• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد: د افغانستان له لوري د احتمالي برید په صورت کې به غبرګون سخت وي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین په اورومچي کې د سولې له خبرو وروسته، رسمي اوربند پای ته رسېدلی خو له طالبانو سره نښتې نه دي شوي. اسلام‌اباد ټینګار کړی چې د هر ډول برید په صورت کې به پوځي عملیات له نوي شدت سره بیا پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې د سولې لپاره د اړیکو دروازې لا هم خلاصې دي او د اورومچي د خبرو وروسته د تعقیبي اقداماتو بهیر روان دی.

هغه د بهرنیو چارو وزارت په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي: «هو، د اورومچي څو ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلې دي. زموږ پلاوی بېرته راستون شوی او اوس د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان څانګه د دغو ناستو د تعقیب پر چارو کار کوي.»

د راپورونو له مخې، د اختر په درشل کې پاکستان، د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه، په افغانستان کې د عملیاتو په ترڅ کې لنډمهاله اوربند اعلان کړی و. دغه اوربند د مارچ له ۱۸/۱۹څخه تر ۲۳/۲۴ مارچ پورې نافذ و.

اسلام‌اباد ویلي و چې دا اقدام یې د حسن نیت او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې کړی، خو ټینګار یې کړی و چې که د ډيورنډ هاخوا برید، ډرون حمله یا ترهګریز اقدام وشي، نو پوځي عملیات به سمدستي او په لا قوي ډول بیا پیل شي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې د رمضان په جریان کې د مهمو بریدونو لړۍ ثبت شوې وه، چې په کې د باجوړ په یوه امنیتي پوستې برید هم شامل و، چې ۱۱ سرتېري او یو ماشوم پکې وژل شوي وو.

د چارواکو په وینا، له هغه وروسته داسې کوم لوی برید نه دی ثبت شوی چې د افغان خاورې یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش خراسان (ISKP) سره دې مستقیم تړاو ولري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د پاکستان د طالبانو په اړه اساسي دریځ دا دی چې کابل باید په دوحه کې کړې ژمنې او د نړیوالو قوانینو له مخې دا یقیني کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان: سند ایالت کې درېیو میاشتو کې ۳۶ تنه د ناموس په نوم وژل شوي

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۱
پاکستان: سند ایالت کې درېیو میاشتو کې ۳۶ تنه د ناموس په نوم وژل شوي
100%

د پاکستان سند ایالت تازه شمېرو ښودلې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان د ناموس په نوم وژل شوي، چې ډېری قربانیان ښځې دي او زیاتره پېښې د کورنیو د غړو له‌خوا ترسره شوې دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په یادو درېیو میاشتو کې د ناموس په نوم د وژنو له ۳۶ قربانیانو څخه ۲۷ښځې او ۹ سړي دي، چې دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام ته اشاره کوي.

راپورونه ښيي چې په دغو پېښو کې د ښځو د وژلو تور اکثره د هغوی پر خپلو نږدې خپلوانو پورې تړل شوی دی. ۱۸ پېښې د مېړونو، پلرونو او وروڼو له‌خوا ترسره شوي، ۱۱ نورې د نورو خپلوانو له‌خوا او درې پېښې د ګاونډیانو له‌خوا شوې دي.

دغه پېښې د سند په بېلابېلو سیمو کې ثبت شوې دي، په کراچۍ او شاوخوا سیمو کې ۲، په سکهر کې ۸، په لاړکانه او نږدې سیمو کې ۱۴، په حیدراباد کې ۳، او په میرپور خاص او شهید بینظیر اباد کې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په جریان کې په ټول سند ایالت کې د ناموس په نوم د ۴۱ پېښو پر مهال ۴۸ کسان وژل شوي وو، چې ۳۸یې ښځې وې.

