• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، لوګر ولایت کې یې غله او هرات ولایت کې یې وسلې نیولي دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د لوګر ولایت پولیسو د یو نیم کیلوګرامه سرو زرو د غلا په تړاو څلور کسان نیولي، او په جلا عملیاتو کې د هرات په ولایت کې سلګونه وسلې هم کشف او ترلاسه شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغو کسانو څو ورځې وړاندې د لوګر د پل علم ښار له یوې هټۍ څخه یو نیم کیلوګرامه سره زر غلا کړي وو، چې وروسته د دوی ځواکونو له لوري ونیول شول.

چارواکي وایي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او غلا شوي سره زر بېرته خپل اصلي څښتن ته سپارل شوي دي.

بلخوا، د هرات امنیه قومندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پولیسو ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې سلګونه میله کلاشینکوفونه او تفنګچې کشف او ترلاسه کړي دي.

طالبانو ددغه وسلو تعداد ندی ښودلی، تر څنګ یې د وسلو په تړاو د نیول شویو کسانو یاده هم نده کړې.

چارواکي ټینګار کوي چې د ناقانونه وسلو د راټولولو او د جرمونو د مخنیوي لپاره به عملیات دوام ولري.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

اوچا: په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته ۷۳،۴ میلیونه ډالر بشري مرستې ورکړل شوې

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱
اوچا: په ۲۰۲۵ کې افغانستان ته ۷۳،۴ میلیونه ډالر بشري مرستې ورکړل شوې
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ۲۰۲۵ کال کې ۷۳،۴ میلیونه ډالر ۱۱۹ پروژو ته ځانګړي کړي، چې له لارې یې تر ټولو اړمنو کسانو ته مرسته رسېدلې ده.

د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ۷۱ همکارو بنسټونو له لارې عملي شوي او موخه یې د بې‌وزلو او زیانمنو خلکو ملاتړ و.

اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره په ۲۰۲۶ کال کې هم بشري اړتیاوې لوړې پاتې کېږي او د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره پر وخت او انعطاف‌منو مالي مرستو ته جدي اړتیا ده.

دغه اداره وایي، که کافي او پر وخت بودیجه برابره نه شي، د بشري مرستو دوام له خطر سره مخ کېدای شي.

د بې وسلې افغانانو د وژنې تورن اسټرالیایي سرتیری وایي خپله بې ګناهي به ثابته کړي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱
د بې وسلې افغانانو د وژنې تورن اسټرالیایي سرتیری وایي خپله بې ګناهي به ثابته کړي
100%

د افغانستان د جګړې پر مهال پخوانی اسټرالیایی سرتیری رابرټس سمیټ چې د بې وسلې پنځو افغانانو د وژنې په تور تورن دی، ویلي چې دی به هڅه وکړي خپله بې ګناهي ثابته او ځان سپین کړي.

سمیټ ویلي د ده کورنۍ د څه مودې راهیسې په یو کمپاین بوخت دي څو د استرالیا خلک قانع کړي چې ده کومه ګناه نده کړې.

هغه زیاته کړې: «زه دا ټول تورونه په کلکه ردوم.که څه هم ما به غوره ګڼله چې دا تورونه نه وای لګیدلي، خو اوس به له دې فرصته کار اخلم چې خپل نوم پاک کړم.»

د رابرټس سمیټ قضیه څه موده وړاندې محکمې ته وړاندې شوه، ویل کیده ښایي په عمري بند محکوم شي خو هغه د جمعې په ورځ د اپریل په ۱۷مه، له لسو ورځو بند وروسته په ضمانت خوشې شو او دا له نیونې وروسته د سمیټ لومړنۍ څرګندونې ښودل شوي دي.

دراپور له‌مخې، پر هغه تور دی چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموریت پر مهال بې‌وسلې افغانان وژلي. ویل کیږي هغه د دوو کسانو د وژلو مسوول دی او په درېیو نورو پېښو کې یې د وژنې لارښوونه، مرسته یا هڅونه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې د ښځو په ګډون ۵۵ روغتیایي کارکوونکي روزلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۴۷ GMT+۱
د روغتیا نړیوال سازمان په بلخ کې د ښځو په ګډون ۵۵ روغتیایي کارکوونکي روزلي
100%

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په بلخ ولایت کې یې ۵۵ د ټولنې روغتیایي کارکوونکي روزلي دي چې ۴۳یې ښځې دي، څو د غیر ساري ناروغیو د ژر تشخیص او رېفر کولو بهیر پیاوړی شي.

دغه سازمان په اکیس لیکلي چې یاده روزنه د افغانستان په بلخ ولایت کې ترسره شوې او تمرکز یې د لوړ فشار، شکر، مزمنو تنفسي ناروغیو او عامو سرطانونو پر پېژندنه او مدیریت و.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې روزنیز پروګرام هدف دا دی چې د روغتیايي خدمتونو لاسرسی د ټولنو تر کچې نږدې کړي او د ژوند ژغورونکي پاملرنې بهیر چټک کړي.

دغه سازمان د دې پروګرام د عملي کېدو لپاره له مرستندویه ادارو مننه هم کړې ده.

طالبان وایي فاریاب کې یې ۱۷ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو ژغورلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۸ GMT+۱
طالبان وایي فاریاب کې یې ۱۷ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو ژغورلي
100%

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، په تېرو دوو اونیو کې یې د فاریاب ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۷ هغه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو ژغورلې چې له خپلو شرعي حقونو بې‌برخې شوې وې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یادې مېرمنې د ټولنې د ناوړه دودونو او کورني تاوتریخوالي له امله له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ وې او د خپلو اساسي حقونو څخه بې‌برخې پاتې شوې وې.

مسولین وایي، دغه مېرمنې د محتسبینو د هڅو په پایله کې ژغورل شوي او خپل حقوق یې بېرته ترلاسه کړي دي.

د چارواکو په وینا، د یادو مېرمنو ډېری هغه کسان وو چې د خپلو خاوندانو له لوري له دوامداره روحي او جسمي ځورونې سره مخ وې، خو د دوی په مداخلې سره د هغوی د ستونزو د حل هڅې شوې دي.

چارواکي زیاتوي، له اړوندو کسانو ژمنه هم اخیستل شوې چې په راتلونکي کې به له داسې کړنو ډډه کوي.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۷زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۷زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۹۸۰ کډوالې کورنۍ چې ټول ۷۲۹۹ تنه کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۲۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۱۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳۶ کورنۍد ورېښمو پله له لارې، او ۷کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، اسلام‌اباد د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.

ورته مهال د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار په پاکستان کې د افغان خبریالانو، مدني فعالانو او ښځو د نیول کېدو او ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې ده. دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو سره سم چلند وکړي.