په وینا که څه هم یو څه نرم لیدلوري لري، خو لا هم د طالبانو ایډیولوژیک اصولو ته ژمن دی.

د دندو د وېش له اړخه، زیات تمرکز د محلي امنیت او ولایتي ادارو پر مدیریتي بستونو دی، په داسې حال کې چې د بشري حقونو برخه په اداري جوړښت کې تر ټولو لږه ونډه لري.

په ورته وخت کې، د بوش څېړنیز مرکز یوه جلا څېړنه ښيي چې د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸پرېکړه‌لیک له مخې، ۱۳۵د طالبانو لوړپوړي مشران او پنځه اړوند بنسټونه د بندیزونو په لېست کې شامل دي.

خو دغه مرکز د ځینو کسانو لپاره د بندیزونو د معافیت د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ټوله کې، د منځني ختیځ انستیتوت موندنې ښيي چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له څو کلونو وروسته هم د نړیوالو وسله‌والو شبکو سره اړیکې او تړلې، تر ډېره پوځي بڼه لرونکې جوړښت د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د تعامل له مهمو ننګونو څخه شمېرل کېږي.

وحدت ګوند: که طالبان ټولګډونه سیاسي بهیر ومني، بېرته هېواد ته ستنېږو

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱
وحدت ګوند: که طالبان ټولګډونه سیاسي بهیر ومني، بېرته هېواد ته ستنېږو
100%

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د طالبانو د اړیکو کمېسیون بلنې ته په ځواب کې ویلي، چې د کریم خلیلي په ګډون د سیاسي مشرانو بېرته راستنېدل یوازې هغه مهال شونې دي، چې د طالبانو سیاسي لیدلوری په بنسټیر ډول بدل او یو ریښتنی ټولګډونه نظام رامنځته شي.

د اسلامي وحدت ګوند په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان د بحران حل ریښتیني، هدفمند او هراړخیز ګډون ته اړتیا لري.

د پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي په مشرۍ دغه ګوند څرګنده کړې، هر هغه پروسه چې ټولګډونه نه وي او یوازې د ځینو څېرو په انتخابي حضور تکیه وي، نشي کولای یوې عادلانه او پایداره حل‌لارې ته لاره هواره کړي.

کریم خلیلي ویلي، که چېرې طالبان یادو اصولو ته غاړه کېږدي، نو افغان سیاستوال او وګړي به په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او په وینا یې بیا د «اړیکو کمېسیون» جوړولو ته هیڅ اړتیا نشته.

یاد ګوند خبرداری ورکړی چې که طالبان د خلکو دغو غوښتنو ته غاړه کېنږدي، اوسنی بحران به نور هم دوام ومومي او مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي.

همدارنګه د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د یوه مانا لرونکي سیاسي بهیر د رامنځته کېدو لپاره د خپل ټول نفوذ او ظرفیت کارولو ته چمتووالی ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اړیکو کمېسیون تر دې وړاندې هم څو ځله له مخالفو سیاسي مشرانو او ګوندونو غوښتي چې هېواد ته ستانه شي، خو ډېری دغو مشرانو خپله ستنېدنه د ښځو د حقونو تامین او د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدو پورې تړلې ده. دا هغه غوښتنې چې طالبانو تر اوسه ځواب نه دي ورته ویلی.

طالب چارواکو د انتالیا کنفرانس په ځینو ناستو کې له خولۍ او پګړۍ پرته کډون وکړ

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۱ GMT+۱
طالب چارواکو د انتالیا کنفرانس په ځینو ناستو کې له خولۍ او پګړۍ پرته کډون وکړ
100%

په داسې حال کې چې طالبانو د دولتي کار کوونکو لپاره خولۍ او پګړۍ جبري کړي دي، خو د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دوو لوړپوړو چارواکو د انتالیا کنفرانس په ځینو ناستو کې له خولۍ او پګړۍ پرته ګدون کړی دی.

خپاره شوي انځورونه ښیي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالحی قانت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکی ذاکر جلالي په رسمي غونډو کې د طالبانو له دودیز سټایل «خولۍ او پګړۍ» پرته راڅرګند شوي دي.

د طالبانو د حکم له مخې، د دولتي ادارو کارمندان، زده کونکي او محصلان اړ دي چې اوږدو ږېره پریږدي او د خولۍ یا پکړۍ پر سربیره سیمه‌یزې جامې واغوندي.

