د اروپايي اتحادیې د نوې احصایې له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د پناه غوښتنو شمېر ۱۸ سلنه کم شوی او څه باندې۱۷۳ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.
سږ کال له افغانستان څخه ۲۱زره او ۴۰۲ تنو د پناه غوښتنه کړې چې ۳۸ سلنه غوښتنلیکونه تشکیلوي. کارپوهان وايي، د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو خراب وضعیت د افغانانو د کډوالۍ لوی لامل دی.
د اروپايي اتحادیې د نوې احصایې له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې د اروپايي اتحادیې په ۲۷ غړو هېوادونو او ناروې او سویس کې د پناه غوښتنې ټولټال ۱۷۳ زره او ۸۲ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ سلنه کمښت ښيي.
راپورونه وایي چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د پناه غوښتنو شمېر پام وړ کم شوی او اوس برلین د پناه غوښتنو له مخې څلورم مقام ته ښکته شوی دی.
د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې په جرمني کې ۲۸ زره او ۹۲۲ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، دا شمېر د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه کم شوی دی. د جرمني فدرالي حکومت د کډوالو د شمېر کمولو لپاره سرحدي کنټرول او افغانستان ته د اخراج الوتنو ته دوام ورکړی.
د اروپايي کمېسیون یو محرم راپور ښيي چې د پناه غوښتنې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه په فرانسه کې ثبت شوي دي.
په دغه هېواد کې ۳۴ زره او ۶۴۳ په هسپانیا کې ۳۲زره او۶۳۰ او په ایټالیا کې ۳۲زره او ۶۰۲ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. تر ټولو لږ شمېر بیا په هنګري کې ۲۶ او په سلواکیا کې ۳۵ غوښتنلیکونه دي.
د راپور له مخې، ډېری پناه غوښتونکي له وینزویلا، افغانستان او بنګله دېش څخه دي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله د بشري حقونو وضعیت ډېر کړکېچن بلل کېږي، چې دا د افغانانو د کډوالۍ یو مهم لامل ګڼل کېږي. سږ کال له افغانستان څخه ۲۱ زره او۴۰۲ کسان د پناه غوښتنې لپاره اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
په جرمني کې هم د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه افغانان جوړوي.
د معلوماتو له مخې، ۳۸ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغان اتباعو له خوا ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې وګړو یوازې ۹ سلنه غوښتنلیکونه ورکړي او د سوریې د پناه غوښتونکو شمېر ۶۳ سلنه کم شوی دی. د اوکرایني پناه غوښتونکو شمېر هم ۵۷ سلنه راټیټ شوی دی.
کارپوهان وايي، د جرمني د پناه غوښتنو په شمېر کې د کمښت یو لامل دا دی چې له سوریې او اوکراین څخه د غوښتنو کچه ډېره ټیټه شوې ده. په تېرو کلونو کې ډېری سوریان او اوکراینیان جرمني ته تلل، خو سږ کال دا شمېرې کمې شوې دي.