یادې استخباراتي ادارې ویلي، چې د القاعده پر بنسټګر برید د پاکستان پر وخت ۰۰:۳۰ بجې پيل شو او بنلادن د درېیم پوړ په یوه خونه کې په نهو دقیقو کې وموندل شو.
سيایاې په یوې تازه اعلامیه کې زیاته کړې، چې دغه عملیات د امریکا د هغه مهال د ولسمشر له لوري د ۲۰۱۱ کال د اپرېل په ۲۹مه منظور شوي وو او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره د یوه کوچني ځانګړي ټیم له لوري ترسره شول. د دغې ادارې په وینا، یوه چورلکه سقوط شوه، خو عملیاتو له ځنډ پرته دوام وموند، د بنلادن جسد لومړي پوړ ته یووړل شو او د څو خپلواکو لارو په وسیله یې هویت تایید کړای شو.
د مالوماتو له مخې، د القاعد د بنسټګر مړی د کارل وینسن الوتکوړونکې بېړۍ د شمالي عربي سمندر اوبو ته وغورځول شو. د امریکا د مرکزي استخباراتو په وینا، د اسامه بن لادن له کور څخه یې د ارزونې لپاره ډېر مواد ترلاسه کړي وو.
یادې ادارې ویلي، د پاکستان په اېبټاباد کې د اسامه کور مرکزي ودانۍ غیرمعمولي امنیتي ځانګړتیاوې لرلې؛ له اغزن سیم سره لوړ دېوالونه، دوهګوني دروازې، تورې ښیښې، ښکاره ټېليفوني/انټرنېتي تارونه یې نه لرل او کثافات یې سوځول کېدل. د کور ثبت شويو مالکانو څرګند عاید نهدرلود او همدغو نښو، له کلونو څارنې او د «کنیه» له لارې د کوریر د هویت له موندلو سره یوځای، د بنلادن د پټنځای ارزونه پیاوړې کړې وه.
یادې ادارې زیاته کړې، چې تر عملیاتو مخکې د اسامه د استوګنې کور ته ورته ځای امریکایي ځواکونو ته جوړ کړای شوی وو او هغو پهکې خپل تمرینونه ترسره کړي وو.
سيایاې وایي، د القاعده شبکې د بنسټګر له کوره راټول شوي اسناد او ډیجیټلي مواد څرګندوي چې بنلادن تر وروستیو شېبو د القاعده په ستراتیژیکو او عملیاتي لارښوونو کې فعال رول درلود.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې دا عملیات د القاعده د ماتولو په برخه کې مهمه بریا وبلله او ویې ویل، چې د استخباراتي ټولنو نږدې همغږیو او د پوځ له ملګرتیا سره یاد عملیات بریالي شوي دي. د القاعده شبکې دې بنسټګر له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې او د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته په افغانستان کې اوسېده.
ویل کېږي واشنګټن د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر څخه غوښتي وو، چې هغه ور وسپاري، خو نه یې وه منلې. ویل کېږي پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته اسامه بن لادن د ننګرهار د تورې بورې له لارې پاکستان ته لاړ او د امریکا له سترګو پټ څو کاله هلته پاتې شو. د نوموړي تر وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې فعالیت هم د پام وړ کمزوری شو.
د راپورونو له مخې، اوس هم په افغانستان کې د القاعده شبکې مرکزونه شته او طالبان له دغې ډلې سره ځانګړې خواخوږي لري. د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال د کابل په شیرپور کې د امریکا له لوري د القاعده شبکې دویم مشر ایمن الظواهري هم په یو هوایي برید کې ووژل شو.