یوې باوري سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله له نومښودنې ډډه کوي، افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل چې دا جذب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په مستقیمه غوښتنه کېږي.
د سرچینې په وینا، له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.
د سرتېرو د جلب او جذب ولایتونه ډېری پر ډیورنډ کرښه دي، چې خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند ولایتونه پکې شاملیږي.
د دې هڅې تر شا یو هدف دا ګڼل کیږي، چې طالبان غواړي په هغو ټولنو کې نفوذ پیدا کړي چې پخوا یې ورسره محدود تعامل درلود. طالبانو د جمهوري نظام پر مهال له افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې په کلونو کې په ځاځي میدان او پنجشېر کې ډلګۍ نه درلودې.
د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده تېر کال د دې ډلې دفاع وزارت ته امر کړی و چې په پنجشیر ولایت کې ۱۵۰۰ ځوانان جذب کړي. یادو کسانو ته شپږ میاشتنۍ نظامي زدهکړې ورکړل شوې او یو شمېر یې وروسته د طالبانو د اردو په لیکو کې شامل شول.
د خوست ولایت ځاځي میدان او د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ، چې دواړې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، په تاریخي ډول داسې سیمې ګڼل کېږي چې د مرکزي حکومتونو ترڅنګ یې د خپلو سیمو امنیت د قومي اربکیو له لارې ساتلی دی.
د همدغو محلي جوړښتونو له امله، دا سیمې د دولت ضد وسلهوالو ډلو لپاره په تېرو لسیزو کې د محدود نفوذ ساحې پاتې شوې وې.
سرچینه زیاتوي چې د جذب په لومړیو پړاوونو کې یوازې له ځاځي میدان څخه شاوخوا زر تنه ځوانان هدف ګرځول شوي او تمه کېږي دا پروسه نورو سرحدي ولسوالیو ته هم وغځول شي.
د شنونکو په باور، د په سرحدي سیمو کې له پرتو قبیلو نه د افرادو د جذب تر شا یو لامل د سرحدي امنیت اړتیاوې دي، ځکه په دې وروستیو کې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې ترینګلې شوې، ځینې پوستې یې له لاسه ور کړې او هممهاله پر ډیورنډ کرښه د نښتو پېښې زیاتې شوې دي.
د شنونکو په باور، د طالبانو دغه پلان د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پاکستان د خاصه دار ځواک او لیوي ځواک د جلب او جذب له طرحې سره ورته والی لري، ځکه د هغو ځواکونو د جلب او جذب تمرکزهم، چې اوس یې جوړښت بدل شوی، پر سرحدي قبیلو و.
د طالبانو په سرحدي ځواکونو کې د نویو جنګیالیو ځای پرځای کول د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو د محدودولو لپاره هم مهم ګڼل کیږي، ځکه نوي سرتېري به د جګړې د کلونو د جنګیالیو په څېر له بهرنیو وسله والو سره ډېرې تنګې اړیکې ونه لري او له خپلې اراضي سره به بلد وي.
په تېرو لسیزو کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ځايي قومي اربکیو د دولتونو لپاره د لومړۍ کرښې د دفاع رول لوبولی. د شنونکو له نظره، اوس طالبان هڅه کوي همدغه دودیز نفوذ د خپل مرکزي امنیتي جوړښت برخه کړي.
طالبانو په رسمي ډول له سرحدي ولسوالیو د سرتېرو د جلب او جذب په اړه څه نه دي ویلي.