اسلاماباد او پېنډۍ کې سخت امنیتي تدابیر؛ ۱۰ زره پولیس او ځانګړي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي

د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد او نږدې ښار راولپنډۍ کې د احتمالي امنیتي اندېښنو له امله سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، چې په ترڅ کې یې له ۱۰ زرو زیات پولیس، په ګډون د ځانګړو کومانډو او نښهویشتونکي ځواکونه، پر دندو ګمارل شوي دي.
