• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د سې‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

یونېسف ویلي، دغه کړکېچ لا له وړاندې ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي پاملرنې څخه محروموي او د ښځینه مسلکي کسانو پورې اړوند بنسټیز خدمات او اقتصاد هم کمزوری کوي. یادې ادارې په یوې نوې څېړنه کې موندلې، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې نه ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز

واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر منځنۍ زده‌کړو له بندیز را وروسته له یو مېلیون نه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یونېسف ویلي، که دغه حالت تر ۲۰۳۰کال پورې همداسې دوام وکړي؛ نو له دوو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو وروسته له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

د یونېسف اجراییه مشره کاټرین رسل وايي: «موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو، چې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز لرې کړي او له نړۍوالې ټولنې هم غواړو چې د نجونو د زده‌کړې د حق ملاتړ ته ژمنه پاتې شي».

د بنسټیزو خدمتونو ګواښ

راپور وایي، چې افغانستان له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کسان له لاسه ورکول کېږي او له بلې خوا د راتلونکې نسل لپاره به همدا تشه پاتې وي.

د یونېسف د څېړنې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ کال پورې ښایي هېواد تر ۲۰زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. د زده‌کړو سکتور لا له وړاندې اغېزمن شوی.
د بنسټیزو زده‌کړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې په ۲۰۲۲کال کې نږدې ۷۳زره څخه په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۶۶زره ته ټیټ شوی. دغه کمښت د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کړې له ګواښ سره مخ کوي.

د روغتیا پر سکتور اغېزې

یونېسف زیاته کړې، ښايي دغه اغېزې د روغتیا په برخه کې ډېرې سختې وي؛ ځکه چې ټولنیز دودونه ډېری وخت ښځو ته اجازه نه‌ورکوي، چې په نارینه ډاکټرانو تداوي وکړي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په مستقیم ډول د مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی کم کړي او ښځې او ماشومان به له ګواښ سره مخ کړي.

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم هر کال شاوخوا ۸۴ مېلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او ښایي دغه زیان نور هم زیات شي؛ ځکه هرکال نجونې او ښځې له زده‌کړو او دندو بې‌برخې پاتې کېږي.

د یونېسف د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ۳.۷ مېلیونو څخه زیات ماشومان په دولتي ښوونځیو کې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې او ۴۴۲زره ماشومان چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې، د ټولنې پر بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو ګټه پورته کړې ده.

یادې ادارې همداراز ۲۳۲ ښوونځي جوړ کړي یا یې بیا رغولي دي. کاټرین رسل ویلي:«د افغان نجونو د منځنیو زده‌کړو مخنیوی ټول ملت له خپلو وړتیاوو بې‌‌برخې کوي».

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

قطر کې افغان پناه‌غوښتونکي کانګو ته د لېږد او افغانستان ته د ستنېدو له امله اندېښمن دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
قطر کې افغان پناه‌غوښتونکي کانګو ته د لېږد او افغانستان ته د ستنېدو له امله اندېښمن دي
100%

یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د قطر د السیلیه په پنډغالي کې مېشت دي وايي، تر میاشتو ستونزو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو خوندي نه‌دي او غواړي یو خوندي هېواد ته ولېږدول شي.

له زرو ډېر د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستان نه تر تېښتې وروسته له یو کال څخه زیات وخت کېږي، چې د دوحې په څنډه کې په یوې امریکايي اډې کې شپې سبا کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا د حکومت له لوري له قطر نه کانګو ته د افغانانو د لېږد طرحې په اړه بحثونه زیات شوي، دغه پناه‌غوښتونکو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلو اندېښنو، افغانستان ته د بېرته ستنېدو له وېرې او د ناڅرګند برخلیک په اړه خبرې کړې دي.

رسولي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړن و او اوس له ۱۹ میاشتو راهیسې د السیلیه په پنډغالي کې ژوند کوي، وویل: «موږ ټول په سخت ډار کې ژوند کوو. نه یوازې زه او زما کورنۍ؛ بلکې ټول هغه کسان چې دلته دي، داسې احساس کوو چې له ټولې نړۍ ډېر لرې پاتې یو».

دغه پنډغالی د دوحې په څنډه کې په یوې دښته کې موقعیت لري او په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته د هغو افغانانو د لېږد او د دوسیو ارزونې ځای شو، چې امریکا ته د تګ هیله یې لرله.

دوی وايي، که افغانستان ته بېرته ستانه شي، له احتمالي امنیتي ګواښونو سره به مخ شي. خو د دغه پنډغالي د پناه‌غوښتونکو د دوسیو ارزونې بهیر د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له امله چې د پناه‌غوښتونکو منل یې ځنډولي وو؛ په ټپه درېدلی دی.

۳۶کلن رسولي زیاته کړې: «افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره خوندي نه‌دي او بله روښانه لاره هم نه‌لرو». شبنم چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و وویل، چې د دغه پنډغالي اوسېدونکو کانګو ته د لېږد په اړه هېڅ رسمي معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

خو هغې ټینګار وکړ، چې د دغه خبر خپرېدو د پناه‌غوښتونکو ترمنځ «اندېښنې او رواني فشار» زیات کړی دی. شبنم زیاته کړه: «زموږ اندېښنه امنیت دی. موږ یو ښه او خوندي هېواد ته تګ غواړو؛ څو وکولای شو خپل ژوند له سره پیل کړو».

۳۸ کلن محمود چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار و، له څه باندې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په دغه پنډغالي کې ژوند کوي. هغه وویل: «د بیا مېشتېدو او د پنډغالي د تړل کېدو په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي».

