• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د ایران سفیر: موږ غواړو ایران ته د افغانستان د توکو د صادراتو ونډه لوړه شي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۱

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست بیکدلي د دغه هېواد د زنجان د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې خونې له رییس سره په لیدنه کې ویلي چې دوی غواړي له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کچه لوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ایران چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د خصوصي سکتور رول پیاوړی کړي.

همداراز بیکدلي له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په ۱۴۰۵ لمریز کال کې د همدغه لیدلوري له مخې په افغانستان کې خپل فعالیتونه نور هم پیاوړي کړي او د سوداګریزو همکاریو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د بادغیس ولایت له ځايي چارواکو سره پر اقتصادي پروژو غږېدلی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۴۴ GMT+۱
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د بادغیس ولایت له ځايي چارواکو سره پر اقتصادي پروژو غږېدلی
100%

د طالبانو د بادغیس والي رسنیز دفتر وايي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دغه ولایت ته د سفر پرمهال له ځايي مسوولانو سره په ناسته کې پر اقتصاي او پراختیايي پروژو غږېدلی. متقي د لامان ـ قیصار حلقوي سړک د جوړولو چارو پرانیستل د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګڼلي.

د بادغیس ولایت مسوولانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د مهمو پراختیايي پروژو، اقتصادي فرصتونو او په بادغیس کې د مهمو پراختیايي پروژو، اقتصادي فرصتونو او د بادغیس د بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن جمعه، د وري پر ۲۸مه اعلان وکړ، چې قیصار–لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې رغونې چارې د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بادغیس ولایت یو شمېر چارواکو په حضور کې پرانېستل شوې.

دغه سړک له مقر ولسوالۍ څخه پیل او د بالامرغاب ولسوالۍ پر لور غځېږي.

د طالبانو ټولګټو وزارت ویلي و، ټاکل شوې چې پروژه به په درې کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو د یاد وزارت چارواکي څرګنده کړې وه، چې د پروژې د کار په بهیر کې به ګڼ شمېر مسلکي او غیر مسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او د دغه سړک په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ، سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو لېږد رالېږد اسانه شي او د انتقالاتو لګښتونه به هم راکم شي.

طالبانو ۳۶ خیریه بنسټونه او اتحاديې تړلي او د ۱۶ ټولنو جوازونه یې لغوه کړي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱
طالبانو ۳۶ خیریه بنسټونه او اتحاديې تړلي او د ۱۶ ټولنو جوازونه یې لغوه کړي
100%

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېر کال کې یې لسګونه خیریه بنسټونو او اتحادیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي، خو په ورته مهال یې ۳۶ خیریه بنسټونه او اتحاديې تړلي او د ۱۶ ټولنو جوازونه یې لغوه کړي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې د ۱۸۱ ټولنو فعالیتونه ارزول شوي، چې په ترڅ کې یې د ځینو بنسټونو فعالیتونه د اصولو د نه مراعاتولو له امله بند شوي دي.

یاد وزارت ټینګار کړی، چې د خیریه بنسټونو او ټولنو مسوولان باید خپلو فعالیتونو ته سوداګریزه بڼه ور نه کړي او د یادې ډلې له اصولو سره سم عمل وکړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ۶۳ خیریه بنسټونو او ۱۶۴ اتحادیو ته نوي جوازونه ورکړل شوي، چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په فعالیت بوخت دي.

طالبانو ویلي، چې دمګړۍ ددوی له عدلیې وزارت سره ۶۸۰ ټولنې ثبت دي، چې په هغو کې ۳۹۹ اتحادیې او ۲۸۱ خیریه بنسټونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغه ډله پر کورنیو او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو جدي څارنه کوي او د یو شمېر سازمانونو پر فعالیتونو یې محدودیتونه هم لګولي دي.

