ایټالیا: له افغان راستنېدونکو سره زموږ ملاتړ دوام لري

د ایټالیا حکومت یو ځل بیا له افغانانو سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د شته ننګونو د حل لپاره په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) سره نږدې همکاري کوي.

د ایټالیا حکومت یو ځل بیا له افغانانو سره د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د شته ننګونو د حل لپاره په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) سره نږدې همکاري کوي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د وري په ۳۰مه ویلي، چې دا هېواد لا هم په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د بېرته راستنېدونکو د ملاتړ په پروګرامونو کې، خپل رول ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د راستنېدونکو لپاره د معیشتي فرصتونو برابرول، د هغوی د ژوند د بیا رغونې په بهیر کې ډېر مهم دي.
د یاد سازمان په وینا، د د ایټالیا د پراختیايي همکاریو ادارې په مالي ملاتړ، د جرابو د تولید یوې کارخانې ته لمریزه برېښنا برابره شوې، چې لسګونه بېرته راستنېدونکي په کې کار کوي.
د «ای او ایم» د معلوماتو له مخې، دې اقدام نه یوازې یادې کارخانې ته دوامداره برېښنا برابره کړې، بلکې د کارګرو لپاره یې د ثابت عاید زمینه هم برابره کړې او د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کولو کې یې مرسته کړې ده.
دا پرمختګونه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او د ژوند د بیا پیل لپاره له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې یو شمېر وسلې یې په خوست ولایت کې نیولې دي. دغه وزارت زیاتوي، د یادو نږدې ۱۰۰ وسلو او زرګونه مرمیو د قاچاق په تړاو یې ۲ کسان هم نیولي دي.
د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ماخوستن (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د وسلو یاد دوه قاچاق کوونکي د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په جانيخېلو کې نیول شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، له یادو کسانو ٩٥ تفنګچې او ٢٥٠٠ مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «یاد مهمات او وسلې چې په یوه عراده الټو ډوله موټر کې ځای پرځای شوې وې او غوښتل يې له پاکستان هیواد څخه افغانستان انتقال کړي چې د بیدارو دفاعي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوې».
د یوه بل خبر لهمخې، کورنیو چارو وزارت بیا وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هرات کې په بېلابېلو عملیاتو کې سلګونه کلاشینکوفونه او تفنګچې هم کشف او ترلاسه کړي، خو په تړاو یې نور جزییات نهدي ورکړي.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د موسمي بارانونو او له امله د سېلابونو د راوتلو په پایله کې د څه باندې ۷۳ زره کسانو له زیانمنېدو وروسته د «کېاراو» په نوم یوې موسسې په کندهار کې د سېلابونو د لومړني خبرداري ۳ سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کېاراو موسسې په ملاتړ، د سپین بولدک او ښکته شاهوليکوټ ولسوالیو کې د سېلابونو د لومړني خبرداري درې سیسټمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
خبرپاڼه کاږي: «دغه سیسټمونه د اوبو کچه او چټکتیا اندازه کوي او د ګواښ په صورت کې د خبرتیا زنګ په فعالېدو سره خلکو ته خبر ورکوي».
طالبان وايي، یادې موسسې د دغو سیسټمونو د ښې کارونې لپاره پنځو رضاکارانو ته روزنه هم ورکړې ده، خو د یادو سیسټمونو د لګښت په تړاو یې څه نهدي ویلي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا، ۷۳٬۳۰۰ کسان (شاوخوا ۱۰٬۶۳۴ کورنۍ) اغېزمن شوي دي.
تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې ثبت شوي او ورپسې سویلي او لوېدیځې سیمې په دویم او درېیم مقام کې راځي.
د یادونې وړ ده، د روانې وري میاشتې له شپږمې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو، تندر پرېوتو، غرښویېدنې، زلزلې او د کورونو نړېدو له امله ۱۸۹ کسان مړه، ۲۵۹ ټپیان او ۹ کسان لادرکه شوي دي. د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۳۰۳ کورونه په بشپړ او ۵۸۴۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۳۷۲کیلومټره سړکونه هم لهمنځه تللي دي.
په غور ولایت ځایي طالب چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) پر ضد د واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د چارواکو په وینا، په دې پړاو کې به شاوخوا ۲۷۵زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي. هغوی له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا د ساتنې لپاره له روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین سراسري کمپاین د دوشنبې په ورځ، د وري په ۲۴مه، د هېواد په ډېری ولایتونو کې پیل شوی و، خو د غور تر څنګ دایکندي او بامیان په کې شامل نه وو.
