• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غور کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو؛ ۲۷۵ زره ماشومان به واکسین شي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۱

په غور ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د چارواکو په وینا، په دې پړاو کې به شاوخوا ۲۷۵زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي. هغوی له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره له روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین سراسري کمپاین د دوشنبې په ورځ، د وري په ۲۴مه، د هېواد په ډېری ولایتونو کې پیل شوی و، خو د غور تر څنګ دایکندي او بامیان په کې شامل نه وو.

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې مخکې ویلي و، چې د سړې هوا له امله په دایکندي او بامیان کې دا کمپاین ځنډول شوی او په غور کې به د یوې اوونۍ په ځنډ ترسره شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

سره له دې چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو په ۲۰۲۵میلادي کال کې لږ تر لږه ۹مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

همدارنګه راپورونه ښيي چې په همدې کال کې په افغانستان او پاکستان کې ټولټال ۳۶مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و، چې د دې ویروس د خپرېدو ګواښ، په ځانګړي ډول د پاکستان سره په ډيورنډ کرښه پرتو جنوبي سیمو کې، لا هم لوړ پاتې دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې ۵۰ تنه ځوانان د چینايي ژبې په زده کړه بوخت دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
په ننګرهار کې ۵۰ تنه ځوانان د چینايي ژبې په زده کړه بوخت دي
100%

د چین شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان په ختیزو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې د چینايي ژبې له زده کولو سره لېوالتیا زیاته شوې او لسګونه ځوانان د سوداګرۍ او نورو موخو لپاره د دې ژبې په زده کړه بوخت دي.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او د ادبیاتو پوهنځي محصلان د چینايي ژبې زده کړه نه یوازې د کارموندنې لپاره یوه وسیله بولي، بلکې دا د افغانستان او چین ترمنځ د کلتوري تبادلې او تفاهم یو مهم پل ګڼي.

۲۰ کلن بختیا اریوبي چې هره ورځ د چینايي ژبې ټولګي ته ځي، وايي چې د دې ژبې زده کړه یوازې یو مهارت نه، بلکې د نویو کلتورونو د پېژندنې او د افغانستان د تاریخي میراثونو د معرفي کولو یوه لاره ده. نوموړی وايي:«چینايي ژبه موږ ته فرصت راکوي چې خپل کلتور هغوی ته وژباړو او د ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې رامنځته کړو».

د چینايي ژبي زده کړې لپاره ننګرهار ته له لرې ولایتونو څخه هم ځوانان ورځي.

د غزني ولایت اوسېدونکي عبدالکریم حلیمي په ننګرهار پوهنتون کې چينايي ژبه زده کړې او روانې خبرې پرې کوي. نوموړی وايي، چې په کانونو، سوداګرۍ او سفارتونو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره د چینايي ژبې زده کړه اړینه ده.

په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد عبدلباسط بریالي ویلي، چې په ختیزو ولایتونو کې ورځ تر بلې د چینايي ژبې لپاره لېوالتیا ډېریږي او دمګړی شاوخوا ۵۰ ځوانان د چینايي ژبې په زده کړو بوخت دي، خو نوموړی د معیاري ټولګیو، درسي موادو او ځانګړې ودانۍ د نشوالي له امله اندېښمن دی.

مجاهد وايي د طالبانو مشرانو له پاکستان سره په جګړه کې د رسنیو رول درک کړی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱
مجاهد وايي د طالبانو مشرانو له پاکستان سره په جګړه کې د رسنیو رول درک کړی
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې «د اطلاعاتو بانک» په پرانېستغونډه کې ویلي، چې د طالبانو مشرانو له پاکستاني ځواکونو سره په نښتو کې د افغاني رسنیو رول درک کړی دی. نوموړي وویل چې «افغاني رسنۍ اوس د ملي مسایلو پر اساس محاسبه کوي».

هغه د افغانستان کورنۍ رسنۍ د نظام برخه وبللې او ویې ویل، چې دوی د پاکستان او طالبانو په جګړه کې ملي رول لوبولی او د طالبانو له ځواکونو سره یې یوځای د هېواد او خلکو دفاع کړې ده.

مجاهد ویلي، چې رسنۍ باید پر ملي مسایلو غور وکړي، اړخونه او جهتونه باید په نظر کې ونه نیسي او افغانستان په نظر کې ونیسي.