طالبان خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له سرحدي ولسوالیو ځوانان جذبوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۱
طالبان خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له سرحدي ولسوالیو ځوانان جذبوي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په هڅه کې دي او پلان لري چې لومړی د ځاځیو له قبیلې شاوخوا زر تنه د خپلو ځواکونو لیکو ته جذب کړي. سرچینې وايي، دغه جلب او جذب د سراج‌الدین حقاني په غوښتنه کېږي.

یوې باوري سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله له نومښودنې ډډه کوي، افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل چې دا جذب د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په مستقیمه غوښتنه کېږي.

د سرچینې په وینا، له هرې سرحدي ولسوالۍ نه به د قبیلو په مشوره پنځوس پنځوس تنه د سرحدي پولیسو او دفاعي قطعاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي. د جذبېدونکو کسانو لپاره د طالبانو د «جهادي سابقې» په څېر شرایط هم په نظر کې نیول شوي دي.

د سرتېرو د جلب او جذب ولایتونه ډېری پر ډیورنډ کرښه دي، چې خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند ولایتونه پکې شاملیږي.

د دې هڅې تر شا یو هدف دا ګڼل کیږي، چې طالبان غواړي په هغو ټولنو کې نفوذ پیدا کړي چې پخوا یې ورسره محدود تعامل درلود. طالبانو د جمهوري نظام پر مهال له افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې په کلونو کې په ځاځي میدان او پنجشېر کې ډلګۍ نه درلودې.

د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده تېر کال د دې ډلې دفاع وزارت ته امر کړی و چې په پنجشیر ولایت کې ۱۵۰۰ ځوانان جذب کړي. یادو کسانو ته شپږ میاشتنۍ نظامي زده‌کړې ورکړل شوې او یو شمېر یې وروسته د طالبانو د اردو په لیکو کې شامل شول.

د خوست ولایت ځاځي میدان او د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ، چې دواړې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې دي، په تاریخي ډول داسې سیمې ګڼل کېږي چې د مرکزي حکومتونو ترڅنګ یې د خپلو سیمو امنیت د قومي اربکیو له لارې ساتلی دی.

د همدغو محلي جوړښتونو له امله، دا سیمې د دولت ضد وسله‌والو ډلو لپاره په تېرو لسیزو کې د محدود نفوذ ساحې پاتې شوې وې.

سرچینه زیاتوي چې د جذب په لومړیو پړاوونو کې یوازې له ځاځي میدان څخه شاوخوا زر تنه ځوانان هدف ګرځول شوي او تمه کېږي دا پروسه نورو سرحدي ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د شنونکو په باور، د په سرحدي سیمو کې له پرتو قبیلو نه د افرادو د جذب تر شا یو لامل د سرحدي امنیت اړتیاوې دي، ځکه په دې وروستیو کې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې ترینګلې شوې، ځینې پوستې یې له لاسه ور کړې او هممهاله پر ډیورنډ کرښه د نښتو پېښې زیاتې شوې دي.

د شنونکو په باور، د طالبانو دغه پلان د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د پاکستان د خاصه دار ځواک او لیوي ځواک د جلب او جذب له طرحې سره ورته والی لري، ځکه د هغو ځواکونو د جلب او جذب تمرکزهم، چې اوس یې جوړښت بدل شوی، پر سرحدي قبیلو و.

د طالبانو په سرحدي ځواکونو کې د نویو جنګیالیو ځای پرځای کول د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو د محدودولو لپاره هم مهم ګڼل کیږي، ځکه نوي سرتېري به د جګړې د کلونو د جنګیالیو په څېر له بهرنیو وسله والو سره ډېرې تنګې اړیکې ونه لري او له خپلې اراضي سره به بلد وي.

په تېرو لسیزو کې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ځايي قومي اربکیو د دولتونو لپاره د لومړۍ کرښې د دفاع رول لوبولی. د شنونکو له نظره، اوس طالبان هڅه کوي همدغه دودیز نفوذ د خپل مرکزي امنیتي جوړښت برخه کړي.

