• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیایي انسټیټیوټ: افغانستان په بې‌سارې توګه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ تازه راپور ښيي، چې افغانستان په داسې بڼه خپله معدني شتمني له لاسه ورکوي چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت ساتل کېږي نه، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ دی.

د راپور له مخې، افغانستان مهم او حیاتي معدني توکي د ارزښت د ځنځیر په تر ټولو ټیټه کچه صادروي، په داسې حال کې چې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، د پروسس، بیې ټاکلو او ستراتېژیک نفوذ واګې په لاس کې اخلي. په دې توګه هغه سرچینې چې کولی شول د افغانستان د ثبات او سوکالۍ بنسټ وګرځي، په داسې ډول مدیریت کېږي چې هېواد له دې فرصت څخه بې‌برخې کوي.

په راپور کې راغلي، چې دا حالت تصادفي نه دی او نه یوازې د جغرافیې یا اوږدو جګړو پایله ده، بلکې د هغو تړونونو نتیجه ده چې سمدستي عاید ته د اوږدمهاله مدیریت پر ځای لومړیتوب ورکوي. افغانستان د داسې تړونونو په لاسلیک کولو سره، په عملي ډول د خپلو تر ټولو مهمو شتمنیو کنټرول له لاسه ورکوي او خام مواد بې له دې چې ارزښت پرې زیات شي، صادروي.

یاد مرکز زیاتوي،‌ دا بهیر په دې معنا دی چې ارزښت له هېواده بهر لېږدول کېږي؛ داسې چې افغانستان خپلې سرچینې په لومړني پړاو کې پلوري، خو نور هېوادونه د وروسته پړاوونو لکه پروسس، تصفیه او بیه ټاکنې اصلي ګټه تر لاسه کوي. په هغه برخه کې چې کنټرول ټاکونکی رول لري، همدا توپیر د ځواک او بې‌وزلۍ تر منځ کرښه راکاږي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د حیاتي معدني موادو له سترو متمرکزو زېرمو څخه برخمن دی، لکه لیتیم، نادر عناصر، مس او کوبالت؛ هغه مواد چې د بېټرۍ، نیمه‌هادي وسایلو، نوې کېدونکې انرژۍ او پرمختللو پوځي تجهیزاتو په تولید کې بنسټیز رول لري.

د ځمک‌پوهنې څېړنو چې د امریکا متحده ایالاتو او د افغانستان د کانونو وزارت له لوري ترسره شوي، لسګونه معدني زېرمې پېژندلې دي چې ډېری یې د حیاتي سرچینو په کتګورۍ کې راځي. سره له دې، دا سرچینې د ستراتېژیک پرمختګ پر ځای د چټک او ارزانه پلور توکو په توګه کارول کېږي.

راپور وایي، د حیاتي منرالونو په برخه کې اصلي ارزښت د ارزښت د ځنځیر په اوږدو کې رامنځته کېږي، له استخراج څخه نیولې تر پروسس، بیې ټاکلو او عرضې پورې په‌کې شامل دي. د دې ځنځیر له لاسه ورکول په دې معنا دي چې خپله سرچینه هم خپل اهمیت له لاسه ورکوي. هغه څه چې په افغانستان کې روان دي، د یوې داسې تګلارې پلي کېدل دي چې د هېواد له بهر څخه تعریف شوې او د ملي ګټو سره سمون نه لري.

په تېرو څلور نیمو کلونو کې، د طالبانو حکومت د روی، سرب، مس او انټیموان په څېر برخو کې سلګونه معدني تړونونه لاسلیک کړي دي. دا تړونونه ډېری وخت له لږ شفافیت، محدودې څارنې او د سمدستي عاید پر تمرکز مل وي. بهرني شرکتونه، چې زیاتره له چین او همدارنګه له ایران، پاکستان او ترکیې څخه دي، دې سرچینو ته لاسرسی مومي، خام مواد استخراج او صادروي، په داسې حال کې چې د افغانستان ونډه یوازې محدود عاید او چاپېریالي زیانونه وي.