همداراز، د تېرو څلورو کلونو شمېرې ښيي چې په سند ایالت کې ټول ۵۹۵ کسان د ناموس په نوم وژل شوي، چې له ډلې یې ۴۶۶ښځې او ۱۲۹ سړي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې دا شمېرې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جدي ستونزه څرګندوي او د دې ډول جرمونو د مخنیوي لپاره د لا سختو قانوني او ټولنیزو اقداماتو اړتیا ده.

طالبان وایي په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د ښځو اړوند ۱۰۰زرو قضیو ته رسېدنه کړې

۲۹ وری ۱۴۰۵ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱
طالبان وایي په تېرو نږدې پنځو کلونو کې یې د ښځو اړوند ۱۰۰زرو قضیو ته رسېدنه کړې
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې دوی د ښځو حقونو اړوند ۱۰۰زره قضیو ته رسېدنه کړې ده. د دې وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وایي، دغو قضیو کې مهر، میراث او د جبري نکاح ګانو اړوند مسایل شامل دي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته د مېرمنو حقونو په تړاو لکه مهر، میراث او اجباري نکاح برخه کې ارقام تر ۱۰۰زرو زیات دي». د هغه په خبره، د طالبانو یاد وزارت همدا راز په تېرو نږدې پنځو کلونو کې زرګونه لویې او وړې کلیوالې شخړې هم حل کړې دي.

د سیف الاسلام خیبر په وینا، د دوی د دویمې دورې له واکمنۍ راهیسې تر ۱۰۰زرو ډېر شکایتونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له دوی سره ثبت شوي او اړوندو ادارو ته د رسیدنې لپاره استول شوي دي. د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په کور دننه او بهر د طالبانو پر تګلارو او په ځانګړې توګه د ښځو اړوندو حقونو په تړاو سختې نیوکې کېږي.

پر کابل واکمن تورن دي، چې بشري حقونه یې نقض کړي، پر ښځو یې د زده‌کړو تر څنګ د کار په برخه کې سخت بندیزونه لګولي او د ټولنې ټول قشرونه یې له فردي او د بیان له ازادیو څخه محروم کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونو په نړیواله کچه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو لپاره د ناوړه شرایطو لرونکی هېواد بللی دی.

طالبان: سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۱
طالبان: سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو
100%

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر د جمعې په ورځ (د وري ۲۸مه) په رسمي ډول پیل شو. د معلوماتو له‌مخې، روان کال به له افغانستان څخه ټولټال ۳۰ زره حاجیان د حج مراسمو د ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

دا بهیر به د هېواد له څلورو لویو زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې ترسره شي.

طالبان وايي، چې د حاجیانو د لېږد مسوولیت د دوو کورنیو هوایي شرکتونو اریانا افغان او کام‌اېر پر غاړه دی. د یادې ډلې د پلان له‌مخې، ۱۵ زره حاجیان به په مستقیم ډول مدینې منورې ته او ۱۵ زره نور حاجیان به د جدې هوایي ډګر له لارې مکې مکرمې ته ولېږدول شي.

د دغه بهیر د پرانیستې په مراسمو کې چې د جمعې په ورځ د کابل په «مجتمع الحجاج» کې جوړ شوي وو، د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین حافظ محمد حامد حسیب، د مرکزي ریاستونو مسوولینو او د هوایي شرکتونو استازو ګډون درلود.

نوموړي ویلي، چې د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو او ټرانسپورټ په برخو کې بشپړ چمتووالی نیول شوی دی. هغه زیاته کړې، چې د خدماتو د کیفیت د څارنې او د حاجیانو د ستونزو د حل په موخه مخکې له مخکې ځانګړي پلاوي سعودي عربستان ته استول شوي دي.

د یادونې ده چې د لومړۍ الوتنې حاجیان د کابل له نړۍوال هوایي ډګر څخه د حرمین شریفین په لور روان شول، چې په دې سره به د راتلونکو څو اونیو په بهیر کې دا لړۍ په دوامداره توګه روانه وي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا استازي د طالبانو د مشر د ۱۲م فرمان د لغوه کېدو غوښتنه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۱
د افغانستان لپاره د برېتانیا استازي د طالبانو د مشر د ۱۲م فرمان د لغوه کېدو غوښتنه کړې
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي وايي، چې د طالبانو ۱۲م فرمان باید لغوه شي. هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دریځ بیا خپور کړی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونه باید مراعات شي.