طالبانو په رسمي ډول له سرحدي ولسوالیو د سرتېرو د جلب او جذب په اړه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي په کابل کې د کور جوړونې او محکمو د چارو په برخه کې اسانتیاوې راولي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۵ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې د کور جوړونې او محکمو د چارو په برخه کې اسانتیاوې راولي
100%

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وایي، چې ډېر ژر به د هېواد په کچه د کورونو جوړولو او محکمو په چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې په کابل کې د طالبانو له لوري د ودانیزو مقرراتو پرله‌پسې بدلونونو ودانیزې چارې ټکنۍ کړې، د زرګونو کارګرو دندې یې له منځه وړې دي او د کورونو بازار یې د لوړې بیې، ټیټې عرضې او پراخو اداري مسایلو له امله له ستونزو سره مخ کړی دی.

په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدو بهیر تېز شوی دی خو ددې تازه کډوالو نیوکې دا دي، چې طالبان د کورونو د جوړولو اجازه نه ور کوي او بله خوا په ولایتونو کې د کورونو پیدا کېدل ناممکن شوي او یا هم کرایې ډېرې لوړې دي.

د افغان تحلیلګرانو شبکې په یوه رپوټ کې ویل شوي و، چې د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یوازې عرفي قبالې لري، چې طالبان یې نه مني. دا خلک نه شي کولای نوي کورونه جوړ کړي او نه هم خپلې شته ودانۍ پراخولای شي.

په رپوټ کې ویل شوي و، حتا هغه کسان چې شرعي قبالې لري، د ملکیت د تثبیت، اداري ځنډ، او د فساد د ادعاوو له امله د ودانۍ جواز ته په میاشتو او ان کلونو انتظار باسي.

سره له دې چې طالبان د کابل د «منظم او ښکلي ښار» خبره کوي، خو د ودانیزو مقرراتو اوسنی چوکاټ د کور او کار بحرانونه لا ژور کړي دي.

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر وايي «افغانان نه غواړي شړل شوي کسان» بیا واک ته ورسوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱
د طالبانو د قبایلو چارو وزیر وايي «افغانان نه غواړي شړل شوي کسان» بیا واک ته ورسوي
100%

د طالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په کندز ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې ځینې بهر مېشتي هڅه کوي په هېواد کې ناسمې اندېښنې خپرې کړي، خو د ده په وینا، « د افغانانو ډېری برخه دا ډول هڅې ردوي او نه غواړي شړل شوي کسان بیا واک ته ورسوي».

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو کې له هېواده بهر د طالبانو مخالفانو خپل فعالیتونه چټک کړي، د دې ډلې د قبایلو چارو وزیر مولوي نورالله نوري په خپلو خبرو کې ویلي، چې د طالبانو له راتګ سره هغه ځواکونه کمزوري شوي چې په تېرو کلونو کې یې په سیمه کې نفوذ درلود.

هغه د طالبانو د مخالفو ځواکونو نومونه یاد نه کړل، خو د افغانستان په شمال کې ډېری د طالبانو پخوانۍ رقیبې ډلې په واک کې وې.

د هغه په وینا، اوسنی نظام یو خپلواک او مستقل حکومت دی چې غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.

نورالله نوري په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې «په افغانستان کې د یوه مستحکم حکومت په رامنځته کېدو سره د پاکستان هغه واګې له لاسه وتلې چې تېر شل کاله یې په لاس کې وې».

هغه د جمهوري نظام له اړوندو چارواکو سره د پاکستان د مرستو یادونه نه ده کړې، خو د طالبانو په اړه ویل کیږي، چې تېر شل کاله یې د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې د جمهوري نظام او ناټو او بهرنیو ځواکونو خلاف جګړې کولې.

د طالبانو د قبایلو چارو وزیر وویل، چې « افغان ولس نه غواړي یو ځل شړل شوي بیا د ځان واکمنان کړي».

په دې غونډه کې د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نور محمد حقاني وویل چې د افغانستان د خلکو بریا د مادي امکاناتو له امله نه، بلکې د الهي نصرت او مرستې پایله ده.