دا حالت پخوا هم موجود و. د پخواني جمهوریت په دوره کې هم معدني تړونونه ډېری وخت د سیاسي فشارونو لاندې او د کمزورې څارنې سره لاسلیک کېدل، او په دې برخه کې فساد عام و. خو اوس د حیاتي معدني سرچینو نړیوال اهمیت زیات شوی او د داسې کمزوریو پایلې ډېرې پراخې شوې دي.

چین په تېرو لسیزو کې په بهرنیو کانونو کې د پانګونې او په خپل هېواد کې د پروسس د ظرفیتونو د پراختیا له لارې، په دې برخه کې برلاسی مقام تر لاسه کړی دی. نن ورځ د نړۍ د ډېرو مهمو معدني موادو د پروسس لویه برخه د همدې هېواد په واک کې ده. په مقابل کې، افغانستان نه یوازې په دې ځنځیر کې ځای نه لري، بلکې د لنډمهالو تړونونو له امله خپل د فشار وسیلې هم له لاسه ورکوي.

لووي انسټیټیوټ دې بهیر بېلګې په توګه یادوي چې د نړیوالې تقاضا له پامه غورځولو سره د انټیموان تړونونه، د روی او سرب خام صادرات، د عینک د مسو سترې پروژې درېدنه، او په هرات کې د لیتیم لرونکي سایټ بیا سپارل د مالګې کان تر نوم لاندې. دا ټول ښيي چې د معدني شتمنۍ د اقتصادي ځواک یا سیاسي نفوذ سره د نښلولو لپاره هېڅ منسجمه هڅه نه ده شوې

په داسې شرایطو کې، افغانستان نه د خپلو سرچینو پر لاسرسي کنټرول لري، نه د تړونونو پر شرایطو، او نه هم پر دې چې ارزښت چېرته رامنځته کېږي. دا تړونونه د دې پر ځای چې کورني ظرفیتونه جوړ کړي، هېواد د نړیوال بازار له مهمو برخو څخه بهر کوي. هغه څه چې له لاسه ورکول کېږي، د چنې وهلو ځواک، صنعتي پراختیا او د مناسبو شریکانو د ټاکلو وړتیا ده.

په پای کې، راپور خبرداری ورکوي چې د معدني شتمنۍ بدلول په دایمي تړاو کې، د پرمختګ د فرصت له لاسه ورکولو معنا لري. په هغه سکتور کې چې پر کنټرول ولاړ دی، دا بهیر پرمختګ نه، بلکې د تسلیمۍ یو ډول بلل کېږي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

بریتانیا: د طالبانو تګلارې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
بریتانیا: د طالبانو تګلارې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي
100%

افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت ویلي، اندېښمنوونکې نوې شمېرې ښيي چې د طالبانو تګلارې د افغانستان لپاره اوږدمهاله زیانونه لري. بل خوا یونیسف ویلي، که پر نجونو او ښځو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د شاوخوا ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د دوی په وینا، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د ټولنې پر بنسټونو منفي اغېز کوي او د ټولو افغانانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخوي.

دغه هېواد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې یاد محدودیتونه باید ژر تر ژره لغوه شي، څو افغانان وکولای شي په تعلیم، کار او ټولنیزو چارو کې په مساوي ډول ګډون ولري.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې که د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام ومومي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د یونیسف په وینا، دغه وضعیت کولی شي د هېواد د پوهنې او روغتیايي سکتورونو پر راتلونکې جدي منفي اغېزې ولري او د خدماتو کیفیت لا نور هم ټیټ کړي.

یونیسف: د نجونو پر زده‌کړو بندیز افغانستان ته هر کال ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان اړوي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
یونیسف: د نجونو پر زده‌کړو بندیز افغانستان ته هر کال ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان اړوي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلی بندیز د افغانستان اقتصاد ته هر کال شاوخوا ۵،۳ میلیارد افغانۍ، چې نږدې ۸۴میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي، زیان اړوي.

یونیسف، نن سه‌شنبه (غویي ۸مه) په یوه خپور شوي راپور کې ویلي، چې دا اندازه زیان د ۲۰۲۳کال د افغانستان د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۰،۵ سلنه جوړوي.

