• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کرنې وزیر په روسیه کې له افغان سوداګرو سره لیدلي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر صدراعظم عثماني، په روسیه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د کرنې او مالدارۍ د سکتور د پراختیا په موخه لیدلي دي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ د وري ۳۰مه خپره شوې، راغلي چې عثماني په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې فرصتونو، د سړو خونو جوړولو، د صادراتو پراختیا او اقتصادي ودې په اړه خبرې کړې دي.

همداراز، وزارت په بله خبرپاڼه کې ویلي چې صدراعظم عثماني او مل پلاوي یې په روسیه کې د نباتي قرنطین او د افتونو د کنټرول له یو څېړنیز مرکز څخه هم لیدنه کړې ده.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۷زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه څه باندې ۷زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۹۸۰ کډوالې کورنۍ چې ټول ۷۲۹۹ تنه کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۸۲۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۱۷کورنۍ د سپین بولدک له لارې،۳۶ کورنۍد ورېښمو پله له لارې، او ۷کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته، اسلام‌اباد د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ چټکه کړې.

ورته مهال د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار په پاکستان کې د افغان خبریالانو، مدني فعالانو او ښځو د نیول کېدو او ځورونې په اړه اندېښنه ښودلې ده. دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو سره سم چلند وکړي.

د یادګار فرانسوي کمیټې غونډه؛ د نړیوالو کړکېچونو په منځ کې افغانستان هم شامل دی

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۲۶ GMT+۱
د یادګار فرانسوي کمیټې غونډه؛ د نړیوالو کړکېچونو په منځ کې افغانستان هم شامل دی
100%

د فرانسه د اریانټوډ ښار د «یادګار فرانسوي» ټولنې په کلنۍ غونډه کې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدو یادونه شوې، چې په هغو کې د افغانستان ترڅنګ اوکراین، منځني ختیځ، پاکستان، ایران او د افریقا ځینې سیمې هم شاملې بلل شوې دي.

د یادې ټولنې په غونډه کې چې د «یادګار فرانسوي» کمیټې له لوري جوړه شوې وه، ویل شوي چې نړیوال وضعیت ورځ تر بلې نازک کېږي او بې‌ثباتي مخ په زیاتېدو ده.

غونډه کې د ګډونوالو په وینا، د اوکراین جګړې ترڅنګ په منځني ختیځ، افغانستان، پاکستان، ایران او د افریقا په ځینو سیمو کې روان کړکېچونه د نړیوال امنیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

د ټولنې غړو ټینګار کړی چې د «یاد ساتنې مسوولیت» یا د تاریخي پېښو د یاد ساتل د راتلونکو نسلونو لپاره خورا مهم دي، که څه هم د دوی په وینا دا کار له ځوان نسل سره د تړاو له نظره ځینې وختونه ستونزمن وي.

یاده ټولنه چې ۸۹ غړي لري، وایي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، چې پکې د ښوونځیو لپاره تاریخي سفرونه، د قبرونو ساتنه او په ملي مراسمو کې ګډون شامل دي.

کابل کې د سړک جوړونې پراختیا؛ زرګونه ملکیتونه او لرغونې هدیرې اغېزمنې شوي

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱
کابل کې د سړک جوړونې پراختیا؛ زرګونه ملکیتونه او لرغونې هدیرې اغېزمنې شوي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، د ښار د پراختیا او سړک جوړونې په روانو پروژو کې زرګونه کورونه، هټۍ او ان ځینې هدیرې نړول شوې دي، چې په دې لړ کې یې له ۱۱ زرو ډېر ملکیتونه اخیستل شوي او لسګونه نوې پروژې هم پلان شوې دي.

د ښاروالۍ چارواکي وایي، تر اوسه شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ شوي او د پراختیا لپاره ۱۱ زره او ۲۷۸ ملکیتونه استملاک شوي دي.

د چارواکو په وینا، یوازې د روان کال لپاره ۲۳۳ نورې پراختیايي پروژې هم پلان شوې دي، چې د پلي کېدو لپاره یې له ۱.۹ میلیارده افغانیو زیاته بودیجه ځانګړې شوې ده.

همداراز، ښاروالۍ ویلي چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې یې له ۲۸ میلیارده افغانیو څخه زیات عاید ترلاسه کړی دی.

بلخوا، د کابل د قلعه خاطر په سیمه کې یوه شاوخوا ۲۰۰ کلنه هدیره هم د سړک جوړونې له امله اغېزمنه شوې ده. راپور زیاتوي چې د هدیرې ځینې قبرونه خالي شوي او د مړو پاتې شوني د سړک بلې غاړې ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو ډېری برخه د پخواني جمهوري حکومت پر مهال پیل شوې وه، خو د واک بدلون وروسته بیا د کابل نوې ادارې د دې پروژو د بیا پیل او بشپړولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

طالبان وايي ۲۶ ټُنه بې‌کیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته مسترد کړل

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۵۶ GMT+۱
طالبان وايي ۲۶ ټُنه بې‌کیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته مسترد کړل
100%

د طالبانو د معیار او کیفیت اداره چې پخوا د ملي ستندرد په نوم یادېده وايي، ۲۶ ټُنه بې‌کیفیته ودانیز توکي یې په اسلام‌کلا بندر کې بېرته ایران ته مسترد کړي دي. دغې ادارې له سوداګرو او واردوونکو غوښتي، چې د وارداتو پر مهال کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د شنبې په ورځ (د وري ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه یې د اسلام‌کلا بندر له لارې شاوخوا ٢٦ ټُنه بې‌کیفیته نبشي ډوله اوسپنه چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود، له څېړنې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د ودانیزو توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او پرېکنده توګه روانه ده او زیاتوي: «د بې‌کیفیته او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو توکو د واردېدو په وړاندې به هېڅ ډول نرمښت ونه‌ښودل شي.

دغې ادارې همداراز له ټولو سوداګرو او واردوونکو څخه غوښتي، چې کورني معیارونه په جدي توګه په پام کې ونیسي او د یوه باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

په دوو لویو لارو کې په ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه او ۴ نور ټپيان شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۲:۲۸ GMT+۱
په دوو لویو لارو کې په ټرافیکي پېښو کې ۵ کسان مړه او ۴ نور ټپيان شول
100%

طالبان وايي، د کابل- جلال‌اباد او کابل- کندهار پر لویو لارو د دوو ټرافیکي پېښو له امله ۵ کسان مړه او ۴ نور ټپيان شوي دي. په مړه شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د طالبانو د ۳۱۳ مرکزي قول اردو (د شنبې په ورځ د وري ۲۹مه) د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، لومړۍ پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د کابل- جلال‌اباد پر لویه لاره د ماهیپر تنګي ته نږدې د شپولې بابا په سیمه کې یو کرولا موټر له سړک څخه واوښت او سیند ته ولوېد او له سورلۍ سره یاد موټر د سیند په اوبو کې لادرکه شو.

خبرپاڼه کاږي، ژغورونکو ډلو تر اوسه د یوې ښځې په ګډون ۴ جسدونه له سینده رااېستلي، خو د اوبو د زیاتوالي له امله موټر لا هم لادرکه دی او دا هم معلومه نه‌ده، چې په یاد موټر کې څو کسان ناست وو.

100%

دویمه پېښه بیا د کابل- کندهار د لویې لارې اړوند د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د دوو بار وړونکو او یوه سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او له امله یې یو کس مړ او ۴ نور ټپیان شوي دي.