له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې مخکې ویلي و، چې د سړې هوا له امله په دایکندي او بامیان کې دا کمپاین ځنډول شوی او په غور کې به د یوې اوونۍ په ځنډ ترسره شي.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.
سره له دې چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پراخې هڅې روانې دي، خو په ۲۰۲۵میلادي کال کې لږ تر لږه ۹مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.
همدارنګه راپورونه ښيي چې په همدې کال کې په افغانستان او پاکستان کې ټولټال ۳۶مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و، چې د دې ویروس د خپرېدو ګواښ، په ځانګړي ډول د پاکستان سره په ډيورنډ کرښه پرتو جنوبي سیمو کې، لا هم لوړ پاتې دی.
د چین شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د افغانستان په ختیزو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې د چینايي ژبې له زده کولو سره لېوالتیا زیاته شوې او لسګونه ځوانان د سوداګرۍ او نورو موخو لپاره د دې ژبې په زده کړه بوخت دي.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او د ادبیاتو پوهنځي محصلان د چینايي ژبې زده کړه نه یوازې د کارموندنې لپاره یوه وسیله بولي، بلکې دا د افغانستان او چین ترمنځ د کلتوري تبادلې او تفاهم یو مهم پل ګڼي.
۲۰ کلن بختیا اریوبي چې هره ورځ د چینايي ژبې ټولګي ته ځي، وايي چې د دې ژبې زده کړه یوازې یو مهارت نه، بلکې د نویو کلتورونو د پېژندنې او د افغانستان د تاریخي میراثونو د معرفي کولو یوه لاره ده. نوموړی وايي:«چینايي ژبه موږ ته فرصت راکوي چې خپل کلتور هغوی ته وژباړو او د ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې رامنځته کړو».
د چینايي ژبي زده کړې لپاره ننګرهار ته له لرې ولایتونو څخه هم ځوانان ورځي.
د غزني ولایت اوسېدونکي عبدالکریم حلیمي په ننګرهار پوهنتون کې چينايي ژبه زده کړې او روانې خبرې پرې کوي. نوموړی وايي، چې په کانونو، سوداګرۍ او سفارتونو کې د دندې ترلاسه کولو لپاره د چینايي ژبې زده کړه اړینه ده.
په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد عبدلباسط بریالي ویلي، چې په ختیزو ولایتونو کې ورځ تر بلې د چینايي ژبې لپاره لېوالتیا ډېریږي او دمګړی شاوخوا ۵۰ ځوانان د چینايي ژبې په زده کړو بوخت دي، خو نوموړی د معیاري ټولګیو، درسي موادو او ځانګړې ودانۍ د نشوالي له امله اندېښمن دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې «د اطلاعاتو بانک» په پرانېستغونډه کې ویلي، چې د طالبانو مشرانو له پاکستاني ځواکونو سره په نښتو کې د افغاني رسنیو رول درک کړی دی. نوموړي وویل چې «افغاني رسنۍ اوس د ملي مسایلو پر اساس محاسبه کوي».
هغه د افغانستان کورنۍ رسنۍ د نظام برخه وبللې او ویې ویل، چې دوی د پاکستان او طالبانو په جګړه کې ملي رول لوبولی او د طالبانو له ځواکونو سره یې یوځای د هېواد او خلکو دفاع کړې ده.
مجاهد ویلي، چې رسنۍ باید پر ملي مسایلو غور وکړي، اړخونه او جهتونه باید په نظر کې ونه نیسي او افغانستان په نظر کې ونیسي.
هغه دده په وینا، د دښمنانه تبلیغاتو پر وړاندې د عامه ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره د طالبانو د ادارې او رسنیو دواړو رول مهم ګڼلی.
مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو ادارې د پرمختګونو په برخه کې اطلاع رسونه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
نوموړي وویل، چې «په افغانستان کې ځینې رسنۍ سوداګریزې او ځینې د بهرنیو ځواکونو په اشغال پورې تړلې وې»، او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځینې سقوط شوې او یا یې تمویلي سرچینې بندې شوې، خو دده په وینا، «نورې چې ملي رېښې یې درلودې، اوس هم فعالې دي».
مجاهد داسې مهال د افغان رسنیو پر رول ټینګار کوي، چې طالبانو په خپله تېره څلورنیم کلنه دوره کې ګڼ خبریالان سانسور ته اړ اېستي، پر رسنیو او خبریالانو یې بندیزونه لګولي او یو شمېر رسنۍ یې ددې ډلې له تګلارو د سرغړونې په تور تړلې دي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغاني رسنۍ له یوه سخت پړاوه تېریږي.