طالبان: په شپږو ولایتونو کې ۱۳ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ظلمونو ژغورل شوي

د د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د میدان وردګ، نیمروز، کندز، تخار، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ۱۳ مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو له امله له خپلو حقونو بې برخې وې، د دوی په هڅو ژغورل شوي او خپلو شرعي حقونو ته رسېدلې دي.
