طالبانو بادغیسي مالدارانو ته امر کړی چې د پستهلیق ځنګلونه تخلیه کړي

په بادغیس کې طالبانو د پستهلیق د طبیعي ځنګلونو سیمې مالدارانو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړی، چې دغه ساحه تخلیه کړي. طالبانو یادو مالدارانو ته خبرداری ورکړی، که د غويي میاشتې تر ۲۰مې له یادې ساحې ونهوځي نو لږ تر لږه ۶ میاشتې به زنداني شي.
