• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان دوه ځوانو لوبغاړو د ازبکستان اسیايي سیالیو کې د برونزو مډالونه وګټل

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د مارشل ارټس ۱۸ کلنو کم‌عمره دوه لوبغاړو د ازبکستان په کوربه‌توب د «اسیا د ۱۸ کلنو د اتلتیک/ځوانانو سیالیو» کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

دغه سیالۍ د افغانستان د سایرس فدراسیون له لوري د ازبکستان په اورګنج ښار کې د محمود خوارزمي په یاد ترسره شوې.

د ۵۵ کیلوګرامه وزن په ډله کې عبدالمعروف محسني د خپل جنوبي کوریا سیال ته له دمې وروسته ماتې ورکړه، او ورپسې روح‌الله ناصري د قزاقستان له سیال نه په ورته بڼه سیالي وګټله.

دواړو افغان لوبغاړو د دغو بریاوو په ترلاسه کولو سره د هېواد لپاره د برونزو مډالونه وګټل.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

میرویس اشرف: د شاپور ځدراڼ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱
میرویس اشرف: د شاپور ځدراڼ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی
100%

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف په هند کې د کرېکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی. شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې دی.

میرویس اشرف د شنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه د شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په تړاو لیکلي: «شکر روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی او ان‌شاءالله ورځ تر بلې به ښه کېږي».

هغه زیاته کړې: «باید ووایم چې د هغه د ناروغۍ له لومړۍ ورځې مو نوموړی یوازې نه‌‌دی پرېښی، همېشه مو یې پوښتنه کړې، د هر څه ډاډ مو ورکړی، لکه ورور او د کورنۍ د نږدې غړي په څېر یې ترڅنګ یو».

میرویس اشرف همداراز په ډاګه کړې، چې د شاپور ځدراڼ ډاکټرانو د هغه د پوره او جدي درملنې ډاډ هم ورکړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی ځانګړی او مشهور توپ‌اچونکی، شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې بستر دی.

شاپور ځدراڼ چې اوس ۳۸ کلن دی، تر یوې نیمې لسیزې زیات وخت د افغانستان کرېکټ یو له کلیدي څېرو څخه وو او د خپل هېواد لپاره یې ډېرې نه‌هېرېدونکې لوبې ترسره کړې دي. هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ کال کې د هالنډ پر وړاندې ترسره کړه او وروسته یې په مهمو سیالیو لکه د اسیا کرېکټ شورا جام، د نړیوال جام د غوراوي سیالیو، د نړیوال جام په څو پړاوونو او نورو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره لوبې وکړې.

نوموړی چې په لوګر ولایت کې زېږېدلی، د کډوالۍ پر مهال یې په پېښور ښار کې د افغانستان د کرېکټ د لومړي نسل له ډېرو لوبغاړو سره یو ځای دې لوبې ته داخل شو. د هغه د چپ لاس توپ‌اچونې سټایل یرغلیز او جلا وو، چې هغه یې په دې برخه کې پر یوې پېژندل شوې څېرې بدل کړ.

ځدراڼ د افغانستان له ملي لوبډلې سربېره، په ځینو بهرنیو لیګونو لکه د بنګله‌دېش په لیګ کې هم لوبې کړې دي.

شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په بستر کې؛ کرېکټ بورډ او نړیوالو لوبغاړو د همکاریو ژمنه کړې

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په بستر کې؛ کرېکټ بورډ او نړیوالو لوبغاړو د همکاریو ژمنه کړې
100%

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف خبر ورکړی، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ ناروغ دی او اوس مهال په هند کې تر درملنې لاندې دی. د کرېکټ د نړۍ ستورو راشد خان او شاهد اپريدي هم د نوموړي پر ناروغۍ خواشیني څرګنده کړې ده.

میرویس اشرف د جمعې په ورځ د (وري ۲۸مه) د خواله رسنیو پر پاڼو لیکلي، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د شاپور ځدراڼ مالي لاسنیوی کړی او د هغه درملنې په برخه کې یې هم ځانګړې هڅې کړې دي. همدا راز د کرېکټ د نړۍ ستوري راشد خان هم د یاد افغان لوبغاړي پر ناروغۍ خواشیني ښوولې ده.

راشد خان لیکلي: «په دې سخت وخت کې موږ له شاپور ځدراڼ سره هر ډول مرستې ته چمتو یو. دا د داسې اتل حق دی چې د خپل وطن لپاره یې کلونه ستړي ګاللي دي».