د انتالیا د غونډې په څنډه کې عبدالحی قانت او ذاکر جلالي د ترکیې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له مشر رمضان اردوغان سره لیدلي او خبرې کړي دي. په دغه لیدنه کې د عبدالحي قانت خولۍ یا پکړۍ نه وه پر سر، خو ذاکر جلالي خولۍ پر سر کړې وه.

100%

طالبانو په ورته وخت کې په پوهنتونونو کې پر زده کونکو فشار زیات کړی دی چې دودیزې خولۍ او جامې واغوندي.

د انتالیا ډیپلوماسۍ کنفرانس په ۲۰۲۶ کال کې په ترکیه کې د دولتونو د مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو، لومړی وزیرانو او د نړۍوالو سازمانونو د استازو په پراخه ګډون سره ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو عبدالحي قانت، او ذاکر جلالي ګډون کړی وو.

طالبان دریشي او نېکټايي نه استفاده کوي او تل د اوږدې ږیري په لرلو سره پکړۍ، خولۍ او اکثره وخت هم صدرۍ اغوندي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري په څېر کسان چې د یادې ډلې لیکو ته تازه ور ګډ شوي دي، پخوا یې دریشي او نیکټايي اغوستل، خو اوس یې ظاهري جوړښت د طالبانو په څیر دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د تاریخي میراثونو ساتنې ته هر کال ځانګړې بودیجه بېلوو

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۱
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د تاریخي میراثونو ساتنې ته هر کال ځانګړې بودیجه بېلوو
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیر احمد حقاني هرات ته د سفر پر مهال له اختیارالدین کلا، د هرات موزیم او هریوا دارالفنون څخه لیدنه کړې. نوموړي د تاریخي میراثونو پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې هر کال د لرغونو اثارو د بیارغونې او ساتنې لپاره ځانګړې بودیجه بېلېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه د وري پر ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شیر احمد حقاني په هرات کې له اختیارالدین تاریخي کلا او نورو ابدو څخه د لیدني پرمهال د تاریخي مېراثونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې: «د هېواد تاریخي ابدات زموږ د ملي هویت مهمه برخه ده، موږ ژمن یو چې د دغو مېراثونو د ساتنې، بیارغونې او راتلونکو نسلونو ته یې د ورپېژندنې لپاره عملي او دوامدارې هڅې وکړو.»

په ورته مهال د اختیارالدین کلا او هرات موزیم د مسوولینو ویلي، چې هره میاشت د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ کورني سیلانیان د دغو ځایونو لیددنه کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي زیاتوي چې هرات د افغانستان یو له مهمو کلتوري مرکزونو څخه دی او د دې ولایت د تاریخي اثارو بیارغونه او د ګرځندوی د صنعت پراختیا د دوی د کارونو په لومړیتوب کې ځای لري. د دوی په وینا، د ځوان نسل پوهول او له تاریخي ارزښتونو سره د هغوی بلدتیا د دغه وزارت له اساسي موخو څخه دي.

طالبانو په کندهار کې د افغانستان د ملي بیرغ پر چاپ او پلور بندیز ولګاوه

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
طالبانو په کندهار کې د افغانستان د ملي بیرغ پر چاپ او پلور بندیز ولګاوه
100%

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو کتابتونونو، چاپي مرکزونو او د ډیکورېشن هټیو ته امر کړی، چې د طالبانو له ځانګړي بیرغ پرته د بل هر ډول بیرغ له چاپ، پلور او خپرولو څخه ډډه وکړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن شنبه، د وري پر ۲۹مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له سپین بیرغ پرته د نورو بیرغونو پېر، پلور او چاپ جواز نه لري او له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

طالبانو ویلي، چې دغه نوی بندیز د کندهار پر ښار سربېره په ټولو ولسوالیو کې پلي کېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه اقدام د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ په وړاندې کړی دی.
د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ «تور، سور او زرغون» په ۱۳۰۷ کال کې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري تصویب شو، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لرې او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل شو.

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د بیرغ موضوع د حل وړ ده، خو د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره لا هم دغه بحث کومې پایلې ته نه دی رسېدلی.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د زمري اوومه نېټه د ملي بیرغ د ورځې په توګه په کابل او نورو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېده او دغه بیرغ به د ملي سمبول په توګه په هر ځای کې نندارې ته وړاندې کېده.