• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې څېړنه: ۹۵ سلنه ښځې د طالبانو پر عدلي نظام باور نه‌لري

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱

د «ښځو او ماشومانو د څېړنې او حق غوښتنې شبکې» نوې موندنې ښيي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې د طالبانو تر کنټرول لاندې پر عدلي نظام د بې‌باورۍ له امله د خپلو حقوقي قضيو له تعقيب څخه ډډه کوي. سربېره پر دې، نږدې ۶۵ سلنه ښځو د طالبانو محاکمو ته د تګ پر مهال منفي تجربې لرلې دي.

دغه موندنې پرون (پنجشنبه د غویي ۱۰مه) د کاناډا په ټورنټو ښار کې د همدې شبکې او د ټورنټو پوهنتون د ګډې څېړنې د پرانېست غونډې پر مهال وړاندې شوې. د دې څېړنې نوم «په افغانستان کې د ښځو عدالت ته لاسرسی» وو.

په دې غونډه کې حقوقپوهانو، مدني فعالانو، پوهانو، ډيپلوماټانو او خبريالانو ګډون درلود او سمبالوونکو یې ویلي، چې د څېړنې موخه په افغانستان کې عدالت ته د ښځو د لاسرسي ستونزو روښانه کول او د نړيوالې ټولنې پام ورته را اړول دي.

د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان عدلي نظام په بنسټيز ډول بدل شوی دی. د ورکړل شویو شمېرو له‌مخې، ۸۱ سلنه ګډونوالو ويلي، چې عدلي نظام يا په بشپړه توګه او يا هم تر ډېره بدل شوی دی. همدارنګه ۹۱ سلنه پر دې باور دي، چې له نظامه د ښځينه حقوقپوهانو اېستل د قضيو پر پايلو منفي اغېز کړی دی.

د دې شبکې بنسټ ايښودونکې زرقا يفتلي وويل، چې د طالبانو تر ادارې لاندې رسمي عدلي بهيرونه سخت کمزوري شوي او پر ځای يې داسې سيستمونه رامنځته شوي، چې نه عادلانه دي او نه هم د حساب ورکولو ضمانت کوي، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو کې.

د شبکې د خبرپاڼې له‌مخې، د ټورنټو پوهنتون پروفيسور ادوارد شاتس هم وويل، دغه پوهنتون ژمن دی چې د افغانستان موضوع په نړيوالو علمي او سياسي بحثونو کې ژوندۍ وساتي او له افغان بنسټونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ ټينګار وکړ، چې نړيواله حساب ورکونه او پرله‌پسې فشار د بشري حقونو د ښه کېدو لپاره اړين دي.

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي هم وويل، چې د عادلانه محاکمې نشتوالی او د خپل‌سرو نيونو زياتوالی په ټولنه کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ سبب ګرځي.

د غونډې په پای کې، د نړيوالې ټولنې د همغږې او دوامدارې همکارۍ او د مدني بنسټونو، په ځانګړي ډول د ښځو تر مشرۍ لاندې ادارو د ملاتړ پر اړتيا ټينګار وشو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

پاکستان افغان طالبان د ملکي وګړو پر «قصدي» نښه کولو تورن کړل

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱
پاکستان افغان طالبان د ملکي وګړو پر «قصدي» نښه کولو تورن کړل
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ افغان طالبان تورن کړي، چې خیبر پښتونخوا کې ډیورند کرښې ته څېرمه ولسواليو کې ملکي وګړي په «قصدي» ډول په نښه کوي او دا کار يې «غيرانساني او دوکه‌کوونکی» بللی دی. نوموړی وایي، طالبانو جګړه کې له ماتې وروسته، پر ملکي سيمو بريدونو ته مخه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير د جمعې په ورځ (د غویي ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې د وژل شویو کسانو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي، چې پر ملکي سيمو د طالبانو بريدونه د دې ډلې د مشرتابه کمزوري او «ټيټه اخلاقي» کچه ښيي.

هغه د دغو بريدونو کره وخت نه‌دی ښودلی، خو ويلي يې دي، چې د باجوړ ولسوالۍ د ځايي مسوولینو د راپورونو له‌‌مخې، د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي، چې په‌کې ۶ ښځې او ماشومان هم شامل دي، وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو څو ځله د پاکستان پوځ پر دې تورن کړی وو، چې په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير دا تورونه رد کړي او هغه يې «بې‌بنسټه او ګمراه کوونکي» بللي دي. هغه ټينګار کړی، چې د پاکستان عمليات يوازې د هغو ډلو پر پټنځايونو او بنسټونو متمرکز دي چې دوی يې «ترهګرې ډلې» بولي.

افغان طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د ادعاوو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

ملیسا فلېمنګ: د طالبانو بندیزونه افغان ښځې له مسلکونو لرې کوي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
ملیسا فلېمنګ: د طالبانو بندیزونه افغان ښځې له مسلکونو لرې کوي
100%

د ملګرو ملتونو د نړېوالو اړیکو مسوولې ملیسا فلېمنګ د یونېسف وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونه افغان ښځې له خپلو مسلکونو باسي او د راتلونکي نسل د ځای‌ناستو د روزنې مخه نیسي.

هغې د ملګرو ملتونو د ارزونو په حواله وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې لږ تر لږه ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیاپالان له منځه وړي.