د افغان پناه‌غوښتونکو کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحې د امریکايي مخورو څېرو او د دغه هېواد د کانګرس د غړو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

تر اوسه امریکا دا نه‌ده تایید کړې، چې دغه پناه غوښتونکي به کانګو ته ولېږي؛ خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه پنډغالي د اوسېدونکو درېیم هېواد ته لېږد کولای شي هغوی ته امنیت او د نوي ژوند د پیل فرصت برابر کړي.

طالبانو هم د دغه خبر له خپرېدو وروسته په قطر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې «په ډاډ او ارام زړه» افغانستان ته بېرته ستانه شي.

فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده
100%

د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې د بحران او ملاتړ د همغږۍ مرکز له خوا تنظیم شوې دي او په کې ۲۶۸۰بکسونه د درملیزو چمتو خوړو او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات شامل دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي او د هغو شاوخوا ۳۲۰۰ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د درې ورته پروازونو له لارې له ۲۷۰ټنو څخه زیات د درملیزو خوړو مرستې افغانستان ته انتقال شوې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې ۷،۵میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښسره مخ دي.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي سازمانونو له لارې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

زردشت شمس: پاکستان د افغانانو پر ضد د جګړه ییزو جرمونو لړۍ روانه ساتلې ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱
زردشت شمس: پاکستان د افغانانو پر ضد د جګړه ییزو جرمونو لړۍ روانه ساتلې ده
100%

د جمهوریت پر مهال د اطلاعاتو، کلتور او ګرځندوی مرستیال وزیر زردشت شمس ویلي، چې د پاکستان له لوري د افغانانو پر ضد بریدونه دوام لري او د ملکي اهدافو په نښه کول د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

زردشت شمس په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې د افغانانو پر ضد د پاکستاني ځواکونو د جګړه ییز جرمونه لا هم روان دي.

نوموړی وایي چې، پاکستان تر دې وړاندې په کابل کې پر یوه روغتون برید وکړ، چې پکې شاوخوا ۴۰۰ ناروغان وژل شوي وو، او تازه بیا د کونړ پوهنتون په نښه شوی دی.

شمس دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو او علمي مرکزونو په نښه کول «جګړه‌ییز جرم» ګڼل کېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې پاکستان د اسراییلو په څېر د تګلارو پیروي کوي او دواړه د استعماري قدرتونو له زېږېدلو جوړښتونو په توګه د ملکي وګړو هدف ګرځول روان ساتي.

نوموړي ټینګار کړی چې د داسې بریدونو دوام د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي او نړیواله ټولنه باید پرې غبرګون وښيي.

طالبان وایي په نیمروز کې یې لسګونه موټر او نږدې ۱۰۰ کیلو ګرامه تریاک نیولي دي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۹ GMT+۱
طالبان وایي په نیمروز کې یې لسګونه موټر او نږدې ۱۰۰ کیلو ګرامه تریاک نیولي دي
100%

د طالبانو د دفاع وزارت وایي، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند سرحدي ځواکونو په نیمروز ولایت کې په تېرو درې میاشتو کې لسګونه وسایط او د بېلابېلو ډولونو قاچاقي توکي او په تړاو یې ۱۵ تنه قاچاقبر نیولي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو سرحدي ځواکونو په نیمروز ولایت کې د تېرو درې میاشتو په اوږدو کې پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې ۶۵ عرادې ټیوټا موټر چې په کې خوراکي توکي بار وو، ۹۳ کیلوګرامه تریاک، ۷ نور بېلابېل موټرونه او ۴ موټرسایکلونه له ګڼ شمېر نورو وسایلو او توکو سره یو ځای نیول شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې ۱۵ تنه قاچاقبر هم نیول شوي، چې له لومړنیو پلټنو وروسته شرعي محاکمو ته سپارل شوي دي.

خبرپاڼې د دې عملیاتو موخه د قاچاق د مخنیوي او د غیرقانوني تګلارو د مهارولو برخه بللې ده.

پر کونړ د پاکستان راکټي برید؛ د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی ۷ ملکیان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
پر کونړ د پاکستان راکټي برید؛ د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی ۷ ملکیان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي
100%

د کونړ ولایت د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مشر، مظفر مخلص ویلي، چې د دوشنبې (غویي ۷مه) په ورځ د پاکستان د راکټي بریدونو له امله د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوې دی. هغه زیاته کړې، په یادو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷ کسانو ته او د ټپیانو شمېر ۷۵ کسانو ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې د ټپیانو له ډلې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک و، او د درملنې لپاره د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر دې وړاندې، د کونړ ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر، نجیب الله نجیب ویلي وو، چې په دې پېښو کې درې کسان وژل شوي او ۴۵تنه ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، په ټپیانو کې ۳۰زده‌کوونکي او د کونړ پوهنتون استادان شامل وو.

د راپورونو له مخې، د د پاکستان پوځ نن د کونړ ولایت د مرکز اړوند د «یارګل» سیمه او همداراز د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د راکټي بریدونو هدف ګرځولي دي. همداراز د سرکانو، دانګام، منوري او شلتن ولسوالیو ځینې سیمې هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.

ځايي سرچینې وايي، د دې بریدونو له امله له یادو ولسوالیو سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او د دوامدارو بریدونو له وېرې یې خپل کورونه پرېښي دي.

د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي او کونړ ولایت د دې شخړو یو له اصلي مرکزونو څخه ګرځېدلی، چیرې چې وخت په وخت هوايي او راکټي بریدونه ترسره کېږي.