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد اپريدي هم د شاپور ځدراڼ د کورنۍ له غړو سره غږېدلی دی. هغه ویلي، چې د ناروغۍ په دغه وضعیت کې له شاپور ځدراڼ سره ولاړ دی او همداراز یې ویلي، چې د کرېکټ د ودې لپاره د هغه هڅې باید بابیزه ونه ګڼل شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر نورو لوبغاړو هم د شاپور ځدراڼ پر ناروغیو خواشيني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته یې د درملنې په برخه کې د مالي همکاریو ډاډ هم ورکړی دی.

د کرېکټ دا پخوانی اتل اوس مهال په هند کې تر درملنې لاندې دی او ویل کېږي چې بدن یې د سپینې وینې له کمښت سره مخ دی.

نوموړی له تېرو څو میاشتو راهیسې دغه ناروغي لري، خو په دې وروستیو کې یې روغتیایي وضعیت جدي شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تمرینونه د نوي روزونکي تر څار لاندې پیل شول

۲۸ وری ۱۴۰۵ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تمرینونه د نوي روزونکي تر څار لاندې پیل شول
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ لومړۍ ورځ د یادې لوبډلې د نوي روزونکي ریچارد پایبس تر څار لاندې په کابل ښار کې ترسره شوه. د افغانستان د کرېکټ بورډ د اعلان له مخې؛ د تمریناتو په لومړۍ ورځ نږدې ۴۰ لوبغاړو ګډون کړی و.

ټاکل شوې، چې دغه تمریناتي کمپ د یوې میاشتې لپاره دوام وکړي. کرېکټ بورډ همدارنګه ویلي، چې شاوخوا ۲۰ کورني او بهرني روزونکي هم د یاد تمریناتي پروګرام په ترسره کولو کې له ریچارد پایبس سره مرسته کوي.

د دغه کمپ موخه پنځه ورځنیو سیالیو او دارنګه د هند ملي لوبډلې پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ ته د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چمتووالی ښودل شوی دی.

د پخواني روزونکي جاناتان تروت تر لرې کېدو وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی و، داسې روزونکی غواړي چې نه یوازې نړۍواله تجربه ولري؛ بلکې د هېواد دننه هم د کرېکټ د ودې، د نوو استعدادونو د موندلو او روزنې په برخه کې مرسته وکړي او په افغانستان کې فعاله ونډه ولري.

100%
100%

د جوجېتسو او پهلوانۍ څلور لوبغاړي په اسیایي او ساحلي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته لاړل

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۷ GMT+۱
د جوجېتسو او پهلوانۍ څلور لوبغاړي په اسیایي او ساحلي سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته لاړل
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رييس وايي، د جوجېتسو او پهلوانۍ څلور لوبغاړي د جوجېتسو اسیایي او ساحلي غېږ نیونې سیالیو کې د ګډون په موخه د چهار شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) چین ته لاړل.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رييس احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه هیله څرګنده کړې چې دغه افغان لوبغاړي هم هېواد ته ویاړلي او رنګین مډالونه راوړي.

هغه ویلي: «موږ هیله لرو، چې افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې ښه وځلیږي او د نورو ورزشي رشتو په څېر به دوی هم خپل ګران هېواد ته ویاړلي او رنګین مډالونه راوړي».

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی، چې د سپورټ ادارې به تل د خپلو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هند غوره لیګ سیالیو بېګانۍ لوبه کې د افغان کرېکټ ستوری نوراحمد لکڼوال ښه وځلېده

۲۶ وری ۱۴۰۵ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۱۳ GMT+۱
د هند غوره لیګ سیالیو بېګانۍ لوبه کې د افغان کرېکټ ستوری نوراحمد لکڼوال ښه وځلېده
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د ۲۰۲۶کال د هند غوره لیګ سیالیو کې د چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز ترمنځ په لوبه کې خورا ښه وځلېده. هغه په ​​څلورو اورونو کې یوازې ۲۱ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

نور احمد چې د چنای سوپر کېنګز لوبډلې برخه دی، په همدې لوبه کې یې خپله لوبډله تر بریا ورسوله او د سیالې لوبډلې په مهارولو کې یې مهم رول ادا کړ. چنای سوپر کېنګز لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

سیالې لوبډلې کلکته نایټ رایډرز وروسته توپ وهنه وکړه، نوراحمد په څلورو اورونو کې د همدې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲۱ منډې یې ورکړې. چنای سوپر کېنګز یاده لوبه د ۳۲ منډو په توپير وګټله او نوراحمد د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

دا په وروستیو پنځو لوبو کې د چنای دویمه بریا وه. دغه لوبډله د لسو لوبډلو په جدول کې د څلورو امتیازونو په لرلو سره اتم ځای لري.

100%
100%