د فلېمنګ په وینا، له یو میلیون ډېرې نجونې تر اوسه له زده کړو بې‌برخې پاتې شوي او دا بهیر د تعلیماتو بنسټیزه سلسله ګډوډوي. هغې زیاته کړه، چې له کاري ډګره د ښځو شړل یوازې د هغوی پر عایداتو او خپلواکۍ ناوړه اغېز نه‌کوي، بلکې روغتیایي او تعلیمي خدمتونه هم کمزوري کوي او د ټولنې د سوکالۍ کچه راټیټوي.

هغې خبرداری ورکړ، که دا بندیزونه دوام وکړي، افغانستان به له روزل شویو ښځینه کادرونو بې‌برخې شي او د روغتیا او تعلیم په برخو کې به تشې ژورې شي. د فلېمنګ په خبره، د ښځو پر وړاندې دا محدودیتونه د بشري حقونو له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي او د اوږدمهاله پرمختګ خنډ ګرځي.

ملیسا فلېمنګ له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پر بندیزونو بیاکتنه وکړي او سملاسي یې لرې کړي. هغې ټینګار وکړ، چې د نجونو تعلیم او د ښځو ګډون نه یوازې اساسي حقونه دي، بلکې د افغانستان د اقتصادي ثبات او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین بنسټ جوړوي.

یونېسف په خپل وروستي کې خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰ کال پورې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي. یادې ادارې زیاته کړې وه، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې څخه ۱۷،۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د بدخشان یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شو

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱
د بدخشان یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شو
100%

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ اړوند یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله ۵ کسان مړه او د ټپیانو شمېر ۸ ته لوړ شو. دغه وزارت ویلي، بند پاتې نور کان کېندونکي نن (جمعه) ژغورل شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت د جمعې په ورځ (د غويي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه پېښه تېره ورځ د شهر بزرګ ولسوالۍ د اویز په سیمه کې د سرو زرو یوه کان ته څېرمه د غره ښویېدنې له امله رامنځته شوې او د دوو ماشومانو په ګډون د ۵ کسانو له مړه کېدو او ۸ نور له ټپیان کېدو سربېره یو شمېر نور کان کېدونکي بند پاتې وو.

خبرپاڼه کاږي، په یاد کان کې بند پاتې نور کان کېندونکي ژغورل شوي، خو د شمېر او د وضعیت په تړاو یې څه نه‌دي ویلي.

د شنونکو په وینا، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

امرخېل د برېتانیا له استازي غوښتي پر افغان خاوره د بریدونو له امله پر پاکستان فشار راوړي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۱
امرخېل د برېتانیا له استازي غوښتي پر افغان خاوره د بریدونو له امله پر پاکستان فشار راوړي
100%

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره یې کابل کې د لیدنې پر مهال د افغانستان د روان وضعیت او د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د خونړیو بریدونو په تړاو د خلکو اندېښنې شریکې کړې دي.

امرخېل زیاته کړې، چې د دغو بریدونو د دوام له کبله د ملکي وګړو امنیتي وېره ډېره شوې ده.

امرخېل ویلي، چې برېتانیا له پاکستاني ادارې سره تاریخي اړیکې او پرې ژور نفوذ لري، نو ځکه کولای شي اسلام‌اباد ته روښانه پیغام ورسوي. د هغه په وینا، لندن باید د دغو «خونړیو بریدونو» او «بشري جنایتونو» د تکرار د مخنیوي لپاره خپل نفوذ استعمال کړي او اړوند پیغام په واضحو الفاظو پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

د ننګرهار پخواني والي ټینګار کړی، چې د پاکستان له لوري بریدونه نه یوازې پر ډیورند کرښه د پرتو سیمو اوسېدونکو ژوند او امنیت ګواښي، بلکې د تاوتریخوالي د نوي څپې خطر هم زیاتوي. ده غوښتنه کړې، چې د دې وضعیت د مهار لپاره ‌ډیپلوماتیک فشار باید ډېر شي او د ملکي زیانونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه همدارنګه وایي، چې د خلکو غږ باید نړیوالو مرجعو او اغېز لرونکو هېوادونو ته ورسول شي، څو پر ډیورند کرښه د شخړو د سوله‌ییز حل او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره مشخص میکانیزمونه رامنځته او تعقیب شي. امرخېل د سیمه‌ییز ثبات لپاره پر ګډو هڅو او د شخړو د حل پر سیاسي لارو ټینګار کړی دی.

ریچارډ لیندسي د تېرې سې‌شنبې په ورځ کابل ته تللی وو او د پنجشنبې په ورځ ناوخته بېرته برېتانیا ته رسېدلی دی.

په ننګرهار کې ۳ ځوانان د اوبو په ډنډونو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي دي

۱۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
په ننګرهار کې ۳ ځوانان د اوبو په ډنډونو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي دي
100%

د ننګرهار په مهمندرې او نازیانو ولسوالیو کې ۳ ځوانان د اوبو په ډنډونو کې د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي. د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د یادو ځوانانو جسدونه له اوبو را اېستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د غویي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ننګرهار د مهمندرې ولسوالۍ د هزارناو په سیمه کې دوه تنه ځوانان او د نازیانو ولسوالۍ د ناکامورا په ډنډ کې یو بل ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، د ځايي خلکو په همکارۍ د یادو کسانو جسدونه له اوبو را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

دغې قومندانۍ له هېوادوالو غوښتي، چې د اوبو ژورو ډنډونو، سېلابي سیمو او ناامنه ځایونو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي.