طالبان وايي په کابل کې د کور جوړونې او محکمو د چارو په برخه کې اسانتیاوې راولي

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وایي، چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کورونو جوړولو او محکمو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وایي، چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کورونو جوړولو او محکمو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې په کابل کې د طالبانو له لوري د ودانیزو مقرراتو پرلهپسې بدلونونو ودانیزې چارې ټکنۍ کړې، د زرګونو کارګرو دندې یې له منځه وړې دي او د کورونو بازار یې د لوړې بیې، ټیټې عرضې او پراخو اداري مسایلو له امله له ستونزو سره مخ کړی دی.
په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدو بهیر تېز شوی دی خو ددې تازه کډوالو نیوکې دا دي، چې طالبان د کورونو د جوړولو اجازه نه ور کوي او بله خوا په ولایتونو کې د کورونو پیدا کېدل ناممکن شوي او یا هم کرایې ډېرې لوړې دي.
د افغان تحلیلګرانو شبکې په یوه رپوټ کې ویل شوي و، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یوازې عرفي قبالې لري، چې طالبان یې نه مني. دا خلک نه شي کولای نوي کورونه جوړ کړي او نه هم خپلې شته ودانۍ پراخولای شي.
په رپوټ کې ویل شوي و، حتا هغه کسان چې شرعي قبالې لري، د ملکیت د تثبیت، اداري ځنډ، او د فساد د ادعاوو له امله د ودانۍ جواز ته په میاشتو او ان کلونو انتظار باسي.
سره له دې چې طالبان د کابل د «منظم او ښکلي ښار» خبره کوي، خو د ودانیزو مقرراتو اوسنی چوکاټ د کور او کار بحرانونه لا ژور کړي دي.