• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د هوا پوهنې ادارې خبری ورکړی، چې سبا یکشنبه، د وري ۳۰مه په ۱۲ ولایتونو کې د تېز باران، تېزو بادونو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی.

دغه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه اټکل د یکشنبې په ورځ د وري ۳۰مه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندوز، تخار، او بدخشان ولایتونو لپاره شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۲۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده او همدارنګه په مرکزي او سوېل ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو پېښېدو اټکل هم شته، چې تېزوالی به یې په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلومتره وي.

ترویج لرونکی

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري
۱

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۲

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کندهار کې د افغانستان د ملي بیرغ پر چاپ او پلور بندیز ولګاوه

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۹ GMT+۱
طالبانو په کندهار کې د افغانستان د ملي بیرغ پر چاپ او پلور بندیز ولګاوه
100%

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو کتابتونونو، چاپي مرکزونو او د ډیکورېشن هټیو ته امر کړی، چې د طالبانو له ځانګړي بیرغ پرته د بل هر ډول بیرغ له چاپ، پلور او خپرولو څخه ډډه وکړي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن شنبه، د وري پر ۲۹مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له سپین بیرغ پرته د نورو بیرغونو پېر، پلور او چاپ جواز نه لري او له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

طالبانو ویلي، چې دغه نوی بندیز د کندهار پر ښار سربېره په ټولو ولسوالیو کې پلي کېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو دغه اقدام د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ په وړاندې کړی دی.
د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ «تور، سور او زرغون» په ۱۳۰۷ کال کې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري تصویب شو، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لرې او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل شو.

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو چې د بیرغ موضوع د حل وړ ده، خو د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره لا هم دغه بحث کومې پایلې ته نه دی رسېدلی.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د زمري اوومه نېټه د ملي بیرغ د ورځې په توګه په کابل او نورو ولایتونو کې په شاندارو مراسمو نمانځل کېده او دغه بیرغ به د ملي سمبول په توګه په هر ځای کې نندارې ته وړاندې کېده.

د اسلام‌اباد پولیسو د ۲۰ افغان کډوالو په ګډون لسګونه کسان نیولي دي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۱
د اسلام‌اباد پولیسو د ۲۰ افغان کډوالو په ګډون لسګونه کسان نیولي دي
100%

د پاکستان پولیسو په اسلام‌اباد کې د یوه عملیات پر مهال ۵۶ شکمن کسان نیولي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۲۰ تنه پکې افغان کډوال دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په نیول شویو کې له یو شمېر کسانو څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.

پاکستاني رسنیو د شنبې په ورځ، د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه عملیات د اسلام‌اباد په بېلا بېلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.

یو امنیتي چارواکي ویلي چې په دغو عملیاتو کې له نیول شویو کسانو څخه څلور تومانچې او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي. پولیسو تر اوسه د افغان کډوالو د نیول کېدو د دقیق لامل په اړه څه نه دي ویلي.

دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو سرحدي نښتو وروسته، اسلام‌اباد د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
په ورته مهال د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار په پاکستان کې د افغان خبریالانو، مدني فعالانو او ښځو د نیول کېدو او ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې ده. دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو سره سم چلند وکړي.

طالبان: تېر کال څه باندې ۶ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له تاریخي سیمو لیدنه کړې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱
طالبان: تېر کال څه باندې ۶ میلیونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له تاریخي سیمو لیدنه کړې
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت پراخ شوی او یوازې په تېر کال کې ۶،۲ میلیونه کورنیو او نږدې ۱۰ زره بهرنیانو د افغانستان له تاریخي، کلتوري او تفریحي ځایونو لیدنه کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې دغو سیلانیانو د هېواد له تفریحي، طبیعي او تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ۳۰۲۵ سیاحتي شرکتونه او مېلمستونونه ارزول شوي او همدارنګه ۱۴۶ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته جوازونه تمدید شوي دي.

افغانستان د خپلو طبیعي ښکلاوو او لرغونو تاریخي ودانیو له امله د سیلانیانو پام ځان ته اړولی دی. که څه هم د طالبانو حکومت هڅه کوي د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي، خو د امنیتي اندېښنو او نړیوالو محدودیتونو له امله دغه پروسه لا هم له ننګونو سره مخ ده.