لینډسي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو اندېښنې د دې فرمان په اړه جدي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، چې د طالبانو د مشر ۱۲م فرمان د بشري حقونو، د قضا د خپلواکۍ او عادلانه محاکمې په برخو کې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۱۲م فرمان چې د «محاکمو د جزايي اصولو» تر سرلیک لاندې خپور شوی، د غبرګولي میاشتې په پیل کې لاسلیک او څو ورځې وروسته نافذ شو.

ریچارډ بنېټ مخکې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي وو، چې دا فرمان کولی شي په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتنې وضعیت د لا نور کمزوري کېدو لامل شي، نو ځکه باید بېرته واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان زیاتوي، چې دا متن د روښانه قانون جوړونې له بهیر او د افغانستان اساسي قانون ته له اشارې پرته او همداراز د تصویب د څرنګوالي په اړه په ابهام کې صادر شوی دی. د اندېښنو لویه برخه د طالبانو د جزايي اصولنامې له هغو مادو سره تړاو لري چې د ښځو په اړه دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د دې فرمان ۳۲مه ماده یوازې هغه مهال د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی د سزا وړ ګڼي، چې وهل ټکول د هډوکو ماتېدو، ژور ټپ یا ښکاره شینوالي لامل شي. په هماغه حالت کې هم ښځه اړ ده، چې خپله دعوه په محکمه کې ثابته کړي او د مېړه سزا تر ۱۵ ورځو بند پورې محدوده شوې ده.

همدارنګه ۳۴مه ماده مېړه ته اجازه ورکوي، که مېرمن یې د هغه له اجازې پرته یا له هغه څه پرته چې په متن کې «شرعي توجیه» بلل شوې، د خپل پلار یا خپلوانو کور ته لاړه شي، نو هغې ته سزا ورکړي. په دې ماده کې دا هم راغلي، چې که د ښځې خپلوان هغه د محکمې له حکم وروسته بېرته مېړه ته ونه‌سپاري، تر درې میاشتو پورې بندي کېدای شي.

د دې فرمان پر وړاندې غبرګونونه له لومړیو اوونیو راهیسې پراخ وو.

د بشري حقونو بنسټونه باور لري، چې دا فرمان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته قانوني بڼه ورکوي او د طالبانو پر مشرتابه او تګلارو نیوکه کول جرم ګرځوي.

د دغو نیوکو په ځواب کې، د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د دوی له قوانینو سره مخالفت د شریعت مخالفت دی او جرم ګڼل کېږي.

طالبانو د هلمند په بهرامچه کې د مسو تر ۴زرو ډېرې قاچاق کېدونکې خښتې نیولې دي

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۱
طالبانو د هلمند په بهرامچه کې د مسو تر ۴زرو ډېرې قاچاق کېدونکې خښتې نیولې دي
100%

د طالبانو دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په هلمند کې د دوی ۲۱۵ عزم قول اردو د مسو د قاچاق مخه نیولې ده. خبرپاڼه کې راغلي، د مسو ۴۳۸۲ خښتې چې بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه توګه قاچاق کېدلې د دوی ځواکونو نیولې دي.

د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ماښام (د وري ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مس د ځانګړو عملیاتو په لړ کې د دوی لاس ته ورغلي‌ دي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هېڅوک په ناقانونه توګه د مسو صادرات او واردات نه‌شي کولای. طالبانو دا نه دي ویلي‌، چې دغه مس کوم هېواد ته لېږدول کېدل او په دې اړه یې هم وضاحت نه‌دی ورکړی، چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که څنګه.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند بهرامچه د ډیورند په کرښه پرته ولسوالۍ ده او پاکستان ته پرې د تګ راتګ لاره شته، خو دغه لاره له څو میاشتو راهیسې بنده ده.