طالبان وايي ۲۶ ټُنه بېکیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته مسترد کړل

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره چې پخوا د ملي ستندرد په نوم یادېده وايي، ۲۶ ټُنه بېکیفیته ودانیز توکي یې په اسلامکلا بندر کې بېرته ایران ته مسترد کړي دي. دغې ادارې له سوداګرو او واردوونکو غوښتي، چې د وارداتو پر مهال کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.
