کمالا هاریس: نتنیاهو ټرمپ له ایران سره جګړې ته اړ ایست

د امریکا د ولسمشر پخوانۍ مرستیالې کملا هاریس ویلي چې د اسراییلو لومړي وزیر،بنیامین نتنیاهو ډونالډ ټرمپ له ایران سره جګړې ته کش کړی دی.
هغې دا څرګندونې د ډیټرویټ په یوه وینا کې وکړې او ویې ویل چې دا داسې جګړه ده چې «د امریکا خلک یې نه غواړي».
کمالا هاریس زیاته کړې چې ډونالډ ټرمپ لومړنی ولسمشر دی چې ان د نړیوالو اصولو او نورمونو لکه د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د ژمنتیا ښودلو تظاهر هم نه کوي او په عملي ډول یې ارزښت نه مني.