امینتي ګواښونه د ګرځندوی پر وړاندې لا هم یوه جدي اندېښنه ده. دوه کاله وړاندې په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په یوه وسله‌وال برید کې درې بهرنیان او درې افغانان ووژل شول او د څلورو بهرنیانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان شول او دغه ډول پېښې لا هم د بهرنیو ګرځندویانو د جذب پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د ساري ناروغیو کچه لوړه شوې ده

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د ساري ناروغیو کچه لوړه شوې ده
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې په افغانستان کې د ساري ناروغیو پېښې زیاتې شوې دي او په ځینو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کم شوی دی. د راپور له مخې، د ملاریا پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتې شوې او ۷۴۶ مواردو ته رسېدلې دي.

دا راپور د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشت پورې اړه لري، چې د شنبې په ورځ خپور شوی دی.

د راپور له مخې، د کانګو تبې پېښې د شپږو مړینو سره د تېرې میاشتې په پرتله ۵۹.۵ سلنه زیاتې شوې دي.

همدارنګه، د شري ناروغۍ ۲۳۹۵ نوې پېښې او ۱۱ مړینې ثبت شوې دي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۸ سلنه کموالی ښيي. د نس ناستې (اسهالات) پېښې هم ۶۳۰۸ ته رسېدلې او له یوې مړینې سره ۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

خو په همدې حال کې، د سیخ او بریښ پېښې ۳۳ سلنه راکمې شوې دي.

په راپور کې راغلي، د ملاتړ او خدمتونو په برخه کې، د روغتیا نړیوال سازمان په ټول افغانستان کې له ۲۰۰څخه ډېر اړین روغتیايي کڅوړې وېشلې دي، چې ۸۱۰زره ۷۵۰ کسانو ترې ګټه اخیستې ده.

په دغو کڅوړو ‌ کې د غیرساري ناروغیو کیټونه، د شري کیټونه، د رواني روغتیا وسایل او د بېړنیو جراحي عملیاتو لپاره مواد شامل دي.

رپور وړاندې زیاتوي، په مارچ میاشت کې، سیلابونو او سختو بارانونو ۴زره او ۶۸۰ کورنۍ بې‌ځایه کړې او د هېواد په ختیځ، سویل او مرکز کې یې لس روغتیايي مرکزونه زیانمن کړي دي. په دغو پېښو کې ۹۱ کسان مړه او ۲۹۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې زیانمنو سیمو ته استولي او له نورو ملګرو ملتونو ادارو او موسسو سره یې همغږي کړې ده.

راپور همدا راز زیاتوي، د بېرته راستنېدونکو په برخه کې، ۵۱زره او۵۱ کسان د پنځو سرحدي لارو نه افغانستان ته تللي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۶۷.۸ سلنه کموالی ښيي.

طالبان وایي سعودي ته د حاجیانو لیږد لپاره د ۹۶ الوتنو ټول اړین تدابیر نیول شوي دي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
طالبان وایي سعودي ته د حاجیانو لیږد لپاره د ۹۶ الوتنو ټول اړین تدابیر نیول شوي دي
100%

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي چې سږ کال به شاوخوا ۳۰ زره حاجیان د ۹۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته د حج مراسمو د ادا کولو لپاره ولېږدول شي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د حاجیانو د لېږد لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.

د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې نن شنبه د وري ۲۹مه خپره شوې، راغلي چې د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پرون په رسمي ډول پیل شوې دی. د معلوماتو له مخې، په لومړۍ الوتنه کې ۶۹۲ تنه د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې مدینې منورې ته رسېدلي دي.

چارواکي وایي، د حاجیانو د لېږد بهیر به د هېواد له څلورو لویو زونونو څخه تنظیم او ترسره شي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د لېږد مسوولیت د دوو کورنیو هوايي شرکتونو، اریانا افغان او کام‌ایر، پر غاړه دی. د پلان له مخې، ۱۵ زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵ زره نور به د جدې هوايي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.