په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرېکړه شوې د مرستو د راټولولو لپاره یو ځانګړی بانکي حساب پرانیستل شي او ورپسې به له سوداګرو او بېلابېلو صنفي اتحادیو سره هم ناستې وشي، څو د مرستو دا بهیر لا منظم او اغیزناک شي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له نړیوالو بندیزونو سره مخ افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او د کډوالۍ په ناورین کې ښکیلو افغانانو سره د لازمو مرستو امکانات کم لیدل کېږي.
زیاتره بې ځایه شوي کډوال شکایت کوي، چې طالبانو د مرستو بهیر منظم نه دی او په براخه کچه درغلیو له امله حق حقدار ته نه سپارل کېږي.
دغه سړک له مقر ولسوالۍ څخه پیل او د بالامرغاب ولسوالۍ پر لور غځېږي.
د طالبانو ټولګټو وزارت ویلي و، ټاکل شوې چې پروژه به په درې کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د طالبانو د یاد وزارت چارواکي څرګنده کړې وه، چې د پروژې د کار په بهیر کې به ګڼ شمېر مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او د دغه سړک په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو لېږد رالېږد اسانه شي او د انتقالاتو لګښتونه به هم راکم شي.