هغه دده په وینا، د دښمنانه تبلیغاتو پر وړاندې د عامه ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره د طالبانو د ادارې او رسنیو دواړو رول مهم ګڼلی.

مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو ادارې د پرمختګونو په برخه کې اطلاع رسونه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي وویل، چې «په افغانستان کې ځینې رسنۍ سوداګریزې او ځینې د بهرنیو ځواکونو په اشغال پورې تړلې وې»، او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځینې سقوط شوې او یا یې تمویلي سرچینې بندې شوې، خو دده په وینا، «نورې چې ملي رېښې یې درلودې، اوس هم فعالې دي».

مجاهد داسې مهال د افغان رسنیو پر رول ټینګار کوي، چې طالبانو په خپله تېره څلورنیم کلنه دوره کې ګڼ خبریالان سانسور ته اړ اېستي، پر رسنیو او خبریالانو یې بندیزونه لګولي او یو شمېر رسنۍ یې ددې ډلې له تګلارو د سرغړونې په تور تړلې دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغاني رسنۍ له یوه سخت پړاوه تېریږي.

طالبان د ملاهبت الله په سپارښتنه د کډوالو لپاره له سوداګرو او دوکاندارانو مرستې راټولوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۱
طالبان د ملاهبت الله په سپارښتنه د کډوالو لپاره له سوداګرو او دوکاندارانو مرستې راټولوي
100%

په غزني کې د طالبانو ولایتي چارواکي وايي، د مولوي هبت الله په لارښوونه په ټولو ولایتونو کې د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د والیانو په مشرۍ کمېټې جوړې شوې. د طالبانو والیان له سوداګرو او صنفي اتحادیو سره د مرستو راټولولو په تړاو په ناستو مکلف شوي.

د طالبانو د غزني والي ویاند عزت الله سعیدي نن یکشنبه، د وري پر ۳۰مه وویل، چې د غزني ولایت په مقام کې د والي په مشرۍ ناسته شوې، چې هدف یې د کډوالو لپاره د مرستو د راټولولو د عملي کړنلارې پلې کول وو.

په دې ناسته کې د کډوالو د وضعیت د ارزونې، د ډېرو اړمنو او مستحقو کسانو د بېلولو او همدارنګه د مرستو د راټولولو د غوره لارو په اړه خبرې شوې دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرېکړه شوې د مرستو د راټولولو لپاره یو ځانګړی بانکي حساب پرانیستل شي او ورپسې به له سوداګرو او بېلابېلو صنفي اتحادیو سره هم ناستې وشي، څو د مرستو دا بهیر لا منظم او اغیزناک شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له نړیوالو بندیزونو سره مخ افغانستان سره بهرنۍ مرستې کمې شوې دي او د کډوالۍ په ناورین کې ښکیلو افغانانو سره د لازمو مرستو امکانات کم لیدل کېږي.

زیاتره بې ځایه شوي کډوال شکایت کوي، چې طالبانو د مرستو بهیر منظم نه دی او په براخه کچه درغلیو له امله حق حقدار ته نه سپارل کېږي.

د طالبانو د هرات والي ویلي چې د شیعه وګړو د وژنې عاملان به ونیول شي او سزا به ورکړل شي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱
د طالبانو د هرات والي ویلي چې د شیعه وګړو د وژنې عاملان به ونیول شي او سزا به ورکړل شي
100%

د هرات د طالبانو والي ویلي چې د انجیل ولسوالۍ په ده میري کلي کې د شیعه وګړو د وژنې عاملان به ونیول شي او سزا به ورکړل شي. نوموړي چې د شنبې په ورځ د یادې پېښې د قربانیانو د فاتحې په مراسمو کې خبرې کولې، دا پېښه غیرانساني او د اسلامي اصولو خلاف کړنه بللې ده.

د راپورونو له مخې، نامعلومو وسله والو د وري پر ۲۱مه نېټه پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د هرات د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده میري په سیمه کې د شیعه وو د یو زیارت ترڅنګ راټول شوي وو.

په دې پېښه کې په لومړیو کې ۱۱ تنه ووژل شول.

سرچینو ویلي چې د دې پېښې یو ټپي کس د شنبې په ورځ د ایران په یوه روغتون کې ساه ورکړې، چې له دې سره د وژل شویو شمېر ۱۲ تنو ته لوړ شوی دی.