د دې بنسټ په وینا، «دغه اقتصادي زیانونه د وخت په تېرېدو سره زیاتېږي، د هېواد د راتلونکي ودې بهیر کمزوری کوي او د دوامداره پرمختګ هیلې زیانمنوي.»

یونیسف ټینګار کړی، چې له اقتصادي زیانونو هاخوا، تر ټولو جدي ګواښ د افغانستان د ښوونې او روزنې او روغتیايي سیستمونو کمزوري کېدل دي. د راپور له مخې، که ځوانې ښځې د مسلکي کار بازار ته داخلې نه شي، نو په راتلونکو کلونو کې به دغه سکتورونه له جدي کمښت سره مخ شي، چې دا به د ښځو او ماشومانو لپاره د خدماتو پر لاسرسي مستقیم اغېز وکړي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د دې وضعیت دوام به د میندو او ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېزې ولري او د نسلونو ترمنځ به اوږدمهاله ستونزې وزېږوي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۴کال راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۸میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷تر ۱۸کلونو پورې دي، له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي، چې له دې ډلې ۲،۶میلیونه یې ځوانې نجونې دي.

همداراز، په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه یو میلیون نجونې د طالبانو له لوري د منځنیو زده‌کړو پر محدودیتونو مستقیمې اغېزمنې شوې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰کال پورې به له زده‌کړو محرومو نجونو شمېر له دوو میلیونو څخه واوړي.

یونیسف له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي. دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو ملاتړ زیات کړي.

طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده‌کړې تر نامعلومې مودې پورې بندې کړې دي. وروسته یې د پوهنتونونو او روغتیايي انستیتوتونو دروازې هم پر ښځو وتړلې او د هغوی کار یې په دولتي ادارو، کورنیو او نړیوالو نادولتي بنسټونو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم منع کړ.

متقي برېټانیا ته ډاډ ور کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کاریږي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
متقي برېټانیا ته ډاډ ور کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کاریږي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت، په دوحه کې د څو اړخیزو ناستو، د سیمې د حالاتو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

متقي په دې لیدنه کې ویلي چې د امریکا او ناټو د حضور د دورې په پرتله د افغانستان اوسنی امنیتي او ټولنیز وضعیت ښه شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان غواړي له نړیوالې ټولنې سره مثبتې اړیکې ولري او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته پرېنږدي.

په ورته وخت کې، ریچارډ لېنډسي د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د افغانانو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

لېنډسي ویلي چې د بریتانیا حکومت او ولس له افغانستان او افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی. نوموړي همداراز ویلي چې له افغانستان سره د لا ډېرې ښکېلتیا لپاره به خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.

کابلوف او سراج الدین حقاني د مسکو او کابل ترمنځ پر امنیتي او سیاسي همکاریو غږېدلي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
کابلوف او سراج الدین حقاني د مسکو او کابل ترمنځ پر امنیتي او سیاسي همکاریو غږېدلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او دوه اړخيزو امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۸مه وویل، چې په دې ناسته کې په سيمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه نظريات شريك شول.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او کابلوف ویلي و، چې مسکو له کابل سره د اقتصادي همکاریو عملي بڼې ته چمتو دی.

روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پیژندلي دي، خو لا هم مسکو له طالبانو سره په اړیکو کې پښه نیولی دی.

د سیمې خلک: په چمن کې د طالبانو د هاوان مرمۍ له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱
د سیمې خلک: په چمن کې د طالبانو د هاوان مرمۍ له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی
100%

د بلوچستان ایالت د چمن ولسوالۍ اړوند د حاجي نورعلي سرپل کلي ټهیکدار سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال د طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د یوه ملکي وګړي پر کور لګېدلې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ځايي سرچینو ویلي، مرمۍ د نور محمد په کور ولګېده چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو، لکه باچا ملیزي، ملیزي، اډه کهول ملیزي او لقمان کلیو ته څېرمه د طالبانو سرحدي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا شخړه د یکشنبې په ماښام هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لګول شوي ازغن تار د لرې کولو هڅه کوله.