دغه کس نجیب نومېده، چې د درملنې لپاره ایران ته لېږدول شوی و، خو د سختو ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

سره له دې چې له پېښې لس ورځې تېرې شوې، طالبانو تر اوسه د برید د عاملانو د نیولو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

د کونړ د ناړۍ د څلورو کلیو اوسېدونکي د امنیتي ګواښونو له وېرې لاهم نه دي ستانه شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۱
 د کونړ د ناړۍ د څلورو کلیو اوسېدونکي د امنیتي ګواښونو له وېرې لاهم نه دي ستانه شوي
100%

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي لا هم خپلو کورونو ته د ستنېدو جرئت نه کوي، ځکه په خلکو کې د نښتو بیا پیلیدو وېره لا نه ده کمه شوې. د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د ناړۍ د بریکوټ، دوکلام، پاشنګر او ناړۍ کلیو شاوخوا پنځه زره کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

یو شمېر بې‌ځایه شويو کسانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جګړې د بیا پیلېدو د ویرې تر څنګ، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وروستیو نښتو کې ددوی کورونه او هټۍ هم ویجاړ شوي دي او د بیا رغونې توان یې نه لري.

طالبانو او خیریه ټولنو تراوسه ددغو کلیو د بې ځایه شویو د بېرته ستنونې او د هغوی د کورونو د رغونې په برخه کې اقدام نه دی کړی.

دغه بې‌ځایه شوي اوسېدونکي، چې اوس د کونړ په مرکز اسعداباد او په مرورې او اسمار ولسوالیو کې د سیند پر غاړو مېشت دي، وایي چې د ژوند لومړني امکانات هم نه لري.

دغه خلک نه خیمې لري او نه هم د ښځو لپاره د تشنابونو او حمامونو په څېر له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن دي.

طالبانو او خیریه ټولنو تراوسه ددغو کلیو د بې ځایه شویو د بېرته ستنونې او د هغوی د کورونو د رغونې په برخه کې اقدام نه دی کړی.
100%
طالبانو او خیریه ټولنو تراوسه ددغو کلیو د بې ځایه شویو د بېرته ستنونې او د هغوی د کورونو د رغونې په برخه کې اقدام نه دی کړی.

د ځینو بې ځایه شویو کورنیو مشران وایي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وروستیو نښتو کې پر کورونو سربېره جوماتونه، کلینیکونه او ښوونځي هم ویجاړ شوي دي.

ګڼ هغه ماشومان، چې له خپلو کلیو بې ځایه شوي، د زده کړې له بهیره بې برخې دي او د کورنیو مشران اندېښمن دي، چې کلیو ته په ستنېدو سره به د هغوی د ځپل شوي ښوونیز نظام بیا رغونه وخت وغواړي.

بې‌ځایه شوي خلک د طالبانو پر ادارې او نړیوالو مرستندویو بنسټونو نیوکه کوي چې له تېرو دوو میاشتو جګړو وروسته یې تر اوسه د سرپناه یا د بیا رغونې لپاره کومه عملي مرسته نه ده ورسره کړې. دوی غوښتنه کوي چې بیړنۍ خوراکي او نغدي مرستې دې ورته برابرې شي.

ځايي خلک غوښتنه کوي چې بیړنۍ خوراکي او نغدي مرستې دې ورته برابرې شي.
100%
ځايي خلک غوښتنه کوي چې بیړنۍ خوراکي او نغدي مرستې دې ورته برابرې شي.

د ناړۍ ولسوالۍ هغه مهمه لاره چې له بري‌کوټ څخه د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته غځېدلې، له نږدې دوو میاشتو راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې وه. د روان کال د وري په ۲۴مه، د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې دغه لاره بېرته پرانېستل شوه، خو لاهم له سیمې وتلي خلک خپلو کلیو په ستنېدو کې دوه زړي دي.

د چترال او د کونړ د ناړۍ او نورستان د قومي مشرانو د هوکړې له مخې، دواړو خواوو له ناړۍ نه تر نورستان پورې د دایمي اوربند ژمنه کړې ده.

ځايي مشران وایي چې لاره د انساني ناورین د مخنیوي په موخه د دوی په غوښتنه او د پاکستاني ځواکونو په همغږۍ پرانېستل شوې ده.

له دې هوکړې وروسته تر دې مهاله ددواړو خواوو ترمنځ اوربند پلی شوی، خود ډیورنډ کرښې په امتداد په نورو سیمو کې وخت ناوخته پر کرښه د ډزو رپوټونه ورکول کیږي.